د سولې په برخه کې د ولسمشر غني په نیت شک بې انصافي ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

اېمل پیاوړی

 

ځینې مغرضې، عقده یي او مخالف افراد، اشخاص او کړۍ له کوم سند پرته پر ولسمشر غني تور پورې کوي چې د سولې پرځای د خپل واک غځېدو ته زیات لېواله او ان د سولې مخالف دی. دا خبرې له حقیقته لیرې ځکه دي ولسمشر غني چې له کومې ورځې واک ته رسېدلی دی، نو سولې ته یې لومړیتوب ورکړی، په سوله یې تمرکز کړی. د سولې په خاطر یې عملي هلې ځلې کړې دي.

دا نن سبا چې سوله دغه اوسني وضعیت ته را رسېدلې او په ملي او بین المللي بحث بدله شوې ده دا د ولسمشر غني د همدغو هڅو او سولې ته د هغه د ځانګړې پاملرنې او ژمنتیا برکت دی. موږ ولیدل چې ولسمشر غني د سولې لپاره هر اړخیزې هڅې وکړئ. هم یې له سیمې او نړۍ سره کار وکړ، تر څو هغوی سولې او دېته قانع کړي چې جنګ د افغانستان د ستونزې حل نه دی، د دې لپاره باید سوله ییزه او سیاسي حل لاره ولټول شي.

د دې ترڅنګ یې د سولې عالي شورا کې هم بدلون راوست او هم یې تحرک په کې ایجاد کړ. همدارنګه یې د سیاسیونو په ګډون، له علمای کرامو، متنفذینو، مشرانو او د افغاني ټولنې بېلابېلو اقشارو سره کاري او مشورتي ناستې وکړې او له هغوی یې هیله وکړه چې د سولې په برخه کې له خپلو امکاناتو، ارتباطاتو او هغه نفوذ څخه چې پر طالبانو یې لري استفاده وکړي او هغوی دېته وهڅوي چې سولې ته باید غاړه کېږدي.

ولسمشر غني واضح اعلان وکړ چې د سولې صلاحیت له ټول ولس سره دی، دا یوازې د سولې عالي شورا او حکومت پورې محدود نه دی، هر څوک چې په هرځای کې په دې برخه کې کوم ګام اخیستلی او موثر تمامېدلی شي، حکومت یې هرکلی او ملاتړ کوي.

د کابل پروسې ناسته کې ولسمشر غني له کوم قید او شرط پرته د بین الافغاني مذاکراتو له لورې د سولې بلنه ورکړه او حتی ورته یې وویل چې دوی به د سیاسي ګوند په توګه وپېژني او د پلازمېنې کابل په ګډون چې د هیواد په هر ولایت او سیمه کې غواړي هملته به ورته د مذاکراتو لپاره دفترونه، امنیت او نورې اسانتیاوې ورکړي.

نو د ولسمشر غني دې او دېته ورته نورو هڅو ته په کتو چې د سولې په برخه کې یې کړې دي دا بېخي بې انصافي ده چې په هغه دې دا تور ولګول شي چې نوموړی د سولې مخالف دی.

ولسمشر غني له جیو تلویزیون سره په مرکه کې وویل، "موږ چې کوم شی طالبانو ته ورکوو شهروندي، برخلیک اود راتلونکي لپاره ګډ لیدلوری دی، موږ اساسي قانون منو، چې د افغانان ترمنځ تفکیک نه کوي، دا زموږ د موجودیت منشور دی، موږ باید یو ځای ژوند وکړو، د هغو شیانو جزئیات چې موږ سره وېشي د سولې د خبرو موضوع ده.  موږ پیش شرط نه دی اېښی. ما له ۱۰۰زیاتې د سولې توافقنامې لیدلې دي، ما په دې برخه کې نسبتا اوږده مقاله ولیکله، البته په هغو ورځو کې چې مقالو لیکلو ته مې وخت درلود، ما له دې مطالعاتو زده کړه وکړه، یو کلیدي شی مې چې زده کړ دا دی چې خپل صداقت باید ښکاره کړو، موږ خپل تعهد او صداقت ښودلی دی، کوم شی چې د سولې مذاکراتو پروسې ته راوړل کېږي، هغه د جنګ په میدان کې نشو فیصله کولی."

د سولې لپاره چې څومره صداقت ته اړتیا وه، ولسمشر غني حتی له هغه زیات صداقت ښودلی دی.