افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پر وضعیت پوره حاکم دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
نور نو هغه وختونه تېر دي چې د دولت مخالفې کړۍ او افراد دې د څو زره امریکایي سرتېرو په وتلوزموږ خلک ووېروي او دا دې تبلیغ کړي چې د امریکايي پوځیانو له وتلو سره به په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنه او  ترهګریز بریدونه نور هم زیات شي، ځکه چې د لسګونه زره بهرنیو عسکرو په وتلو سره چې دلته کوم بحران را منځته نشو
او زموږ ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېره اسانۍ هم د دوی ځایونه ډک کړل او هم یې د جنګ ماموریت او مدیریت په لاس کې واخیست، نو د دې څو زره عسکرو ځای خو په لا ډېرې اسانۍ سره ډکولای شي.
افغان حکومت په ډېر ډاډ وایي چې که امریکایي سرتېري حتی د طالبانو په غوښتنه چې د سولې لپاره یې شرط ایښی دی، ووځي، نو د دوی له تګ سره به په افغانستان کې هیڅ  ګډوډي هم رانشي،او حتی برعکس به وضعیت ورسره لا ښه شي، ځکه هغه مهال به نو وسله وال طالبان، جنګي او تروریستي ډلې د جنګونو، بریدونو، انتحار او انفجار پلمه له لاسه ورکړي.
تر هغو چې زموږ د وطن دا صادق او زړور بچیان (افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه) موجود وي نو دوی به په ډېره مېړانه او قوت د خپل هیواد او خلکو دفاع وکړي. په ۲۰۱۴ میلادي کال کې څه باندې یو لک بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او د هغوی ځای زموږ همدغو ویاړلو او زړورو ځواکونو نویه. که څه هم داخلي او بهرنیو مبصرینو وړاندوینې دا وې چې زموږ ملي پوڅ به وپاشل شي، نظام به سقوط شي، حکومت به وشړېږي او هر څه به وسله والو مخالفینو او تروریستي ډلو ته په واک او لاس ورشي، مګر اوس هغه وېره، هغه ورځې او هغه کیسې تېرې شوي او بې مانا شوي دي. اوس ټول د خپلو امنیتي او دفاَعي ځواکونو پر وړتیاو باورمند دي.
په هغو سختو شرایطو کې چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په ډېره مېړانه په دې وتوانېدل چې په تشو لاسونو او نشته امکاناتو د لسګونه زهر مجهزه امریکایي او بهرنیو سرتېرو ځای ونیسي او جنګ مدیریت کړي، نو اوس خو له کوم شک پرته کوم بدلون نشي راتلی، داسې بدلون چې خلک دې ورته اندېښنه کړي، ځکه اوس جنګ زموږ خپل ځواکونه کوي، نو دغه د څو زره امریکایي سرتېرو وتل به ذره اغېز هم ونه لري.
افغانستان په موږ پورې اړه لري، موږ خپل وطن په خپله ساتو او د دې لپاره یوازې د نورو تمویل او ملاتړ ته اړتیا لرو تر څو افغانستان خودکفا شي. د امریکایي عسکرو وتل به په افغانستان کې د جنګ انګېزه نوره هم کمزورې کړي، ځکه طالبانو خو د امریکایانو په پلمه جنګ ته ادامه ورکوله مګر له دې وروسته به دوی دغه پلمه هم ونه لري.
افغان سرتېرو داسې تمرینات او روزنې لیدلي  چې د وطن دفاع اوس په خپله کولی شي.ځکه چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې امنیتي مسولیت په بشپړ ډول د افغان حکومت په لاس کې و زمونږ د ټول نظام او ملت هدف همدا دی چې ملي امنیتي او د فاعي ځواکونه پرخپلو پښو ودریږي او له خپلو خلکو او خاورې څخه په خپله دفاع کوي.