‎د سولې امیدونه چا پيدا کړل؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎لیکنه : مینه منګل 
‎سولې سره د انسانانو امیدونه تړلي ، چې سوله وي ژوند وي چې سوله وي پرمختګ وي، چې سوله وي وینې به نه تویېږي.
‎خو مهمه دا ده چې د سولې د پاره څنګه هڅې باید وشي ؟ 
‎د سولې د پاره ګاون‌‌‌‌‌‌ډي او د سیمې هېوادونه څنګه قانع کړای شي؟

 
‎او تر ټولو مهمه دا ده چې سوله څوک رهبري کړي ؟
‎پخوا د سولې د پاره
‎چندانې امیدونه نه و ځکه چې د حکومت په رآس کې هم داسې مشران موږ نه لرل چې د سولې د پاره کار وکړي، او د افغانانو دا امیدونه ژوندي کړي.
‎خوشبختانه د ملي یووالي حکومت په تشکیل سره د ولسمشر غني تر څنګ ښاغلي اتمر صیب د سولې د پاره خبرې اترې پيل کړلې ، د اسلامي  حزب سره چې
‎کله دوی خبرې پيل کړې ولس په لومړیو کې دومره باوري نه و اما کله چې دا خبرې په حقیقت بدلې شوې د ولسونو هغه خوشحالۍ به مې کله هم
‎هېرې نه شي کله چې ښاغلی حکمتیار د اسلامي حزب په مشرۍ کابل ته راغی او له ولسمشر سره یو ځای یې په ارګ کې وینا وکړه ولسونو له خوشحالۍ ژړل . 
‎دا د خوشحالۍ ورځې باید څوک هېرې نه کړي چې اسلامي حزب سره خبرې زحمتونه لیدلي سیاسي مشکلات یې لیدلي دا کوم آسان کار نه وو دا چې د ولس ارمانونه ورسره تړلي و اتمر صیب ترې په شا نه شو او دا پروسه یې سره د ټولو خن‌‌‌‌‌‌ډونو کامیابه کړله .
‎د طالبانو سره د خبرو پیل همدې اتمر صیب وکړ ، ددې خبرو د پاره او د افغانستان د سولې د پاره د ښاغلي اتمر صیب پر هڅو سیمه ییزه اجماع رامنځته شوه که پخوا د افغانستان د سولې د پاره یواځې له پاکستان سره خبرې کېدلې اوس د سیمې څخه نېولې آن د نړۍ په کچه د افغانستان د سولې د پاره هڅې کېږي. 
‎اتمر صیب د سولې په برخه کې ‌‌‌‌‌‌ډېره لویه تجربه لري، دا نن چې ارګ د سولې د راتګ زېري ورکوي ، دا ټول د هغو زحمتونو پایله ده چې مقدمې یې ښاغلي اتمر صیب جوړې کړې وې ، عربي هېوادونه د سولې خبرو ته همدې اتمر صیب قانع کړي و، امریکا ،پاکستان ، روسیه، چین، ترکیه، هند او ‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر هېوادونو سره همدې اتمر صیب خبرې کړې وې چې د افغانستان د سولې د پاره د همکار شي. 
‎اتمر صیب  د زر کلن شي چې افغان حکومت او افغانانو ته یې سوله لکه تیاره مړې خولې ته جوړه کړه ، اوس دا د افغان حکومت کار دی چې له دې موقع څنګه باید ګټه پورته کړي.