ښاغلی غني، ولس دې بیا هم غواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

 

افغانستان لا هم د جنګ او بحران په ډېر حساس پړاو کې قرار لري. له دغه پړاو څخه امن، ثبات او پرمختګ ته د افغانستان د رسولو لپاره د ولسمشر غني اړتیا ده. ځکه هغه هم له نړیوالو سره په ژبه پوهېږي، هم له سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره او هم په داخل کې د ښې حکومتولۍ په برخه کې بریالی او قاطع دی.

افغانستان دا مهال په هره برخه کې پرېکنده اقداماتو ته اړتیا لري. په مصلحتونو او جوړجاړیو ستونزه نه هوارېږي. ولسمشر غني ته ځکه اړتیا ده چې هغه له دې وطن سره رښتینې او لېونۍ مینه لري. نړیواله پوهه او تجربه یې هم په دې برخه کې ګټوره ثابتېږي. نوموړي په تېرو څلور نیمو کالو کې په سختو شیبو کې هم بحرانونه مدیریت کړل، هم یې امنیتي او دفاعي ځواکونه وپالل، هم یې ولایتي او بهرني کاري سفرونه وکړل، هم یې د نړیوالو پاملرنه او ملاتړ خپل کړ او هم یې په کور دننه د هیوادوالو اعتماد او پام ور واړاوه.

دا ټول کارونه په همدومره سادګۍ ترسره نشول، بلکې په دې برخه کې ولسمشر غني په شپو شپو ستړې وګاللې، شپه او ورځ یې کار وکړ. طرحې، پلانونه او برنامې یې جوړې کړې. د فساد رېښې یې وېستې. د داعش ملا یې ور ماته کړه، طالب یې هم په جنګ کې مات کړ. له سیمې سره یې اقتصادي همکارۍ را پیل کړې. د دغو همکاریو له برکته ټاپي، کاسا زر پروژې، چابهار، اقینه بندرونه او د لاجوردو لاره پرانیستل شوه. د فساد ضد مبارزه جدي شوه، د عاصبینو مخه ونیول شوه. له پاکستان سره د شف شف پالیسي په شفتالو بدله شوه. د اورګاډي پټلۍ، هوایي کوریډورونه ، انکشافي او نورې زیربنایي پروژې پلې شوې، د اوبو د مدیریت خبره د لومړي ځل لپاره جدي او عملي شوه.

د دغو یادو او پیل شویو پروژو د پلي کولو او د داسې نورو ډېرو پروژو د پیلولو لپاره جدي اړتیا ده چې ولسمشر غني باید یو ځل بیا هم د ولسمشر په توګه راشي او دا به ځکه راځي چې دا د ولس غوښتنه ده. ولس هغه غواړي او د ده په وجود کې د افغانستان پرمختګ ویني.

بله مهمه خبره داده چې ولسمشر غني د سولې مسله له خبرو او شعار څخه په عمل بدله کړه، دولت او حزب اسلامي د سولې مذاکرات بریالي شول او دا مهال له طالبانو سره د سولې مذاکرات روان دي. دا ټول د ولسمشر غني د پاملرنې او په ځانګړي ډول د کوچني اختر د اوربند د اعلان برکت دی. اوربند هغه مهال ټولو ته یو خیال معلومېده او ټولو فکر کاوه چې ممکن نتیجه ورنه کړي، مګر ولسمشر غني یاد اوربند دومره ښه مدیریت کړ چې ښار ته راغلو طالبانو په ازادانه توګه له امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو او عامو افغانانو سره د اختر مبارکۍ او خوشالۍ په ګډه ونمانځلې.

یاد اوربند له طالبانو څخه د جنګ انګېزه واخیسته او له هغه وروسته ډېر طالبان د جنګ له لیکو ووتل، ځکه دوی دا درک کړه چې په  غلطه ده. نو د همدې لپاره ولسمشر غني باید یو ځل بیا هم د پنځو کالو لپاره د ولسمشر په توګه راشي.