دښمن مو لا هم په ارامه نه پرېږدي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

د افغانستان دښمن تل دا هڅه کوي چې په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي. د دې لپاره داخلي ځري لري. دغه افراد، ډلې او ټپلې هڅه کوي  چې د خپل بهرني بادار په لمسون په هیواد کې دننه د قوي نظام، مرکزي حکومت او د اصلاحاتو بهیر پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي، مګر د ولسمشر غني د تینګې ارادې او عزم پر وړاندې به دوی ونشي درېدلی او که د ودرېدو جرئت وکړي، نو د قانون له مخې به محاکمه شي.

ګاونډي هیوادونه خصوصاً ایران او پاکستان نه پرېږدي چې افغانستان پر خپلو پښو ودریږي. دوی هم وسله وال طالبان په افغانستان کې جګړې ته لمسوي او هغوی ته امکانات برابروي او هم یې تر څنګ د ساړه جنګ او منفي تبلیغاتو له لارې د عامه اذهانو د خرابولو او ګډوډولو هڅې کوي. نن سبا په خواله رسنیو کې ګورو چې  د پاکستان د سرسخته دښمن اسدالله خالد په اړه دوی له کوم سند او ثبوت پرته بېلابېل تورونه لګولي.

سره له دې چې په دې ټولو کارونو کې د ګاونډیو هیوادونو او په خاص تور د پاکستان لاس دی، مګر افغانان اوس تر بل هر وخت زیات هوښیار او بیدار دي او د دښمن په دغه ډول ناوړه تبلیغاتو نه تېروځي.

پاکستان په افغانستان کې د هر ښه کار، ابادۍ او پرمختګ پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي او هر ځل چې  د افغان سولې غږ شوی پاکستان پکې لغتې وهلي وي. او افغانان یې دې ته نه دې پریښي چې خپل وطن اباد کړي، مګر که وسله وال طالبان د پاکستان له غېږې د خپل وطن غېږې ته پناه راوړي او له جګړې لاس واخلي، نو باور دی چې پاکستان به په افغانستان کې د دغه ډول ناوړه برنامو د تطیق وس ونه لري.

اسدالله خالد چې  کلونه دمخه د غزني والي و، ده به ویل، د پاکستان هر دښمن ته باید دوست او هر دوست ته دښمن وویل شي. له هغه وخته پاکستان د اسدالله خالد دښمن دی او تر نن ورځې یې ورته همغه کینه په زړه کې اچولې، نه پریږدي چې اسدالله خالد دې یو ځل بیا د واک خاوند شي او پاکستان دې یو ځل بیا له ستونزو سره مخامخ کړي. پاکستان له دې څخه په وېره کې دی چې اسدالله خالد به یې د ورانکاریو او توطیو مخه ډب کړي، ځکه یې نو په هغه پسې رااخیستې او منفي تبلیغات کوي.

اسدالله خالد چې له کومې ورځې څخه د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی نو د هغه کړنو او ویناوو په افغان ملي وسله وال پوځ کې نوې ساه پوه کړې او تر پخوا زیات تحرک په کې ایجاد شوی دی. داسې تحرک چې د طالبانو او ترهګرو په ګډون پاکستان او د افغانستان ټول دښمنان ورڅخه په وېره کې دي.

کله چې دې وطن ته سوله راشي، جنګونه او شخړې له منځه ورک شي او ټول افغانان یو لاس وي او د هیواد د ابادۍ لپاره سره متحد شي، نو پاکستان څه چې د نړۍ د هیڅ زبرځواک وس به پرې بر نشي، نو مونږ باید اول خپله خپل ځانونه جوړ کړو او بیا خپل هیواد جوړ کړو. دښمن مو دېته نه پرېږدي خو که په تدبیر او عقل چلند وکړو او مخته لاړ شو، نو دښمن به مو نهیلی او بې وسه شي.