سوله د افغانانو تر ټولو لویه هیله

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

د تېر ۲۰۱۸میلادي کال  په وروستۍ میاشت کې د افغان سولې   لپاره خبرې ډېرې چټکې روانې وې،یو شمیر بهرنیو هیوادونو هم له افغان حکومت سره د سولې په تړاو ټینګه وعده وکړه چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې به افغانستان د تلپاتې سولې شاهد وي او ټولې هغه ښکېلې ډلې چې د افغانستان په ناامني کې لاس لري سولې ته به غاړه ږدي.


د افغانانو په خوله  تل د سولې کلمه وي. اوږدو جنګونو دوی سخت ځپلي، د نورو دربدریو زغم او تاب نه لري،  ستره هیله یې هم همدا ده چې په افغانستان کې دې د تل لپاره ارامي راشي، چې نور مو هیواد له دغه بد حالت څخه ووځي او په یوه ارامه فضا کې خپل باقي ژوند وکړي.

د جنګ له امله نه بهر مېشتي او نه هم په وطن کې استوګن هیوادوال ښه ژوند لري. ناامنۍ له افغانانو د ژوند ارام او خوښۍ اخیستې. په جنګ کې ښکېلې خواوې دې د دوی هیلې درک کړي. د سولې لاره دې اختیار کړي. طالبان دې د ولسمشر غني د سولې بلنه ومني. ځکه سوله هم الهي امر دی او د افغانانو تر ټولو لویه هیله ده.

د افغانستان وګړي وایي چې په افغانستان کې سوله او ارامي راشي یو خو به مو خپل بچي په کور شي او بل به مو هیوادوال د هیواد دننه په خونړیو بریدونو کې خپل ژوند د لاسه نه ورکوي، او هغه ښکلي ځوانان مو چې تېراېستل شوي او د جګړې لیکو ته جذب شوي دي، هغوی به بېرته عادي ژوند ته ور وګرځي. د جګړې پرځای به د سولې لاره اختیار کړي. هغوی به خپل باقي ژوند له خپلې کورنۍ سره په خوښیو او خوشحالیو کې تېر کړي. هر یو به په ډاډه زړه له کوره خپل کار او بار ته ځي او په ډاډه زړه به بېرته خپلو کورونو ته ستنیږي.

د سولې خبرې هر ځل شوي دي، خو هغسې چې ولس یې هیله لري پایته نه دي رسېدلی، خو دا ځل افغانان تر بل هر وخت ورته زیات خوشحاله او لېواله دي، او په دې باوري دي چې دا ځل به په افغانستان کې سوله راځي. دوی له ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد نه ډېر خوشحاله دي او د سولې په پروسه کې د دوی هلې ځلې ستایلي دي او د سولې راتګ افغانستان ته  د افغانانو خوب په واقیعت  بدلول دي.

تر دې دمخه د سولې نوم هم چا نه اخیسته، د ټولو ټینګار په جنګ وو، مګر په وروستیو څلورو کالو کې ولسمشر غني د سولې له زیات تکرار سره سوله د افغانانو په زړه او ذهنونو کې کېنوله او سولې ته یې د هغوی هیلې زیاتې کړې. ولسمشر د سولې ټینګه اراده لري، خو درېغه چې وسله وال طالبان لا هم د پردیو په لمسون د سولې بلنې ردوي.

د افغانستان د سولې په راوستلو کې باید هر افغان ونډه واخلي او د سولې دغه چانس له لاسه ورنکړي له خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ودرېږي او ورسره مرسته وکړي.د سولې په راوستلو کې باید عملي هلې ځلې نورې هم زیاتې شي.