د حبیب احمدزي څرګندونې؛ حقایق که پروپاګند؟!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

شرف الدین کاکړ

د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د نهایي پایلو له اعلان سره سم په امنیتي چارو کې د ولسمشر خاص سلاکار حبیب احمدزي چې تازه یې له دندې استعفا کړې وه او نور په ارګ کې دنده کول ورته د بې ناموسۍ او بېغیرتۍ په بیه تمامېده، له ځینو مهمو حقایقو په ځانګړې توګه په ارګ کې اخلاقي فساد، غلا او د قدرت له انحصار پرده پورته کړه.

د نوموړي له دغو څرګندونو سره سم په ارګ کې ولسمشر ته نږدې څو کسانو چې په رأس کې یې د ولسمشر د دفتر رییس سلام رحیمي دی، د خپلو دغو نا افغاني او غیر اسلامي کړنو د پټولو په پار موضوع څارنوالۍ ته راجع کړه.

څارنوالۍ ته د قضیې له استولو دوه ورځې وروسته د حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو په شورا کې وویل چې لویه څارنوالي خپلواکي نه لري او ټولې پرېکړې یې خیالي دي؛ د ډاکټر عبدالله عبدالله اشاره هم په ارګ کې همدې کړۍ ته وه، چې دوی پر ملکي او نظامي ارګانونو سربېره عدالي او قضایي ارګانونه هم انحصار کړي دي، نو ځکه یې د عدلي ارګانونو پرېکړې خیالي وبللې.

راځئ سرونه خپلو ګریوانو ته ټیټ، د وجدان او افغاني غرور او غیرت پر اساس فیصله وکړو. په ارګ کې اخلاقي فساد، غلا، شراب خوري او د واک انحصار کومه نوې خبر نه ده، بلکې د تپل شوي او تش په نوم ملي یووالي حکومت له پیله تر نن پورې دا لړۍ روانه وه او تر څو چې دغه د ګوتو په شمار کسان د ولسمشر په څنګ کې موجود وي، دا لړۍ به دوام پیدا کوي او بالاخره به زموږ دیني، اسلامي او افغاني غیرت او ارزښتونه تر پښو لاندې او نړۍ ته به سرټیټي او شرمنده وو.

په ډېر تأسف سره باید ووایم چې نن سبا زموږ افغاني غرور او غیرت پلورل کېږي، نن سبا زما د وطن بچي ته د هغه آمر په انګریزي ژبه خبرې کوي، تهدید کېږي، سپکاوی ورته کېږي، نن سبا زما د وطن په اداري چارو کې زما پښتنې، افغاني او اسلامي ارزښتونه تر ښو لاندې کېږي.

 د حبیب احمدزي څرګندونې هغه حقایق دي چې دا څلور کاله د ارګ خیاطانو ورته پیوند جوړول او هېچا دا جرئت نه شوای کولی چې له دغو حقایقو پرده پورته کړي؛ سلام رحیمي او په شاوخوا کې یې څو نور کسان هغه څېرې دي چې د وطن عزت یې لوټ کړ، د حکومت نیمایي چارې یې خپلو خپلوانو ته سپارلې دي، د نامشروع او غیر اسلامي غوښتنو په مقابل کې نانڅکې نجونې د معینې په کچه مقررې کړي دي. ښې نمونې یې د کورنیو چارو وزارت د پلان مرستیاله، د ملي دفاع وزارت تازه ګومارل شوې ۲۰ کلنه پیغله ګڼلی شوو.

په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ولسمشر یو مهم شعار کار اهل کار ته سپارل وو، خو له بده مرغه چې په دې برخه کې یې تر نورو ډېر باد کړل. د خدای په خاطر وطن کې دومره قحط الرجال راغلی چې زما د بورې مور د زوی پر سر معامله کېږي، د هغه د زوی لپاره یوه شل کلنه پېغله د جګړې پلان جوړوي. تاریخ دا هر څه څاري، له خدای څخه ووېرږئ د محشر په ورځ به د همدې ګونډې ښځې او بورې مور لاس او ستاسو ګریوانونه وي. ولسمشره! هېر نه کړي چې ستا په شاوخوا کې دغه ناست څو کسان به یوه ورځ د ستا په عزت هم معامله کوي، دا هغه شریرې څېرې دي چې کورونه یې په غرب او دوی دلته د چور او چپاول په موخه راغلي دي، دا هغه څېرې دي چې له خپلو شخصي ګټو پرته نه ملي ګټې ورته ارزښت لري او نه هم د ګران هېواد د عزت او برم پروا ورځي.

ولسمشره! موږ باور لرو او پوهېږو چې تاسو نسبتاً دې وطن ته نیک نیت لرئ، مګر ستا په شاوخوا کې ناستو کسانو دا وطن نړۍ ته شرمنده کړ، ستا په شاوخوا کې ناستو کسانو د دې ملت او ارګ برم او عزت لوټ او دا سرلوړی ملت یې نړیوالو ته سرټیټی کړ. ستا په شاوخوا کې را ټول شوي د غرب سپي منیځونکي چې نه دلته کور لري او نه یې هم آدرس معلوم دی د دې وطن پر سرنوشت لوبې وکړي. موږ باور لرو چې ستا ناکامي به دا ځل د همدغو څو کسانو له وجې وي او دا درته په پوره ډاډ وایم چې ستا په خوا کې دغو ناستو کسانو ستا او ملت تر منځ د ځمکې او آسمان په اندازه واټن رامنځته کړی دی. دا کسان درته دروغ وایي، چل درسره کوي او دا دې هېره نه وي چې یوه ورځ به دې به عزت باندې هم معامله کوي.

بناءً دا کسان وشړه، رخصت یې کړه او که په واقعي معنا تاسو په غلا او پورته ذکر شویو کړنو کې ورسره شریک نه وئ، نو مهرباني وکړه د حبیب احمدزي پر ځای همدغه حلقه څارنوالۍ ته معرفي کړه، کنه دا ملت به دې هرګز ونه بښي، د محشر په ورځ به د مظلوم ملت لاس او ستا ګریوان وي.