ولسمشر غني افغانستان څنګه را تکیه کړ؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

په ۲۰۱۴ کال کې په وطن او خلکو داسې وېره خوره وه تا به ویل چې وطن به په بل مخ واوړي. همدغې ناڅرګندې وېرې او نامعلوم برخلیک ته ټول خلک اندېښمن و. له همدې وېرې اکثره لوستو ځوانانو له هیواده پښې سپکې کړې. په مرګونو لارو اروپا او نورو بهرنیو هیوادونو ته ووتل

.

مګر په همدغو ستونزمنو شیبو کې یو عمر خوړلي، خو عالم، مفکر او د هیواد پر راتلونکي باورمند سپین ږیري د شته وضعیت، بې باورۍ او وېرې د بدلولو او ختمولو لپاره لېڅې راونغښتې، په تش لاس خو په ټینګه اراده یې د وطن خدمت ته ملاوتړله، ځکه ولس ورته تازه په تازه د ګڼو نوماندانو په منځ کې یوازې اویوازې د دې لپاره د باور رایې ورکړې وې او د ده ملاتړ یې کړی وو چې دوی باور درلود همدغه سپین ږیری وطن له دغه بحراني حالته اېستلی شي.

ولسمشر غني په همغو بحراني ورځو شپو کې د وطن د بقا او خدمت لوړه وکړه. دا نو داسې وخت وو چې بهرني مجهز عسکر له هیواده په وتو وو، پروژې او کارونه په ټپه ولاړ وو، ډېرو خلکو خپل سرونه او پانګې هم له وطنه وېستلې. مافیا ښه په زور کې وه، فساد اوج ته رسېدلی و، ادارې کاواکه او له کاره لوېدلې وې. څوکۍ، مقامونه او منصبونه په زورواکو او تنظیمونو او قومي ټېکدارانو لیلام شوي و. ملي خزانه تشه وه.

ولسمشر غني بیت الله شریف ته لاړ، د حج عمره یې وکړه، هلته یې وطن او ځانته د بریا دعا وکړه. چې بېرته راوګرځېد د ټولو دندې او واکونه یې وځنډول، نوې مقررۍ وشوې، د شپې د پلچرخي زندان ته ولاړ، بله شپه روغتون ته ولاړ، بله شپه حوزې ته ولاړ، ارګ ته د ولسونو بهیر ور مات شو، پاکستان ته یې په لومړني رسمي سفر کې مخامخ وویل چې زموږ پر ضد اعلان شوی جنګ دې ودروه، کنه موږ به بالمثل عمل وکړو.

اروپایي او نورو بهرنیو هیوادونو ته په سفرونو کې یې په افغانستان کې شته فرصتونه نړیوالو ته تشریح کړل. د افغانستان موقعیت یې ورته طلا وګرځاوه، مرکزي او جنوبي اسیا ته یې وویل چې افغانستان ستاسو څلور لاره ده، که غواړۍ چې لا هم اباد شئ او خپلې اړتیاوې په ښه توګه پوره کړئ، نو افغانستان ته د مرستې لاس ورکړئ.

سیمه ییزې پروژې یې را پیل کړې، د افغان سولې خبره یې په سیمه او نړۍ کې د خبرونو په سرټکو بدله کړه. قول اردوګاونو او نظامي او پوځي ځایونو ته ولاړ، د وطن په خاورو سپېره سرتېري یې غېږ کې ونیول، د دوی د اوبو، خوړو او درملو غم یې وکړ، وسلې او هلیکوپترې یې ورته راوړې، هغوی ته یې عالي مورال ورکړ او ډاډ یې ورکړ چې زما غوندې غم خور لرئ، نو د هیڅ شي پروا هم مه لرئ.

طالب ته یې وویل په جنګ کې دې خیر نشته. په جنګ کې به تباه شې وبه وژل شې، نو د سولې لاره اختیار کړه، د بې قید او شرطه سولې، خو طالب نه اختیار درلود او نه هم د سولې نیت او اراده لا هم په خپل خره سپور دی.

د اوبو مهارولو ته یې کار ووایه بندونه یې جوړ کړل، د فساد ضد مبارزه یې په جدیت را پیل کړه، لوړپوړي مقامات او جنرالان یې بندیان کړل. عاصبانو ته یې ګوت څنډنه وکړه او هغوی یې له غصب منع کړل. ځوانان او ښځې یې وځلولې او دوی ته یې په حکومت کې زیاته ونډه ورکړه. د دې او ورته نورو هڅو او کارونو له برکته ولسمشر غني د ګړنګ په سر ولاړ افغانستان بېرته راتکیه کړ. د هیواد بقا یې تضمین او پر راتلونکي د هیوادوالو باورمندي زیاته کړه