د ولس په ازموینه کې بریالی غني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 اېمل پیاوړی
 
د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو پرمهال ولسمشر غني له ولس سره یوه ژمنه کړې وه او ژمنه دا وه چې هغوی ته یې وویل که مو پر ما باور وکړ او رایه مو راکړه، نو نه یوازې چې ستاسو د رایو درناوی او پر ما کړی باور به مو وساتم، بلکې له تاسو سره خپلې کړې
ژمنې به یوه له بلې پسې بشپړې کړم. موږ ولیدل چې تېر پنځه کلونه له امنیتي پلوه سخت کلونه و، کال په کال د جنګ بڼه بدلېده او سختېده، مګر ولسمشر غني د دې باوجود جنګ ښه مدیریت کړ، ترڅنګ یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم مجهز کړل، هم یې د نړیوالو پام او ملاتړ ورته را جلب کړ، هم یې د دوی په منځ کې فساد او واړه سیاستونه له منځه یووړل او هغوی ته یې وویل چې تاسو په هیڅ ژبې او قوم پورې اړنه لرئ، بلکې په  ټول افغانستان او افغان ولس پورې اړه لرئ، نو په وړو وړو سیاستونو کې ځانونه مه ښکېلوئ.
د دې ترڅنګ یې د زیربنا، اقتصاد او نورو برخو کې هم ښه کارونه او پرمختګونه لرل چې د ولس ډاډ او قناعت یې ترلاسه کړ، نو له همدې امله به په دا ځلي ټاکنو کې د ولس په  غوڅ ملاتړ او لوی تفاوت بریالی شي، ځکه چې نوموړي د ولس په ازموینه کې پوره نومرې ګټلې دي او ولس وایي چې د افغانستان اوسني بحرانونه یوازې او یوازې ولسمشر غني مدیریت کولای شي.
 
داسې برېښي لكه ستر څښتن چې بيا د ځورېدلو، جنګ ځپلو او بې وزلو افغانانو د بخت ستورى ويښ كړى. لكه  چې خداى تعالى بيا پر دې مېړني ولس يوه هستي لوروي. لكه بيا چې دغه ويرژلي ولس ته له څو لسيزو ستونزو، مرګونو، كړاونو او بدمرغيو د خوندي توب او وتلو يوه لاره او  لورى ورښيي. د دغه مېړني او  باتور ولس د مشرتابۀ واګې يوه هوښيار، ملي، وياړلي او سپېڅلي انسان ته سپاري.
څښتن تعالى د تېرو هغو لورينو لړ چې د ستر خوشحال، صوفي عبدالرحمان، ميرويس نيكه، مېړنى احمدشاه، علامه حبيبي، علامه رشاد، پوهاند رښتين ، استاد الفت او نورو ډېرومېړنيو په څېر يې په دې ولس د پېړيو په پوړيو كې لورولي وو دغه لړ نن  تر ډاكټر غني پورې وغځېد.  هغه څوك چې د ارزښتونو، پوهې، فكر، مشرتوب يو ستر وياړ او غر دى.
افغان ولس ښايي د ستر څښتن د دې لورينې ډېره شكرانګي اداكړي چې د د دوی په رایه او ملاتړ د دویم ځل لپاره ډاكټر اشرف غني احمدزى د افغان وطن او ولس مشرتوب او واګې په لاس کې اخلي. دا نو اوس په ولس پورې اړه لري چې څومره په هوښياري او ځيركي سره دغه ستر او عظيم انسان درك كولى شي؟
ډاكټر غني ګمنام او ووړ سړى نه دى. ډاكټر غني هغه ياد او مشهور نوم دى چې د نړۍ په لر او بر كې يې د نوم په اورېدو سره د هر اورېدونكي په ذهن كې د مانيزو(معنوي) ارزښتونو يو غر انځورېږي. د يوه سپېڅلي انسان خندنۍ څېره يې سترګو ته ودرېږي. د هغه انسان چې ټول عمر يې په زده كړه او نورو ته په ښوونه تېر كړى دى. د نړۍ ستر مفکر.
 د هېواد هره ستونزه يې په غور څېړلې. د خپلې ژورې مطالعې له مخې درته د هېواد ټولې او هر اړخېزې ستونزې په څو دقيقو كې له مناسبو او وړ حل لارو سره يوه يوه بيانوي. په تېرو پنځو کالو کې د ډېرو مسایلو عمق ته رسېدلی او په اسانۍ سره کولای شي چې افغانان له اوسني ستونزمن حالت څخه راوباسي. ولس دې دغه طلایي فرصت له لاسه نه ورکوي او د هغه ملاتړ دې وکړي.