په افغانستان کې د داعش وحشتونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

د داعش په نوم ډله چې له څو کلونو راهيسې په افغانستان کې د ورانکارۍ او تروریستي فعالیتونه کوي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري سخت ځپل شوي دي. دوی لومړی خپل فعالیت د افغانستان په ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته نيږدې پیل کړ. او له همغه ځایه یې چې په هیواد کې جنګ ته دوام ورکړی تر نن ورځې جنګېږي.

دا تر ټولو بې رحمه او وحشي تروریستي ډله ده چې د ښځو او ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون په هیچا رحم نه کوي او موږ په ننګرهار کې د دوی د جنایتونو او وحشتونو داسې بېلګې ولیدلې چې د بشریت تاریخ ورباندې شرمېږي.

د داعش د همدغو ناوړه کړنو د لاسه مو هیوادوالو خپله خاوره او پلرنې استوګن ځایونه پرېښي اود داعش له جنایتونو او وحشتونو څخه نورو سیمو ته کډوال شوي دي، ځکه که چېرته د هغوی امر پر ځای نکړي نو په بې رحمه مرګ باندې وژل کېږي. او که چېرته یې امر پر ځای  کړي نو بیا له دولت او هم له اسلام سره خیانت کول دي. ځکه چې داعش کوم کارونه تر سره کوي هغه نه په اسلام کې دي او نه هم د انسان وجدان یې مني.

داعش ډله اوس په هغه پخواني قوت کې پاتې نه ده، خو بیا هم  دوی  فعالیت د هیواد په  ځینو ختیځو سیمو کې فعال ساتلی دي. چې د طالب تر څنګ دوی هم له دولت سره خپله جګړه کوي. په افغانستان کې د داعش ډله د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په نوم فعالیت کوي او په دې وروستیو څو کلونو کې یې د هغو لویو خونړیو بریدونو مسولیت هم منلي چې لسګونه هیوادوال دولتي او ملکيان پکې وژل شوي دي. او لا هم غواړي چې خپلو بريدونوته ادامه ورکړي.

افغان حکومت یې هم نه پرېږدي چې  په هیواد کې ګډوډي رامنځته کړي. او هیوادوالو ته مو زیان ورسوي. دوی هم د دولت او په ځانګړي ډول د مېړنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا مات شوي دي. دولت په هغه سیمو کې چې دوی پټن ځایونه لري او له همغه ځایه د جنګ لپاره پلانونه جوړ وي او بیا یې په هیواد کې تر سره کوي او ګډوډي رامنځته کوي او هیواد وال مو په ازاره وي. دولت هم د دوی پر وړاندې خپل عملیات شروع کړي دي چې په دې کې شپني عملیات هم دي،  همداسې هوايي ځواکونه هم په دوی بریدونه کوي تر څو دوی پرې نږدي چې په افغانستان کې زیات دوام وکړي او هیواد مو راوران کړي.

یو شمېر نړوالو هیوادونو د افغانستان پر نا امنۍ خپل نظرونه  ورکړي دي. هغوی وايي چې افغانستان اوس وخت کې له سوريې هم په نا امنه هیوادونو کې دې. ځکه چې له یوې خوا د داعش ډله پکې حضور لري او له بلې خوا  طالبان دي چې د نورو په لمسون یې په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړې ده چې په دې جګړه کې دواړه خواوې افغانان وژل کېږي. او ګټه یې نورو ته رسېږي. نړۍ وال  بیا افغانستان په هغو هیوادونو کې شمېري چې تر ټولو زیات وګړي یې د ترورېزم قرباني کېږي.