امریکا دې پر موږ احسان نه کوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

امریکا دې پر افغانانو احسان نه کوي او نه هم د دې حق لري، ځکه د شوروي له ماتې وروسته یې موږ یوازې  اوناوړه ګاونډیانو ته پرېښودو. له همدې امله زموږ جنګ دادی څلوېښت کاله ادامه پیدا کړه.

بالاخره د همدغو جنګونو بدبخیتو په پایله کې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شو او کله چې بین المللي تروریستانو په افغانستان کې ځالې جوړې کړې او پر امریکا یې د برید پلان تطبیق کړ، نو امریکا وقهرېده او افغانستان ته راغله، نو امریکا حق نه لري چې پر موږ احسان وکړي، ځکه امریکا زموږ د امنیت له غمه نه ده مړه، بلکې عسکر یې د خپل امنیت لپاره دلته پراته دي

.

بله خبره داده چې امریکایي عسکر اوس د جنګ مدیریت په لاس کې نه لري او نه هم د ترهګرو پر وړاندې جنګېږي. جنګ زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه کوي، دوی یې یوازې د روزنې او مشورې ورکولو په برخه کې همکاري کوي.

امریکاد خپلواک قدرت او نړیوال ځواک په توګه د افغانستان د پرېښودو اختیار لري، لکه د شورویانو له وتلو وروسته یې چې موږ یوازې پرېښودو، خو که امریکا په دې حال کې بیا هم موږ پرېږدي، نو دا به د دوی د بې شرمانه ماتې مانا ولري، ځکه دوی چې له کومې موخې پسې راغلي وو هغه موخه لا هم نه ده ترلاسه شوې.

امریکا د دې لپاره افغانستان ته راغلې وه چې ترهګر وځپي او له منځه یې یوسي، مګر تروریزم لا هم په قوت سره موجود دی چې دوی سیمې او نړۍ ته هر وخت خطر او تهدید پېښولی شي. امریکا حق نه لري چې په دغسې وضعیت کې افغانستان یوازې ترهګرو ته پرېږدي، دوی به نور خو لا څه کوې چې حتی خپلو خلکو ته به هم ځواب ونه لري.

که امریکا په افغانستان کې خپل زیات لګښتونه د خپلو وتلو لپاره پلمه ګرځوي، نو د دې اسانه لاره داده چې د خپلو لګښتونو په راکمولو دې فکر وکړي. د بېلګې په توګه دا مهال امریکا په خپل هر سرتېري یو میلیون ډالر د کال لګښت کوي، دوی کولای شي چې د دې لس هومره کم مصرف په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وکړي چې هم به یې مصرف کم وي او هم به یې د کار موثریت زیات شي، ځکه د ترهګرۍ ضد مبارزه اوس د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په غاړه ده.

باثباته افغانستان اوس یوازې د سیمې لپاره نه، بلکې د امریکا، اروپا او نورو ځایونو د امنیت د تامین لپاره مهم دی، ځکه موږ تېر ځل هم ولیدل چې ان له دې ځایه پر امریکا برید وشو. موږ وینو چې ترهګرو یو تر بله سره شبکې فعاله کړي او اړیکې ځغلولې دي، نو امریکا باید د دغو ترهګریزو اړیکو او شبکو په خنثی کولو او له منځه وړلو کې فوق العاده همکاري وکړي.

افغانستان او امریکا په خپلو کې څو اړخیز تړونونه لري، دغو تړونونو ته په کتو هغوی باید افغانستان ترهګرو او یا هم ګاونډیو هیوادونو ته پرېنږدي، ځکه خدای مکړه له دې سره به یو ځل بیا په افغانستان کې یو بل بحران ایجاد شي، داسې بحران چې زیان به یې سیمې او ټولې نړۍ ته خطر او تهدید متوجه کړي.