سوله زغم او تدبیر غواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

سوله چې د خدای(ج) امر دی او د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمد(ص) تل خپلو پیروانو ته دا امر کړی چې تاسو تل په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړئ، تر بل هر څه د اسلام او سولې لار غوره کړئ. د خپل مسلمان ورور خیر وغواړئ، هغه چې ناپوه وي ورته سمه لارښوونه وکړئ.

د افغانستان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني چې کومې وعدې د کمپاینونو پر وخت له هیواد والو سره کړې وې، چې د کامیابۍ نه بعد به مې لومړۍ عملي ګام د سولې ګام وي، ښاغلي غني وویل چې افغان ولس تل خپل ټول ژوند په تورو تیارو، جنګونو او ناامنیو کې تېر کړی او مونږ ټولو ته دا پکار دی چې اوس خپل ولس له دغه کرغېړن حالات څخه وژغورو.

ښاغلي غني د سولې په برخه کې له ولس سره خپلې کړې وعدې تر ډېره تعقیب کړې دي او لا یې هم په دې برخه کې هڅې جریان لري. هغه هڅه کوي چې وطن ته باعزته او تلپاتې سوله راولي. هغه د سولې لپاره پلان او منظمه لار نقشه لري، په پوره تدبیر مخته روان دی او ټول احتمالي خطرونه یې نه یوازې درک کړي بلکې د مدیریت لپاره یې هم فکر کړی دی، له همدې امله په دې برخه کې عاطفي، احساساتي او عاجلانه اقدامات نه کوي. 

     مونږ افغانانو ته پکار ده چې د افغانستان راتلونکی په احتیاط او تدبیر سره په نظر کې ونسیو او د سولې له پروسې مدیریریت وکړو او مونږ ته تر بل هر څه مهم د سولې مذاکرات دي. او باید په پوره توګه ترې نه ملاتړ وکړو او هر ډول ځاني او مالي ستونزو څخه ورته تېر شو. تر څو مو هیواد له پردیو لاسوهنو او د ترهګرو له ورانکاریو څخه وژغورو. ځکه سوله زغم او قرباني غواړي، دغې قربانۍ ته باید ټول چمتو واوسو.

افغان حکومت تل پرته له کوم قید او شرطه د سولې له پروسې هرکلی کړی. طالبانو ته یې تل ویلي چې راشئ له حکومت سره د خبرو لپاره حاضر شئ. هغه دلایل ورته روښانه کړئ چې ستاسو د سولې مخه یې دب کړې او ستاسو زړونه نه مني چې سوله وکړئ. د دواړو له مینځه چې کومه ستونزه ده هغه ته به د حل لاره پیدا کړي او افغان حکومت پرته له کوم شرطه به ستاسو غوښتنې ومني.       

افغان حکومت همدا غوښتل چې د نړۍ هیوادونه باید د افغان سولې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتووالی ونسیي، او د نورو په اوازو او ګونګوسو پسې لاړ نشي، ځکه ځینې ګاونډي هیوادونه کوښښ کوي چې افغان سوله لومړی سبوتاژ کړي او که یې سبوتاژ نشوه کړای، نو داسې درزونه په کې ایجاد کړي چې له امله یې افغانان بیا سره وپاشي.

اوس چې افغان حکومت ته د سولې  دا چانس په لاس ورغلی زیاتره هیوادونو د سولې لپاره غاړه ایښې ده او پوره هڅه کوي چې دا ځل به سوله راځي. یوازې طالبان لا هم له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته نه حاضرېږي، خو پر طالبانو هم د نړۍ والو زور دی باید طالبان هم د سولې لاره غوره کړي. که چېرته یې غوره نه کړي له ګڼو ستونزو سره به مخامخ شي.