څوک رښتیا وايي؛ خلیلزاد که شاهین؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

که څه هم،چې د سولې په برخه کې وسله والو طالبانو ته د ډېرو امتیازاتو پر ورکړې نیوکه کېږي،خو بیا هم مشورتي لویې جرګې او دیني عالمانو له حکومته وغوښتل،چې په ښه نیت کې څو ګامه وړاندې ولاړ شي او نور امتیازات هم وسله والو طالبانو ته په پام کې ونیسي

.

امریکا هم د افغان حکومت لخوا د زیات شمېر طالب بندیانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ او دا یې د سولې په برخه کې غوره اقدام وباله.دا،چې وسله والو طالبانو تر اوسه څه ښه نیت ښودلی بیا د پوښتنې وړ ده.

د دې ترڅنګ د امریکا او طالبانو په شپږ پړاویزه خبرو اترو کې هم مهم مسایل مطرح شول،چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یې په اړه په وار وار څرګندونې او پر خپل دریځ ټینګار کړی او په همدې لړ کې یې پرون ماښام پر خپل ټویټر ولیکل،چې د سولې په جامع تړون کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ډاډ تر لاسه کول، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، بین‌الافغاني خبرې چې سیاسي جوړجاړي ته زمینه برابره کړي او دایمي اوربند شامل دي او دا هغه چارچوب دی،چې طالبان یې مني. د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین بیا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،چې په مذاکراتو کې امریکا منلې چې خپل ټول پوځیان باسي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر هم خوشبیني ښودلې او ویلې یې دي،چې تر بل هر وخت اوس سولې ته شرایط برابر دي، خو امریکا بیا د سهیل شاهین د ټویټ په غبرګون کې وویل،چې له طالبانو سره د خبرو اترو بل پړاو لپاره په چمتوالي بوخت دي او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره د هوکړې په لټه کې نه دي، بلکې د سولې يو هر اړخيز تړون غواړي.

دا،چې ولې د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي " امریکا منلې چې خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي." ؟

په دې برخه کې څو موارد شوني او اغېزمن ګڼلی شو:

- وسله وال طالبان غواړي امریکا ته د نرم دریځ  خپلولو په خاطر شین څراغ روښانه کوي. - له وسله والو طالبانو لار ورکه شوې،ځکه یې دروغو تبلیغاتو ته مخه کړې.دوی یو ځل وایي،چې امریکا د سولې په خبرو کې صادقه نده او داعش زموږ پر ضد پیاوړی کوي،خو بېرته بیا وايي،چې امریکا یې هغه غوښتنه منلې،چې تل به یې تأکید پرې کاوه. - د طالبانو پر وسله والو پوځي فشارونه ډېر شوي دي،نو ځکه داسې مسایل مطرح کوي، څو فشارونه ورباندې کم شي،ځکه سږکال دوی د ولایتونو د سقوط خوب له سره ایستلی دی.

- دا هم له پامه نشو غورځولای،چې ممکن د پاکستان په مرسته یې نیت بدل شوی وي او په رښتینې معنا د سولې هوکړې ته تلوسه او بېړه لري.

- بل مهم مورد،چې سولې ته د وسله والو لېوالتیا پکې حس کېدای شي؛ هغه د ملګرو ملتونو وروستی راپور دی،چې پکې ویل شوي "افغانستان کې ځانمرګي بریدونه ۷۰ سلنه کم شوي دي."

د ښاغلي خلیلزاد په غوښتنو کې هم ظاهراً هغه څه پراته دي،چې افغان ولس یې له کلونو راهیسې تمه لري. افغان حکومت که څه هم ظاهراً پر خلیلزاد بي باوره شوی و،خو د اعلامیو له لارې یې وویل،چې امریکا یې تشویشونه ور رفع کړې دي. خو یوه اندېښنه لا پر ځای ده؛ اوهغه دا،چې ولې افغان حکومت په دغو خبرو اترو کې شامل ندی؟

دا،چې څوک رښتیا وايي او ولې د طالبانو تعبیر خلیلزاد سره له غونډو دا دی،چې ګواګې امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي؛ د مکث وړ  خبره ده. په هر حال؛ افغان ولس له دواړو لوریو دا تمه لري،چې د سولې په اړه واحد نظر رامنځته کړي،خپله رښتینولې ثابته کړي او خپلو خبرو ته د عمل جامه ور واغوندي بیا به معلومه شي،چې څوک رښتیا وايي او څوک رښتونی ندی؟

لیکنه: خوشحال آصفي