د غني بریا باوري ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 محمدبشیر یوسفزوی
 
پخوانیو جنګسالارانو، زورواکانو، غاصبانو او مفسدینو پخه په زړه خوړلې چې که دا ځل بیا ولسمشر غني واک ته ورسېږي، نو حال به یې له بدو بدتر شي، نو په همدې خاطر د اتمر او ډاکټر عبدالله په ټاکنیزو ټیمونو کې را ټول شوي او غواړي چې په هر قېمت چې کېږي د ولسمشر غني د دا ځلي بریالیتوب مخه ونیسي،
مګر دا به د دوی له وسه بېخي وتلې وي، ځکه چې ولس د ولسمشر غني ترڅنګ ولاړ دی، نو دوی په هیڅ توګه نشي کولای چې پر ولسمشر غني د ولس باور راکم کړي.
د ولسمشر غني ټوله تکیه پر ولس ده. هغه وایي چې زه د ښځو، بې وزلو او ځوانانو نوماند یم، ځکه چې همدا د ټولنې اکثریت تشکیلوي او دوی نه په غصب، نه په فساد او نه هم په زور کې لاس لري، دوی د وطن د ابادۍ لېونۍ مینه لري او په همدې خاطر د ولسمشر غني په خوا او شا راټول دي او د ولس د دغه پراخ ملاتړ له برکته دا ځل بیا هم د تېر په څېر د ولسمشر غني بریا باوري ده.
كه خداى مه كړه د ولسمشر غني مخالفین، زورواکان او د سیمې هیوادونه په دې وتوانېږي چې د ولسمشر غني د بریا مخه ونیسي، نو خدای مکړه افغانستان به بحران ته ور ننوځي، مګر د ولس باور او ملاتړ ته په کتو به دا ځکه امکان ونه لري چې غني په تېرو پنځو کالو کې ولس ازمویلی او د هغه کړنې، لاسته راوړنې او خدمتونه ورته د قناعت او تائید وړ دي.
نو ولس او ځوانانو ته مو پیغام دادی چې خپل دغه طلايي چانس له لاسه مه وركوئ، د نورو په نمايشي او فرمايشي غونډو، عكسونو، ژمنو او نورو مه غولېږئ، دا په ټول ايمان اوباور درته وايم چې ډاكټر غني هغه انتخاب نه دى چې خداى مه كړه تاسو به پرې پښېمانه شئ.
ديوه ملګري په خبره مې نوره ليكنه رانغاړم.
ملګرى مې چې د ملګرو ملتونو كاركوونكى دى ويل چې: كلونه وړاندې په اسلام اباد كې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي ښاغلي لخدر ابراهيمي وينا كوله. نوموړي د ويناپه يوه برخه كې په ډېر ټينګار وويل چې : كه افغانستان ته خداى پاك كمونستان، خلقيان، جنګسالاران او نور وركړل نو د دې ټولو تر څنګ يې يو وياړ هم وربښلى داسې وياړ چې يواځې افغانستان نه بلكې ټوله نړۍ پرې د يوه رښتيني او ستر انسان په څېر وياړي او هغه ښاغلى ډاكټر اشرف غني احمدزى دى.
نو زه وايم چې راځئ خپل دغه وياړ نور هم وځلوو او نړۍ والو ته په ثبات ورسوو چې موږ نور په جنګسالارنو پسې نه ځو او جنګسالارانو ته ووايو چې:
ته طرفدار د تاريكي زه ارمانجن د رڼا
ملګريه درومه ستا جلا زما جلا لاره ده