له طالبانو د جګړې مشروعیت اخیستل شوی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

وسله والو طالبانو په لومړیو کې داسې تبلیغوله چې دوی د بهرني یرغل پر وړاندې راپورته شوي او د خپل هیواد او ولس د دفاع لپاره یې جنګ پیل کړی دی. ځینې ساده زړو خلکو هم دا ګڼله چې ګواکې دوی په رښتیا هم همداسې کوي او له همدې امله په ولسونو کې له طالبانو سره خواخوږي موجوده وه، مګر دولت دا ویل چې وسله وال طالبان په ناحقه دي او دوی یوه پردۍ او پاکستانۍ نیابتي او استخباراتي جګړه پرمخ بیایي.

د ولسمشر کرزي په وخت کې ډېرې نارې او سورې وشوې، جګړه ناحقه وبلل شوه، طالبان وروڼه شول، هغوی ته عذرونه او زارۍ وشوې، پاکستان ته په ننواتې ورغلل او هغوی څخه یې د دریم توب او منځګړتوب هیله وکړه، خو پاکستان ډبل ګېم کاوه، وسله وال طالبان یې د جنګ شدت ته لمسول او حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر کرزی یې په دروغو، وعدو او نن سبا غلطاوه، همغه وو چې جنګ ورځ تر بلې اوږدېده او سختېده او بالاخره لا ډېر پېچلی او پراخ شو.

ولسمشر غني چې کله واک ته ورسېد، نو سوله یې خپل مهم لومړیتوب وباله او دغه لومړیتوب ته د رسېدو لپاره یې د جنګ د مخنیوي لارې ولټولې، خو هغه لارې یې تعقیب نه کړې چې د پاکستان په لور ورکږې وې، ځکه ولسمشر غني پوهېده چې د افغانستان پر وړاندې دغه نااعلان شوې او نیابتي جګړه په خپله پاکستان پیل کړې او دا به نهایت سادګي او حتی حماقت وي چې موږ دې له پاکستان څخه د هغې جګړې د ودرولو او ختمولو تمه او هیله ولرو چې د دوی په پلان مخته ځي.

ولسمشر غني د جنګ د ختمولو لپاره لومړی د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکې پیاوړې کړې، هلته د شته فساد ختمولو ته یې مټې را بډوهلې. ولایت په ولایت او قول اردو په قول اردو وګرځېده او خپلو سرتېرو ته یې روحیه او ډاډ ورکړ او هغوی یې په هر لحاظ تمویل او تجهیز کړل.

د دې ترڅنګ یې د سیمې او نړۍ هیوادونه په افغان سوله کې همکارۍ ته وهڅول او ترڅنګ یې دا هم ورته وویل چې د جنګ د پایته رسولو لپاره باید پر افغان وسله والو طالبانو او د دوی په بهرنیو ملاتړو په ځانګړي ډول پاکستان فشارونه راوړل شي.

همدارنګه یې د نړۍ اسلامي هیوادونه هم سره را جرګه کړل او هغوی په اندونیزیا، پاکستان او سعودي عربستان کې د علماو په لویو او بین المللي کنفرانسونو کې په متفق ډول په افغانستان کې روانه جګړه غیر مشروع او فتنه وبلله. د دې ترڅنګ افغان دیني علماو هم د متفقې فتوا په خپرولو سره په افغانستان کې روان جنګ نامشروع وباله او پر وسله والو طالبانو او حکومت یې غږ وکړ چې د جنګ پرځای باید د سولې لاره اختیار کړي.

لنډه دا چې د ولسمشر غني له دغو هڅو وروسته وسله والو طالبانو خپل مشروعیت بایللی او له کومې ورځې یې چې مشروعیت ختم شوی، نو جنګي روحیه یې هم ورسره کمزورې شوې ده او باور دی چې بالاخره به سولې ته غاړه کېږدي.