د ټاکنیزیو کمېسیونونو کمیشنرانو ته د ولسمشر غني سپارښتنې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

اېمل پیاوړی

د روان کال د کب په ۱۳ ولسمشر غني په چهار چنارماڼۍ کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو کمیشنرانو او غړو د معرفي په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، "په تېرو پارلماني انتخاباتو کې چې کومې ستونزې رامنځته شوې، خصوصاً د نتایجو د اعلان په برخه کې، دغه وضعیت ته په کتو سره د دې ضرورت پيدا شو چې نه یوازې د دواړو انتخاباتي کمېسیونونو په ترکیب کې اصلاحات رامنځته شي؛ بلکې د انتخاباتو قانون دې هم تعدیل شي."

له همدې امله د یاد قانون له تعدیل وروسته نوي کمیشنران معرفي شول. مګر دا کار سیاسي ګوندونو، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو او متخصصینو سره په ګډه سلا د یوې کاملې سیاسي اجماع په پایله کې ترسره شو.  د همدغې اجماع په پایله کې د نوي قانون سره سم د دواړو کمېسونونو لپاره کمیشنران اود دارالانشاء رئیسان وټاکل شول.

دغه ټاکنه د هغه لېست په اساس وشوه چې د ټولو سیاسي ګوندونو او انتخاباتو باندې د څار د ټولو بنسټونو له خوا ترتیب شوی و، د جمهوري ریاست د ټاکنو ټولو کاندیدانو یادو کسانو ته رایه ورکړه او په نتیجه کې یې نوي کمیشنران معرفي شول.

 ولسمشر غني په ټینګار سره وویل، "د دې لپاره چې له وظیفې څخه د ناوړه استفادې او فساد مخه ونیسو، دواړه کمېسیونونه باید خپلو منځو کې سره کېني او د کمشنرانو د قرنطین یو مشخص میکانیزم جوړ کړي."

همدارنګه یې د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو کمیشنرانو ته لارښوونه وکړه چې تر دوو ورځو پورې به دوی خپل نوي رئیسان ټاکي، دواړه کمېسیونونه به نه یوازې د جمهوري ریاست انتخاباتو، بلکې د ولایتي شورا ګانو، د غزني ولایت ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو لپاره هم امادګي نیسي او د دې تر څنګ باید دوی د پارلماني ټاکنو د پاتې نهايي نتایجو فیصله هم ژر تر ژره وکړي چې د دواړو کمېسیونونو دغه کار به د افغانستان ځورېدلي ملت ته د دوی لومړۍ او مهمه ازموینه وي.

ولسمشر غني د ټاکنیزو کمېسیونونو کمیشنرانو ته په صراحت سره وویل، تاسو ته ډېره لویه او مهمه دنده در وسپارل شو او له دې امله مو د قانون مطابق اوس استقلال محدودېږي. په دې مانا چې له دې وروسته به له سیاسي ګوندونو سره خپلې اړیکې نه پالۍ،او لکه څنګه مو چې په خپلو څرګندونو کې ژمنې وکړې چې د ټاکنو پروسې د ښه ترسره کېدو، مدیریت، شفافیت او قانونیت په برخه کې به خپلې هڅې نه درېغوئ، نو هیله ده په خپلو ژمنو عمل وکړئ،  ځکه که د بې طرفۍ اصل ونه ساتئ، نو ستاسو دا کار له قانون سره په ټکر کې او جرم ګڼل کېږي.

ولسمشر غني له هغوی څخه وغوښتل چې په اعلان شوې نېټې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره باید بشپړ چمتووالی لري او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د امنیت په برخه کې د هیواد ویاړلي ځواکونو او د ټاکنو د پروسې د ښه ترسره کېدو لپاره ټولې حکومتي ادارې به دواړو کمېسیونونو سره همکاري دي او همدارنګه به حکومت ټولې لازمې اسانتیاوې درته برابرې کړي. هغه زیاته کړه، کمیشنران باید پر کمېسیونونو د ولس مطلق اعماد ته درناوی وکړي.