ښاغلي اتمر او ملګرو یې د پاکستان غوښتنه پرځای کړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبداللطیف یاد
ښاغلی اتمر او یو شمېر پخواني جنګسالاران او سیاسي ملګري یې چې د سولې په پلمه پاکستان ته تللي وو، په حقیقت کې یې موخه دا وه چې پر افغان دولت د فشار راوړلو لپاره باید له پاکستانیانو سره لاس یو کړي او د هغوی همکاري ترلاسه کړي. پاکستان چې لا وار دمخه په افغانستان کې د نظام او دولت د له منځه وړلو لپاره تروریستي او وسله والې ډلې ګومارلې دي، نو ښاغلي اتمر ته یې دنده ورکړه
چې دی او د ده نور سیاسیون ملګري دې له داخل څخه پر حکومت فشار ډېر کړي او وسله وال طالبان او تروریستي ډلې په د جنګ، وحشت او جنایتونو او بریدونو په ترسره کولو سره پر ولس او حکومت فشار راوړي، تر څو واک یا دوی او یا هم  د پاکستان نورو ګوډاګیانو ته په لاس ورشي.
پرون چې ښاغلی اتمر او د ده یو شمېر نور ملګري له پاکستان څخه راستانه شول، نو سملاسي لاس په کار شول او نن یې په غازي سټیډیوم کې غونډه رابللې وه او د کره اسنادو او شواهدو او د خلکو د څرګندونو په اساس چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، د دغې غونډې اکثر ګډونوال بې چاره او کاریګر خلک وو چې له بېلابېلو ځایونو څخه یې د پیسو په بدل کې راوستلي و او بیا یې په پای کې پیسې هم نه وې ورکړې.
ښاغلي اتمر او د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نورو نوماندانو دغې غونډې ته توندې ویناوې او څرګندونې وکړې او دوی په خپلو څرګندونو کې حکومت غیر قانوني وباله او ولسمشر غني یې په دې تورن کړ چې ګواکې له واک څخه په استفادې کوښښ کوي چې پر ټاکنو کمېسیون خپل نفوذ زیات کړي او په راتلونکي کې بیا ولسمشر شي.
مګر حقیقت دادی چې د ښاغلي اتمر په ګډون نور ټول نوماندان په ټاکنو کې له خپلې بریا او د ولس له باور او ملاتړ څخه سخت نهیلي شوي او دوی کوښښ کوي چې په همدغو پلمو له یوې خوا ټاکنې سبوتاژ کړي او له بل لوري د پاکستان او روسیې باور او ملاتړ ترلاسه کړي او د دوی د ملاتړ په پایله کې ځانونه واک ته ورسوی، مګر په دې دوی ځکه تېروتنه کوي چې اوس هغه وخت پایته رسېدلی دی چې په افغانستان کې به بهرنیانو حکومتي مشران ټاکل او د دوی په ملاتړ به یې د ولس په سرونو پاچاهي او حکمراني کوله.
ښاغلي اتمر او نورو نوماندانو ته ښایي چې د پاکستان او روسیې پرځای خپل ولس ته مراجعه وکړي، د تورونو پرځای دې خپل ځان ثابت کړي، دوی په دغه ډول تورونو سره نه حکومت له منځه وړلی شي، نه غني ناکامولی شي او نه هم ولسونه د ښاغلي غني له ملاتړه راګرځولی شي، نو دوی ته ښایي چې د خپلو ځانونو د ځلولو لپاره پر خپلو برنامو تمرکز وکړي او که فکر کوي چې داسې کوم جوهر نه لري،نو بیا دې د ولس د ستونزو د زیاتولو پرځای یا کرار کېني او یا دې هم د ولسمشر غني او نورو ټاکنیزو ټیمونو غړي شي، ځکه پاکستان، روسیې او نورو هیوادونو ته په ورتلو او د دوی د برنامو په تطبیقولو به د ځانونو پر وړاندې د ولسونو کرکه نوره هم زیاته کړي.