طالبان ولې خپل پسرلني عملیات په ځنډ اعلان کړل؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحمانيطالبان ولې خپل پسرلني عملیات په ځنډ اعلان کړل؟

سږکال د پسرلي په لومړیو کې چې طالبانو خپل پسرلني عملیات اعلان نه کړل ، ډېری افغانان ، سیاسیون او حکومت په دی نظر وو چی ډیر امکان شته چی طالبان دا ځل سوله وکړی ځکه د ژمي په موسم کې هم له یوې خوا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې طالب جنګیالي سخت وځپل

او له بل لوري دوی له امریکایي پلاوي سره د سولې څو پرلپسې ناستې وکړې. له بلې خوا پر پاکستان نړیوالو او امریکا ډېر فشار راوړی وو، تر څو طالبان د خبرو مېز ته راکش کړي .

امریکا هم هیله مندی ښودلې وه چې شاید طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي، خو طالبانو له ډېر ځنډ وروسته د الفتح په نوم خپل پسرلني عملیات اعلان کړل ، د زبیح الله مجاهد له لوری چی د طالبانو ویاند په خپره شوی خبر پاڼه کی راغلی و چی د هیواد له ډیرو سیمو څخه بهرنی ځواکونه وتلی خو بیا هم په هیواد کی ځینی بهرنی هیوادونه او د دوی سیاسی فعالیتونه دوام لری چی په همدی موخه موږ دغه عملیات اعلانو. مګر د دوی دا عملیات په ملي او بین المللي کچه سخت وغندل شول .

د طالبانو له لوری د پسرلنی عملیاتو د ځنډیدو یو عمده لامل دا ده چی دوی یی پر نوم ستونزه درلوده ځکه هر ځل چی طالبان خپل پسرلنی عملیات اعلانوی نو دوی یی پر خپل لوړپوړی شخص یادوی او د هغه په نوم پسرلنی عملیات پیل کوی لکه عمری عملیات چی د ملا محمد عمر په نوم یی یاد کړی وه ، دا ځل د حقانی زوی پر دی باور وهچی پسرلني عملیات به زما د پلار (جلال الدین حقانی) په نوم اعلانوي خو داسی ونه شو چی په همدی هدف د (خالد) په نوم د پسرلنیو عملیاتو پر سر د ځینو طالبانو تر منځ اختلافات رامنځ ته شوی دی .

بل خوا د افغانستان ګاونډی هیوادونه پاکستان او ایران هم نه غواړی چی په افغانستان کی تل پاتی سوله راشی ځکه پاکستان داسی سوله غواړی چی د دوی ګټی پکی خوندی وی او هر څه د هغوی په خوښه وشی ، پاکستان په ښکاره وایی چی باید په افغانستان کی موقتی حکومت رامنځ ته شی ، لدی معلومیږی چی پاکستان نه غواړی ډاکټر اشرف غنی په واک پاتی شی ځکه دوی پر دی باور دی که اشرف غنی راتلونکو انتخاباتو کی بریالی شوه نو پاکستان او ایران به د اقتصاد تر څنګ وچکالی هم وځپی .

عام افغانان پر دی نظر دی چی د طالبانو له لوری د پسرلنیو عملیاتو اعلانول پدی معنی دی چی دوی سولی ته ترجیح نه ورکوي، بلکې دوی جګړه غوره ګڼي خو افغان دولت او ناټو طالبانو ته په ځواب کی وویل چی موږ تاسو ته د سولی دروازی پرانستلی خو تاسو د جګړی لار غوره کړه دا چی تاسو جګړه غوره ګڼی موږ هم جګړی ته اماده یوو .

افغان حکومت او عامو افغانانو طالبانو ته د سولی لپاره ډیر وړاندیزونه وکړل خو بیا هم طالبانو ونه منله او د جګړی لار یی غوره کړه، مګر افغان دولت لا وار دمخه د هیواد دفاع په موخه جګړې ته چمتووالی لري.