د قانوني د څرګندونو څو اړخیزه ګټه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 محمدروښان ښاد

د جمعیت اسلامي د غړي محمدیونس قانوني تازه خپره شوې ویډیو او په دغه ویډیو کې د نوموړي څرګندونې، سپارښتنې او سلا مشورې د افغانستان او افغانانو لپاره څو اړخیزې ګټې لري.

د دغو څرګندونو تر ټولو لومړۍ ګټه داده چې د جمعیتیانو اصلیت یې ټولو ته په ډاګه کړ. اوس نو باید ټول له زړه دا ومني چې جمعیتیان د دې وطن ازلي دښمنان دي. دوی هیڅ وخت افغانستان نه غواړي او نه هم د دې وطن لپاره کومه برنامه لري، دوی په افغانستان یوازې سوداګري او معامله ګري کوي او شپه ورځ یې د دې لپاره یوه کړې چې څنګه په دغو معاملو کې خپل ګوند، قوم او ځانونه وپالي

.

له دې وروسته باید په جمعیتیانو هیڅ ډول باور ونشي، د دوی په لفاظۍ، نمایش او تېراېستونکو ویناو او څرګندونو څوک ځان غلط نه کړي. د جمعیتیانو شناخت او معرفت ښاغلي قانوني په ډېر ښه ډول وړاندې کړ. دوی لګیا دي چې د افغانستان له جنګ ځپلي وجود او د ټاکنو له برخلیک ټاکونکې او ملي پروسې لپاره څنګه د پیسو، واک او مقام ترلاسه کولو لپاره ګټه وکړي.

د دغو څرګندونو دویمه ګټه داده چې د ولسمشر غني صداقت، وطن دوستي، قانون، ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته درناوی یې خلکو ته نور هم په ډاګه کړ. تر پرونه پورې د ولسمشر غني سیاسي مخالفینو په هغه د معامله ګرۍ تور پورې کاوه او ویل به یې د واک د غځولو لپاره هرې معاملې ته لاس اوږدوي. مګر د ښاغلي قانوني څرګندونو په ډاګه کړه چې د ولسمشر غني سیاسي مخالفین دروغ وایي او په هغه بې اساسه تورونه پورې کوي.

د ښاغلي قانوني د څرګندونو له برکته د ولسمشر غني محبوبیت په ولس کې نور هم زیات شو، د ولس باور او اعتماد لا پوخ شو او دوی بیا هم له زړه ومنله چې ولسمشر غني یوازې د وطن او د خپلو خلکو د خیر، پرمختګ، عزت او سرلوړۍ لپاره هلې ځلې کوي. هغوی چې ویل یې ولسمشر غني د واک لپاره چنګاو دی هغوی دروغجن ثابت شول، که یې حقیقت لرلی، نو ولسمشر غني به له جمعیتیانو سره د دوی له لوري ډیزاین شوې طرحه او سناریو منلې وای.

د دغو څرګندونو بله ګټه داده چې د ښاغلي اتمر څېره یې ولس ته رسوا کړه. ښاغلی اتمر چې تر دې دمخه د نظام او حکومت مغز متفکر بلل کېده او په نظام کې د هر پرمختګ او لاسته راوړنې کریډیټ به یې ده ته ورکاوه او ویل به یې چې د نظام ستنې په اتمر ټینګې دي او که اتمر له نظامه ووځي، نو نظام به کاواکه شي. مګر اوس ټول باید د ښاغلي قانوني د څرګندونو په تائيد دا ومني چې اتمر نه ښه مدیر دی، نه کوم بل کمال لري، عادي انسان دی، یوازې ټول فکر یې پر ځان ور ټول دی او غواړي چې د واک د ترلاسه کولو لپاره د هر افغان او ان افغانستان په سر هم معامله وکړي.

د ښاغلي قانوني تازه څرګندونې یې ښه ثبوت دی چې په هغه کې یې د واک د ترلاسه کولو لپاره د اساسي قانون د حکمونو خلاف د نظام بدلون او نور مسایل ورسره منلي دي. لنډه دا چې د ښاغلي قانوني څرګندونو د افغانانو لپاره دغه څو اړخیزې ګټې لرلې.