اشرف غني ولې د ګندمک خبره کوي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: محمدروښان ښاد

اشرف غني په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې هیڅ قدرت ورباندې د ګندمک معاهدې غوندې سند لاسلیک نشي تحمیلولی. د ګندمک معاهده په ۱۸۷۹ میلادي کال کې امیرمحمدیعقوب خان او د برتانوي هند استازي په کابل کې لاسلیک کړه. د دې معاهدې

له مخې برتانوي هند د کابل د پاچا د بهرني سیاست کې د ویټو حق درلود. برتانویان په ۱۸۷۸ کال کې دې پایلې ته ورسېدلي وو چې شاید د کابل د سلطنت د وخت پاچا امیرشېرعلي خان د روسانو په متحد بدل شي. د کابل امیر سره ټینګ اتحاد د برتانوي هند له مهمو امنیتي موخو څخه یوه وه. هغه مهال برتانویان په دې باور و چې که په کابل کې یې متحد حاکم نه وي، د برتانوي هند د غربي او شمالي سرحدونو امنیت ته خطر پېښېږي. هغوی په ۱۸۷۸ کال کې کله احساس کړه چې امیرشېرعلي خان تزاري روسیې سره  اتحاد ته تمایل لري کابل ته یې لښکر کشي وکړه او د امیرشېرعلي خان زوی امیرمحمدیعقوب خان یې د کابل د سلطنت پر تخت کېناوه او د ګندمک معاهده یې ورباندې لاسلیک کړه. امیرشېرعلي خان مزار ته لاړ او هلته وفات شو.  

له پخوا راهیسې په کابل کې د سیاسي حلقو ترمنځ دا باور شته چې پاکستان هغه مهال په افغانستان کې د جنګ پایته رسولو سره مرسته کوي چې کابل د ګندمک سند ته ورته سند له اسلام اباد سره لاسلیک کړي. دا موضوع یو وخت افغانستان پېژندونکي امریکایي بارنت روبین هم مطرح کړه. روبین یوازې افغانستان پېژندونکی نه دی. هغه په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت لپاره کار کاوه او د ریچارد هالبروک سلاکار و. هالبروک هغه مهال د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما ادارې ځانګړی استازی و.

۲۰۱۰ کال په واقعیت کې د افغانستان په اړه د لویو چنو وهلو کال و. هغه مهال د امریکا جمهوررئیس اوباما تصمیم ونیوه چې پر طالبانو د نظامي فشار زیاتولواو مذاکرې ته د راضي کولو لپاره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر زیات کړي. سیا یا د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان د پاکستان پر قبایلي سیمو د بې پيلوټکه الوتکو بریدونه زیات کړل. د دې ترڅنګ ریچارډ هالبروک او بارنت روبین کوښښ کاوه چې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره د مذاکرې په مېز کېني او همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو بهیر اسانه کړي.

اوباما د امریکایي ځواکونو د زیاتوالي ترڅنګ اعلان کړی و چې د ۲۰۱۱ کال له جولای څخه به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پیل کړي. هغه مهال دا باور په سیمه کې موجود و چې د امریکایانو له وتلو وروسته د  د احتمالي ګډوډي مخه باید په پخلاینه ونیول شي. د هالبروک ترلاس لاندې کسان بریالي شول چې په ۲۰۱۰ ،۲۰۱۱ او۲۰۱۳ په المان او قطر کې د طالبانو استازو سره مذاکره وکړي. بارنت روبین دغو مذاکرو ته زمینه برابرولو کې مهم رول درلود. امریکا هغه مهال درک کړې وه چې د دې مذاکرو په زمینه سازۍ کې یې مهم رول درلود. امریکا هغه مهال درک کړې وه چې پاکستان له طالبانو سره د امریکایي ډيپلوماتانو د مذاکرې د سبوتاژ کولو توان لري، په همدې دلیل هغوی له پاکستان سره همغږي وکړه.

د پاکستان د هغه وخت لوی درستیز اشفاق کیاني امریکایانو ته ډېر واضح ویلي و چې راولپنډۍ د لوی امتیازونو د ترلاسه کولو په بدل کې حاضر ده چې له واشنګټن سره له طالبانو سره په مذاکره کې او په افغانستان کې همکاري وکړي. سټيف کول د ایس ریاست په حواله جنرال کیاني د پاکستان وړاندیزونه په دې جلا سندونو کې په مکتوب ډول تنظیم کړل او امریکا ته یې واستول. کول د هالبروک په قول لیکلي چې پاکستان د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د هند او امریکا ترمنځ د هستوي همکاریو د یوې معاهدې د لاسلیکولو غوښتونکی دی. د هند او امریکا د همکاریو موافقتنامه د بوش په وخت کې لاسلیک شو. اسلام اباد همدارنګه له امریکا غوښتي و چې امریکا ته د پاکستان په صادراتو مالیه وانخلي او د پاکستان پوځ ته د امریکا دفاعي نظام ته د لاسرسي حق ورکړي، تر څو د پاکستانیو په وینا د اسیا جنوب کې نظامي توازن ایجاد شي. پاکستانیانو هغه مهال امریکایانو ته ویلي و متحده ایالات باید د کشمیر قضیه کې هم د هند او پاکستان تر منځ منځګړتوب وکړي. د اوبو منابعو ته لاسرسی، د هند له نفوذ خوندي افغانستان او د هستوي توان پیاوړتیا هغه موضوعات و چې پاکستان امریکا ته د د اسلام اباد د امنیتي او ستراتیژیکو لومړیتوبونو په توګه ورکړي و.

پاکستان همدارنګه  په ۲۰۱۰ کال کې  حامد کرزي ته هم مراجعه کړې وه او له هغه یې غوښتي و چې د هند د نفوذ د پایته رسولو، د افغانستان پر طبیعي منابعو د چین انحصار او د پاکستاني افسرانو له لوري د افغانستان د امنیتي ځواکونو د یوې برخې روزنې په بدل کې حاضر دی چې د ارګ د سولې د کوښښونو ملاتړ وکړي. په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د وخت لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني او  لوی درستیز اشفاق کیاني د پاکستان غوښتنې په لیکلي او مفصل ډول د حامد کرزي په واک کې ورکړې. جالبه دا وه چې په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان پوځ له امریکا او افغانستان څخه د خپلو غوښتنو فهرست په لیکلي او ډېر مفصل ډول جلا دواړو هیوادونو ته ورکړ. له حامد کرزي څخه د جنرال کیاني او یوسف رضا ګیلاني د غوښتنوپه اړه ډاکتر رنګین دادفر سپنتا او امرالله صالح په ډېر تفصیل لیکلي. 

داسې ښکاري چې نن همغه غوښتنې په یو ډول مطرح دي. پاکستان به د امتیاز له ترلاسه کولو پرته له امریکا سره همکاري ونه کړي. په قطر کې د طالبانو استازي پلاوي کوښښ کاوه چې له پاکستان مستقل له امریکا سره مذاکره وکړي، اما پاکستانیانو هم د قطر په وروستیو مذاکراتو کې حضور درلود او هم د اماراتو.  مانا دا چې امریکا نه دي غوښتي پاکستان په دې مذاکراتو کې منزوي کړي. داسې نه ښکاري چې پاکستان له امریکا څخه د امتیاز له ترلاسه کولو پرته له واشنګټن سره همکاري وکړي. پاکستاني مقامات پرلپسې په رسنیو کې وایي چې هغوی د طالبانو مشران له امریکا سره د مذاکراتو مېز ته راوړي. د امریکا او پاکستان تر منځ په چنو وهلو کې حتماً اسلام اباد له متحدو ایالتونو څخه امتیازات غوښتي دي.

که طالبان له افغانستان سره په هر ډول د جنګ د پایته رسېدو توافق ته ورسېږي او د سولې او ملي وفاق میثاق لاسلیک کړي، اړتیا ده چې پاکستان حداقل هغه تخریب نه کړي. پاکستان په افغانستان کې د ملي پخلاینې د کوښښونو د نه سبوتاژ کولو په بدل کې له افغانستان څخه هم همغه امتیازونه غواړي چې جنرال کیاني په ۲۰۱۰ کال کې غوښتل. بارنت روبین له کابل څخه د کیاني غوښتنې د ګندمک معاهدې ته ورته بللې وې. د اشرف غني له خبرو ښکاري چې احتمالاً پاکستان یا نورو هیوادونو تقاضا کړې چې د اسلام اباد همغه د ۲۰۱۰ کال پر غوښتنو باید غور وکړي. احتمال شته چې پاکستان په افغانستان کې د سولې بهیر د ملاتړ په بدل کې چې امریکایان یې ترسره کوي له افغانستان څخه هم امتیاز وغواړي یا یې شاید غوښتی وي. غوره ده چې د افغانستان سیاسي صنف پر دې مسایلو بحث وکړي. حکومت هم باید په دې اړه د افغانستان خلکو ته مفصل معلومات ورکړي او پر عمومیاتو بسنه ونه کړي.