طالبان الهي امر هم نه مني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

سوله الهي امر دی او په اسلام کې د جنګ په پرتله  سوله غوره ګڼل شوې . په قرانکریم کې فرمایي: وَالصُّلْحُ خَیْرٌ – النساء / ۱۲۸  ژباړه: او سوله ښه ده. سوله ځکه غوره ده چې د انسانانو ژوند، نېکمرغي، ښېګڼه او هر څه په سوله کې خوندي دي، ځکه موږ ولیدل چې د جګړې په کلونو کې افغانستان د بدمرغۍ لورته لاړ، ویجاړ، وروسته پاتې احتیاج او محتاج شو، مګر د دې باوجود افغان وسله وال طالبان لاهم په جنګ ټینګار کوي

.

په یو بل ځای کې الله ج فرمایی : إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ (الحجرات ۱۰) ژباړه: مسلمانان یو دبل وروڼه دي؛ پس تاسې وروڼه په خپل منځ کې سوله وکړئ. مګر موږ وینو چې افغان وسله وال طالبان له افغان حکومت او خپلو وروڼو سره د سولې پرځای جنګ کوي او له امریکایانو سره د سولې مذاکرات کوي. د طالبانو دغه کړنه او دریځ د قران له دغه ایت سره صریح ټکر لري.

له همدې امله اسلام حکم کوي په هر قېمت سره سوله  وغواړئ، ان که چيرې د يو اړخيزې قرباني له لارې هم وي لکه د حديبې د سولې تړون د دغه شان يو اړخيزه سولې يوه ښه بيلګه ګڼلی شو په کوم کې چې مسلمانانو لخوا د مقابل لورې کابو ټولو شرايطو ته غاړه ايښودل شوې وه.

د تېري په مقابل الله ج داسې فرمایلي دي: وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ یُحِبِّ الْمُعْتَدِینَ – البقره / ۱۹۰ ژباړه : او تاسې تیرۍ مه کوۍ ، بيشکه چې الله ج تېري کوونکي نه خوښوي. مګر نن سبا موږ ګورو چې افغان حکومت د سولې لپاره هڅې کوي. طالبانو ته د سولې بلنه ورکوي، سوله د ولس د غوښتنې او لومړیتوب په توګه د هغوی مخې ته ږدي، مګر د دې ټولو باوجود هم طالبان له سولې انکار کوي. یا د سولې پرځای د جنګ لاره اختیاروي او یا د افغان حکومت پرځای له امریکایانو پسې ځغلي او له هغوی سره سولې ته برترې ورکوي.

سره له دې چې طالبان ځانونه د دین پتنګان بولي، مګر بیا د قران له صریح حکمونو ایتونو سرغړونه کوي. که چېرې تاسو قران  ته رجوع وکړئ، نو ډیر داسې ایاتونه به وګورئ چې خدای تعال د سولې ټنګار پکې کړی وي . د طبعی نښی په تو ګه  داسی ایاتونه شته ده چی کاینات د سولې او همغږۍ نمونه بولي په خلا کې د پام وړ ستورپوهنې  ارګانونه شتون لري چی ټول په حرکت کې دی مګر ټول د خپلو مدار پرته هیڅ حاکمیت نلری . قران موږ نه د ورته لار د تعقیبولو غوښتنه کوي.
 روایت دی چې یو سړی رسول ص) ته راغی او پوښتنه یې ترې  وکړه :ای پیغمبره! ما ته یوه مشوره راکړه چی زما د ژوند ټولې چارې په سمه توګه پرمخ لاړې شي. پیغمبر ص) ورته وفرمایل (چی غصه مه کوه) رښتیا هم چی غصه کول د ژوند مثبت اړخونه منفي خوا ته بیایي .

اسلام ځکه په سوله ټينګار کوي چې د خلکو نېکمرغي په سوله کې ده.  د بیلګی په توګه د  داسی سازمان فعالیتونه لکه روحانی بدلون ؛ د شخصیت جوړول ؛ ښوونیز فعالیت ؛ټولینزې هوساینې، عبادت کول او د ورځنی کار څخه نیولی ټول یوازی او یوازی په سوله ایز چاپیریال کی تر سره کیدای شي، نو طالبان باید دغه الهي امر ته غاړه کېږدي او نور له افغان وژنې او ورور وژنې څخه لاس واخلي.