طالب دې سوله ومني، په زور یې نشي ګتلی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

په افغانستان کې اوسنی جنګ په ظاهره د طالب او حکومت ترمنځ دی، مګر په حقیقت کې طالب د ولس پر وړاندې جنګېږي. طالب پردی جنګ راوړی او زموږ په خلکو یې تپلی دی، ځکه په دغه پردي جنګ کې قرباني زموږ خلک ورکوي. ضرر موږ وینو، تاسیسات زموږ ویجاړېږي. منابع او فرصتونه زموږ ضایع کېږي او ګټه یې پردیو ته رسېږي.

طالب دا جنګ د خپل نظام، ولس او هیواد پر وړاندې د پردیو د ګټو د پاللو او د دوی د خوشالولو لپاره پیل کړی دی، ځکه حکومت تل ورته وایي چې راشه سوله وکړه، خبرې وکړه، خپلې غوښتنې د ټوپک، ترور او وحشت پرځای د مذاکراتو له لارې مطرح کړه، بحث به ورباندې وکړو، لارې چارې به ورته ولټوو، خو طالب تر منطق، بحث او مذاکرې ټوپک ته پناه وړي، طالب ته تر خپل ولس او هیواد پردي او پنجاب ارزښت لري. د هغوی په غوښتنو او فرمایشونو ناڅي او هره ورځ د پردیو د ناروا ګټو د تامین لپاره هم ځان بدمرغه کوي، هم خپله کورنۍ بدمرغه کوي او هم خپل هیوادوال ارام، هوسا او سوکاله ژوند ته نه پرېږدي.  

په جنګ کې تل طالب وار ړومبی کړی. په ښارونو کې چاودنې دوی کوي. په جوماتونو کې عام ملکي وګړي دوی شهیدانوي. ښوونځي دوی سوځوي. لاروي، زده کوونکي او عام وګړي دوی ځوروي. دوی په خلکو عذاب نازل کړی. په کلیو کې خلک له دوی څخه تر پوزې رسېدلی. په ښارونو کې د دوی د وحشتونو او بریدونو له امله خلک په وېره کې دي. هر ځای د طالب د شر او شرارت له امله خلک نارامه دي.

امینتي او دفاعي ځواکونو د هیواد  دفاع په برحقه مبارزه کې طالب وسله والو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او هغوی یې تر هر برید وروسته ځپلي او مات کړي دي، مګر طالب د خپلې دغې شرمونکې ماتې غچ له ولس څخه اخیستی، له عامو وګړو، ښځو او ماشومانو څخه یې اخیستی.

د طالب د ټول وحشت او جنایتونو باوجود لا هم افغان دولت د دوی پرمخ د سولې دروازې نه دي تړلي او تل یې هغوی ته د سولې بلنه ورکړې. د سولې غږ تل حکومت کړی او مخکښ رول یې لوبولی دی، ځکه حکومت د افغانستان د عظیم ولس په رایو او انتخاب جوړ شوی او د افغانستان د خلکو خدمت، هیلې او غوښتنې پوره کول خپل مسوولیت ګڼي، سوله چې د افغانانو لویه غوښتنه ده، نو د حکومت په مهمو لومړیتوبونو کې شامله ده.

مګر د طالب لومړیتوب جنګ دی، وحشت دی، ترور دی، بربادي ده او د خلکو وژل دي، ځکه طالب د پنجاب په نیابت جنګېږي او دغه د بدمرغۍ اجنډا ورته پنجاب برابروي، مګر طالب او د دوی بهرني ملاتړي به هیڅ وخت هم د زور او وحشت له لارې خپلو ناوړه موخو ته ونه رسېږي، ځکه افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ هیڅ زبرځواک ته د تسلیمۍ سر نه دی ټیټ کړی او نه یې هم د وطن پالنې روحیه کمزورې شوې، نو طالب او پنجاب د چا زامن دي چې په زور دې واک تر لاسه کړي!