ملي پولیس مسلکي روزنې ته اړتیا لري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

له ملي پولیسو څخه لا هم پرېمانه شکایتونه موجود دي. خلک د هغوی له کړنو څخه راضي نه دي، ځکه د دوی شکایت دادی چې په ډېرو ځایونو کې خپله پولیس له قانون سرغړونه کوي. قانون ته درناوی نه کوي او د خشونت باعث ګرځي، نو له همدې امله د پولیسو مسلکي روزنې او د دوی د چلند بدلولو ته جدي اړتیا ده

.

د حامد کرزي په وخت کې د هیواد ملي پولیس د قانون د تطبیق پرځای د جګړې لومړۍ کرښې ته په داسې حال کې ولېږل شول، چې نه یې ځانګړې زده کړې او روزنه تر لاسه کړې وې او نه یې هم کافي تجهیزات په واک کې ورکړي وو او له همدې امله د ملي پولیسو تلفات زیات وو، خو ولسمشر غني ملي پولیس د جنګ پرځای خپلې اصلي دندې ته چې د قانون حاکمیت دی ور وګرځول.

ملي پولیس چې اوس خپلې اصلي دندې ته ور ګرځېدلي دي باید په مسلکي بڼه وروزل شي، ځکه چې له یوې خوا پولیس هره ورځ له عامو خلکو سره په اړیکه کې دي، نو د دې لپاره باید دوی ته دا ور زده کړل شي چې له عامو خلکو سره څه وړ چلند وکړي؟

له بل لوري دپولیسو مسلکي کېدل دمدني ټولنې مهم رکن دی، د ناوسله والو پولیسو شتون چې دیو لرګي په زور قانون پلی کوي، په یو هیواد کې دسیاسي ټیکاو تر ټولو ستره نښه ده، مګر دا چې هم دې زموږ له پولیسو سره وسله وي او هم دې له خلکو سره ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند وکړي، دا نو نه د پولیس له شان سره ښایي او نه هم د قانون د تطبیق په برخه کې مرسته کولی شي.

د یو واکمن، بې طرفه او د باور وړ ارګان په توګه دپولیسو مسلکي توب، هغه معیارونه دي چې د قانون تطبیق، د جرمونو د کچې ټيټوالي، د مجرمنیو نیولو او د خلکو د ستونزو په حل کې اساسي مرسته کولی شي.

 پولیس باید له قومي او تنظیمي ډلو راووځي او په ټوله معنى ملي شي او په مذهبي اخلاقو سمبال وي، له زړه نه اساسي قانون ومني، د ټولنې له دود او دستور نه خبر وي، خپله دنده یې په شعوري  ډول زده کړې، له خپلې ټولنې سره دیو امانت کاره په توګه په اړیکه کې وي او ځان د یو قانوني نظام دحکمونو پلی کوونکی وګڼي، د همدې لپاره د ملي یووالي حکومت او کورنیو چارو وزارت خپل فعالیت او اصلاحات پیل کړي دي، خو دې موخې ته رسېدل وخت ته اړتیا لري.

 باور دی چې د پولیسو په لیکو کې پیل شوي اصلاحات به د دې لپاره بنسټ جوړکړي او د دې حرکت لوری به وټاکي، ځکه ولسمشر غني په دې برخه کې جدي او حکومت ورته ژمن دی چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي او دهغې په پلي کولو کې ځواب ورکوونکی وي.

د پولیسو او خلکو تر منځ داړیکو روڼتیا او دپولیسو د دندې له اجرا کولو نه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه باید په میاشتني ډول دخلکو له لوري څارنه وشي. تر هغې چې موږ وکولای شو ثابته کړو چې پولیس دیو ولسواکه نظام د ټینګولو وسیله ده، نه دحکومت له لوري دخلکو دځورولو وسیله او یا هم د قانون نه د تښتېدو او ملوک الطوایفی وسیله.