د ډاکټر غني ټاکنیز شعار

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

دا دریم ځل دی چې ولسمشر غني ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوموي. په ۲۰۰۹ کال کې یې چې د لومړي ځل لپاره د ولسمشر کرزي او ګڼو نورو نوماندانو په مقابل کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړ، نو هغه مهال یې شعار د عادلانه نظام لار چې په همدې نوم یې څو سوه مخیز منشور هم په کتابي بڼه چاپ کړ، مګر په هغو ټاکنو کې ولسمشر غني بریالی نشو.

دویم ځل یې په ۲۰۱۴ کال کې بیا ولسمشریزو ټاکنو ته ځان ونوماوه. دغه مهال یې انتخاباتي شعار تحول او تداوم و چې د ډاکټر غني، ډاکټر عبدالله او زلمي رسول ترمنځ چې تر ډېره ویل کېدل د کرزي او حکومت نوماند هم ښاغلی رسول دی سیالۍ روانه وه او دوی درې واړه تر نورو مخکښ نوماندان ګڼل کېدل. د دغو ټاکنو په لومړي پړاوو کې هیڅوک هم بریالي نشول او ټاکنو په دویم پړاوو کې ولسمشر غني ګټونکی شو، خو ټلوالې او د عبدالله ګروپ مزاحمتونه ایجاد کړل او بالاخره د جوړجاړي په پایله کې جانکیري په منځګړتوب ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرائیه رئیس په توګه وټاکل شو.

سږکال د دریم ځل لپاره ولسمشر غني یو ځل بیا د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکه کړې او دا ځل د دولت جوړوونکي له ټاکنیز شعار سره دغه مهمه سیالي کوي. خو ولې دولت جوړوونکي؟

په افغانستان کې تر ټولو لویه ستونزه کمززورې دولتداري ده او ولسمشر غني دې پایلې ته رسېدلی تر هغو چې د دولتدارۍ بنسټونه پیاوړي نشي، نو اوسمهالې ستونزې نشي حلېدلی او نه هم افغانستان له بحران څخه وتلی شي، مګر دغه شعار په کوردننه او له کوره دباندې د سیمې او نړۍ په کچه ځینې حساسیتونه او خنډونه هم له ځانه سره لري، ځکه ډېری افغان سیاسیون او ایران او پاکستان په افغانستان کې د قوي مرکزي دولت د جوړولو پلویان نه دي. دوی چې په هر قېمت وي د دولتدارۍ مخه نیسي او کوښښ کوي چې په افغانستان کې کمزوری دولت د تل لپاره موجود اوسي، تر څو دوی په افغانستان کې خپل نفوذ ولري، مګر ولسمشر غني د دولت جوړوونکي ټیم د مشر په توګه غواړي چې د افغانستان دغې همېشنۍ او ځنډنۍ ستونزې ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي.

ولسمشر غني غواړي داسې پیاوړی دولت رامنځته کړي چې نه په کوردننه او نه هم له هیواده بهر څوک د هغه د کمززوري کولو او کاواکه کولو هڅه وکړي. د دې ترڅنګ د ملي مسایلو، ملي تصامیمو، ملي ګټو د پاللو او د قانون د حاکمیت او نورو مهمو او حیاتي چارو د ښه ترسره کېدو لپاره تر ټولو مهمه اړتیا پیاوړی دولت دی. ولسمشر غني دا کار ځکه کولی شي ، چې نوموړی د پوهې، بریالیو تجربو ، طرحو او برنامو ترڅنګ پرېکنده دریځ او قاطعیت لري او دا هغه څه دي چې د ولسمشر غني د دولت جوړولو چاره اسانه کولی شي.

سره له دې چې په دغو ټاکنو کې اولس نور نوماندان هم د ډاکټر غني سیالۍ ته راوتلي دي، مګر د هغو ټولو په منځ کې ولسمشر غني هم د ولسي باور او ملاتړ، هم د پوهې، تدبیر، درایت او هم د جدیت او قاطعیت له پلوه ځانګړی دی، نو ځکه به په اسانۍ سره دغه سیالي وګټي.