سوله به راشي ؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

په افغانستان کی د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هر کال افغانان په دې امید وي چې دا کال شونې ده په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او د تل لپاره سوله راشي، خو کلونه پر دې امید تېر شول او بیا هم جګړه شدت واخلي

.

کله چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر شو تر ټولو لمړی یې د سولې لپاره هلې ځلې شروع کړې، ځکه ډېری افغانان له جګړو څخه ستړي شوي وو او همدغو جګړو د حکومت پرمختګ او د قانون حاکمیت هم له ستونزو سره مخ کړی .

ولسمشر د جګړې د پایته رسېدو لپاره  ټولې خواوې مطالعه کړې او دې نتیجې ته ورسېده چې د جګړی د پای ته رسېدو په خاطر باید افغان وسله والو طالبانو ته د سولې لپاره د بې قیده او شرطه مذاکراتو بلنه ورکړي. دا کار به دوه ګټې وکړي، لومړی به طالبان سوله ومني او که یې و نه مني، نو حداقل د دوی مشروعیت او اصلیت خو به وننګول شي.

که مونږ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په برخه کې تېر (۲۰۱۸) کال ته وګورو نو د نورو کلونو په توپیر افغان حکومت د سولې په برخه کې د ټولو کلونو په توپیر له لاسته راوړنو ډک کال و، ځکه امریکا او نړیوالو ته مو قناعت ورکړ چې طالبان په افغانستان کی نه دي، بلکې اصلي طالبان د پولې هاغه غاړه په پاکستان کې دي او له هغه ځایه خپلو جګړه مارو ته سپارښتنه کوي تر څو په افغانستان کې ورانکاري فعالیتونه اجراء کړي .

امریکا په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو لپاره زلمی خلیلزاد وګوماره، ځکه چې خلیلزاد د افغانستان او سیمې مسایلو سره له نږدې بلد دی او د دغه شناخت له امله ممکن تر نورو مناسب او بریالی وي.

زلمی خلیلزاد هغه هیوادونو ته سفرونه وکړل چی له طالبانو سره یې اړیکې درلودې او له هغو هیوادونو څخه یې غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره همکاري وکړي تر څو په افغانستان کې اوسنۍ جګړه پای ومومي .

د لمړي ځل لپاره افغان حکومت او طالبانو د روسیې په استازیتوب د جګړی د پای ته رسېدو په هدف روسیه کې سره ولیدل او دواړه خواوې له دغو خبرو ډېرې خوشحاله وې دواړه لورو پر دی توافق وکړ چی باید د جګړی د پای ته رسېدو په خاطر خپلو خبرو ته دوام ورکړو .

ازبکستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو زمینه برابره کړه خو طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو کولو ډډه وکړه او ټینګار یی پر دی وکړ چی مونږ له افغان حکومت سره هغه وخت خبری کوه چی د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش معلوم شي .

سعودي عربستان او ایران هغه هیوادونه دی چی طالبان یې دېته اماده کړي تر څو له افغان حکومت سره د سولی په برخه کې همکاري وکړي . خلاصه دا چی د افغان سولی لپاره له کور د باندی او دننه هلی ځلی شروع شوي ، هغه هیوادونو هم کوشش شروع کړی چی په افغان جګړه یی ګټی خوندی ګڼلی خو دوی اوس پر دی پوهه شوی چی زمونږ ګټی په افغان سوله کی دی ، تر ټولو ښه بیلګه یی پاکستان ده چی تل یی د طالبانو ملاتړ کړی خو تازه یی د افغان سولی لپاره هلی ځلی شروع کړی .

په دې کې شک نشته چې د سولې هڅې هم پراخه شوي او هم چټکې شوي، مګر دا پوښتنه لا هم لا ځوابه پاتې چې سوله به راشي؟