ولس نور د وحشتونو زغم نه لري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

 

د افغانستان کورنیو او بهرنیو دښمنانو له څلورو لسیزو راهیسې زموږ خلکو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې او د خپلو جنایتونو او وحشتونو په ترسره کولو سره یې په دوی داسې شپې او شیبې راوستلې، که دا حالت د افغانانو پرځای حتی په تیږو هم راغلی وای، نو اوبه شوې به وای، مګر د سخت زړي او بې رحمه دښمن زړه له نه دی سوړ او لا هم هره ورځ زموږ بې ګناه هیوادوال یو او بل ځای شهیدانوي. بې ځایه وژنې کوي او د هیواد په هر ځای کې وحشیانه بریدونه تر سره کوي چې دولت او عام ولس ته پکې زیات مالي او ځاني تاوانونه رسوي.

ولس ته ښایي چې د دغه ازلي او ابدي دښمن پر وړاندې را پورته شي، د ټولو ظلمونو پوښتنه ورڅخه وکړي او د ذرې ذرې حساب ترې وغواړي، سره له دې چې سږکال زموږ د هیوادوالو توقع دا وه چې په هیواد کې مو ارامي او سوکالي رامنځته شي او دا بې ځایه وژنې له مینځه لاړې شي.

د دې ټولو ستونزو باوجود په اوسني او ستونزمن وخت کې خدای تعالی چې په افغانستان خاص لورینه کړې هغه داده چې د ولسمشر محمد اشرف غني په څېر ژمن، خدمتګار، خواخوږۍ او ژمن انسان یې ورباندې لورولی او بیا ولس په خپلې پوهې او درایت همدغه خدمتګار انسان د ولسمشر په توګه انتخاب کړی او دا مهال د هیواد د خدمت عزت او شرف ویاړ لري.

ښاغلي غني تر بل هر څه د ښې واکمنۍ، د ولس د خدمت  او د دښمن د ماتولو لپاره دا ښه وګڼله چې په هر کار کې له ولس څخه مشوره واخیستل شي او د هغوی په مشوره کار تر سره شي. نو بیا مونږه ډېر ژر کولی شو چې دښمن ته ماتې ورکړو.

ښاغلي غني له ملت سره په دې مشوره کوله چې ملت یې درد لیدلی دی. دوی د دښمن له خوا په ډول ډول کارونو ګواښل شوي دي. نو که چېرته له دوی څخه مشوره واخیستل شي. دا به دوه ګټې ولري یو خو به د حل لپاره ډېر ژر اسانه او ښه لاره پیدا کړو او بل دا چې ملت به مو ملاتړی اوسي. او ځان به یو ډول با مسولیته حسابوي. ځکه چې حکومت له دوی سره مشوره کړې او دوی به هم ورسره خپل ملاتړ اعلانو.

همدارنګه د هیواد ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې تاسو کولی شئ له ګاونډیو او د نړۍ نورو هیوادونو سره د افغان سولې لپاره ليدنې وکړئ. او نړۍ وال دې ته مجبوره کړئ چې د افغانستان د سولې لپاره خپلې هڅې وکړئ. ښاغلي غني هم اول له ګاونډیو وغوښتل چې په افغانستان کې جنګ ته د پای ټکی کېږدي او هیواد ته سوله راشي.

د ښاغلي غني له دې ټول هڅو بلاخره نړۍ وال هم دې ته چمتو دي چې په افغانستان کې سوله امن او ارامي راشي. او جګړه پکې د تل لپاره له مینځه لاړه شي. افغان حکومت هم دې ته نيږدې دی چې هیواد ته یې تل پاتې او باعزته سوله راشي. او په یوه ارامه فضا کې خپل ژوند وکړي.