پاکستان د ځان د بدلولو په هڅه کې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر
پاکستاني مقامات ایله په دې پوه شول چې دا دومره وخت راهېسې په سمه روان نه وو او د افغانستان پر وړاندې یې پالیسیانې غلط وې. دوی غواړي چې دا هر څه جبران او له سره ورباندې کتنه وکړي. دوی اوس افغانستان درک کړ چې دا دومره وخت مونږه ورسره څه کوو او افغانان دي چې د خپل انسانيت او ګاونډيتوب په خاطر مونږه ته څه نه وايي. او څه کارونه ندي چې مونږه پر افغانانو تر سره کړي ندي.
هغوی مو بې ګناه وژلي، هیواد ته مو تاوان اړولی، افغانان مو ژوند او پرمختګ ته ندي پريښي. دا هر څه مو تر سره کړي دي، خو په نتيجه کې یې مونږ ته هم ګټه نه، بلکې د هغې څو چنده تاوان راوستی. هیواد ته مو اقتصادي تاوان اوختی او بل دا چې هیواد مو د نړۍ والو پر وړاندې هېڅ اهمیت نه لري ځکه چې هر هیواد اوس دا ګواهي ورکوي چې پاکستان پر طالبانو نفوس لري هغوی ته یې پټن ځایونه ورکړي دي او له هغوی سره هر ډول ځاني او مالي مرستې کوي.
دا ټول د ښاغلي غني برکت دی چې د هغوی ذهن یې خلاص کړ، خپلو تېروتنو ته یې متوجه کړل او بالاخره یې د نړیوالو فشارونو په پایله کې په دې وپوهول چې په غلطه روان دي او باید خپل مسیر بدل کړي. هغوی یې دې ته قانع کړل چې خپل ځان ملامت وګڼي او له خپلو غلطو کړنو تېر شي.
پاکستان د ځان په بدلولو او د خپلو ستونزو په راکمولو بوخت دی او دا کار له افغانستان سره د دوستانه او ښو مناسباتو له لارې کېدلی شي، ځکه پاکستان باید د سیمې بازارونو ته هم ځان ورسوي او هم له منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي او دا کار د افغانستان له لارې شونی دی او افغانستان به هغه وخت د دې لار او اجازه ورکوي چې پاکستان ځان بدل کړي، خپل دریځ او پالیسۍ چې د افغانستان په اړه یې لري اصلاح کړي.
ځېنې پاکستان مشران دا وېره لري وای که چېرته ښاغلی غني د دوهم ځل لپاره واک تر لاسه کړ. دا به د پاکستان لپاره د ژوند وروستۍ سلګۍ وي. ځکه چې غني پر مونږه په دې پنځو کلونو کې له دومره مصروفيتونو او ستونزو باوجود داسې څه وکړل چې پاکستان یې د سیمې او نړۍ په کچه منزوي او تر فشار لاندې راوست، مګر که چېرته یو ځل بیا واک تر لاسه کړي نو پاکستان به دومره تر فشار لاندې راولي چې بقا یې د سوال وړ وګرځي.
پاکستان په واقعیت کې د هند، بنګله دېش او افغانستان په ګډه ځمکه د قرارداد په اساس رامنځته شوی هیواد دی، کوم بېخ او اساس نه لري، نو په دې اساس د فشارونو او بحرانونو د مدیریت او زغملو تاب نه لري. په دې کې شک نشته چې په سیمه کې بحرانونه ایجادوي او نور تر فشار لاندې راولي، خو په خپله د پاکستان داخلې اوسني بحرانونه نشي مدیریت کولای او که دغه بحرانونه توپاني شول، نو د پاکستان قراردادي وجود هم ډوبولی شي.