موقت حکومت څوک او ولې غواړي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

 

پاکستان تل په افغانستان کې داسې حکومتونه غوښتي چې د دوی تر لاس لاندې وي او ګټې یې خوندي کړي، دا ځل هم د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لمړي وزیر د موقت حکومت  د جوړیدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي په افغانستان کې اوسنی نظام له طالبانو سره د سولې په خبرو کې خنډ دی که په افغانستان کې لنډ مهاله اداره رامنځ ته شي نو ډېر ژر به دغه اداره په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې هم مدیریت کړي .

پاکستان چې د افغانستان پر ضد ناعلان کړې جګړه پیل کړې او وسله والو ډلو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی او هره ورځ یې په افغانستان کې جنګ، انتحار او انفجار ته لمسوي، نو ځکه یې د لومړي وزیر دغه ډول څرګندونې د حیرانتیا وړ نه دي. د پاکستان لمړی وزیر تر څنګ په افغانستان کی ځینو اشخاصو هم ویلي چې باید په افغانستان کې لنډمهاله حکومت رامنځ ته شي تر څو شفافه انتخاباتو ته لار هواره شي . دا عموماً د هغو کسانو لپاره یوه پلمه ده چې په ټاکنو کې له خپلې بریا څخه نهیلي دي او یا یې ټول فکر یوازې او یوازې واک ته د ځان په رسولو ور ټول دی.

د عمران خان وروستی څرګندونې د ډیرو افغانانو له غبرګون سره مخامخ شوي او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کی په ښکاره ډول مداخله بللې، مګر تر هغو چې افغانان یو لاس نه شي او واحد دریځ اختیار نه کړي، نو هر څوک به یې د سرنوشت په اړه دغه ډول غیرمسوولانه څرګندونې کوي.

په افغانستان کې د ولسمشر غني په مشرۍ اوسنی نظام پاکستان د ځان په  تاوان بولي،ځکه افغان حکومت تصمیم نیولی چې په راتلونکي کې خپلې اوبه مهار کړي، تر څو د بریښنا او زراعت په برخه کې ترې ګټه پورته کړي او د دې ترڅنګ یې د پاکستان اصلیت چې افراطیت او د تروریزم پالنه او صادرول دي له هغه څخه پرده پورته کړې او ټولې نړۍ ته یې رسوا کړی دی، ځکه نو پاکستان د افغانستان په ځانګړي ډول د ولسمشر غني پر وړاندې نهایت عقده یي شوی دی او په هر قېمت چې وي له صحنې څخه د هغه د وېستلو هڅه کوي، مګر دا کار به ورته اسانه نه وي.

پاکستان ځکه د موقت حکومت د جوړیدو غوښتنه کوی چی د دوی په خوښه حکومت رامنځ ته شی تر څو یی دلته خپلی ګټی خوندی وی . که د لنډمهالی حکومت تیرو تجربو ته وګورو ، نو لنډمهاله حکومت نه د هیواد او نه هم د افغانانو په ګټه ده ځکه د حکومت ټولی چاری له سره پیل کیږی د دی امکان هم شته چی د لنډمهاله حکومت په دوران کی هغه اشخاص واک ته ورسیږی چی په افغانانو یی ظلمونه کړی وی او د ظلمونو په نتیجه کی به افغانستان له یو بل کړکیچن حالت سره مخ شي .

په افغانستان کی د حکومت د جوړیدو تصمیم نیول یواځی د افغانانو کار ده ځکه افغانان نه غواړی چی په افغانستان کی داسی یو شخص حاکم شی چی د افغانانو په وینو لوبی وکړی بلکی دوی د ازادو ټاکنو له لوری داسی یو حکومت غواړی چی د افغانستان د ترقی ، ابادی او عامو افغانانو لپاره کار وکړی .