د ډاکټر غني د وخت ملي نصاب ته اړتیا ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
بدمرغه جنګ له موږ څخه هغه عالي او ملي نصاب هم واخیست چې پخوا مو درلود او پایله یې هم سل په سلو کې موثره وه، ځکه د ولسمشر غني په ګډون د هغه مهال زیات متعلیمن د خپل وخت د نصاب ښېګڼې بیانوي او تر اوسني هغه یې په مراتبو غوره بولي
.
نن سبا په افغانستان کې د معارف نظام  او سیستم په لویه کې حکومت، ولس او کورنیو ته د قناعت وړ نه دی، ځکه هم یې کیفیت ټیټ دی، هم نصاب د وخت په معیارونو او غوښتنو برابر نه دی او هم د ښوونکو ظرفیتونه هغسې نه دي روزل شوي چې نورو ته دې په ښه او موثره توګه تدریس وکړای شي، حتی  زده کوونکي د دوی له چلند څخه هم خوښ نه دي، مګر د ډاکټر غني په وخت کې داسې نه وو، ځکه هغه وایي، "عجب ملي استادان وو، هر ځل  چې استقلال او حبیبیه لېسې څخه تېرېږم استادانو ته دعا کوم، سویه ډېره لوړه وه. نصاب ډېر ملي نصاب وو زما د تاریخ د بنیاد ډېره برخه په  مکتب کې کېښودل شوی دی، د افغانستان  تاریخ وو بیا د اسلام، بیا د نړۍ تاریخ وو او دا سلسله هر درې کاله وروسته تکرارېده. ښوونځی په دري وو، څلورم صنف نه مو مقالې لیکلې او شپږم کې مو داسې مقالې لیکلې چې  په راډیو کې مو لوستلې. په طبعي علومو کې مو لابراتوار نه درلود مګر  د الجبر او هندسې  سویه ډېره لوړه وه.  رښتیناني معلمان وو.
د افغانستان پخوانی ښوونیز نصاب دومره ملي وو چې له دوه نیمې لسیزې جلا وطنۍ وروسته یې هم د هغه وخت متعلمین دېته مجبور کړل چې باید بېرته هیواد ته راشي او د خپلو خلکو خدمت وکړي، یو هم له دغې ډلې څخه اوسنی افغان ولسمشر محمد اشرف غني دی. هغه وایي د سپمتبر له پېښې وروسته چې د کرزي صاحب په وخت کې بېرته افغانستان ته راغلم، نو په هوایي ډګر کې بهرني ژورنالیست رانه پوښتنه وکړه چې په بهر کې دې د ژوند ډېر امکانات او ښې دندې پرېښودې او وران او جنګ ځپلي افغانستان ته راغلې، خو ولې؟
ویل ما ځواب ورکړ، چې د څلورم صنف تاریخ کتاب او د تاریخ استاد مې بېرته راوستلم، ځکه هغه چې کوم حب وطن را زده کړی و، نو همغه مجبوره کړه چې باید هیواد ته مې راشم او هیوادوال مې له دغه اوسني ستونزمن حالت څخه وباسم. افغانستان له څلور لسیزو جنګ وروسته دغسې ملي ښوونیز نصاب ته اړتیا لري، تر څو زموږ ځوانانو ته د وطن پالنې رښتینې مینه ور زده کړي.
اوسني ځوانان دا هر څه ځکه په ښه توګه زده کولی شي، چې دوی ته د زده کړې ښه امکانات برابر دي او له همدې امله ډاکټر غني  په افغانستان کې له ځوان نسل څخه څو برابره زیاته وړتیا غواړي، هغه وایي:  "نوي نسل کې له ځانه لس چنده زیات استعداد غواړم، ځکه دوی ته ښه زمینه برابره ده. هغه وخت ټول افغانستان کې څو زره کتابونه وو اوس دوه سوه زره کتابه دي. د انټرنیټ او نورې اسانتیاوې هم شته، نو زه غواړم چې یو نوی نسل وګورم چې د سیمې او نړۍ په کچه وځلېږي او زه باور لرم چې داسې نسل به راشي."