پاکستان لا هم ترهګر د فشار د وسیلې په توګه کاروي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

سره له دې پاکستان او افغانستان تر ټولو زیات مشترکات سره لري، مګر د دې باوجود هم پاکستان زموږ ملي حاکمیت ته نه یوازې درناوی نه لري، بلکې له لسیزو راهیسې افراطي او ترهګرې ډلې د دې لپاره روزي او پیاوړې کوي یې چې په افغانستان کې روان جنګ همداسې جاري وساتي.

مګر پاکستان دېته یا نه دی متوجه او یا ځان نه ورباندې پوهوي چې د دوی دغه ناوړه دریځ او چلند نه یوازې په افغانستان، بلکې په دواړو هیوادونو کې ترهګري ،بنسټپالنه او نا امني رامنځته کړې او پر پاکستان یې د افغانستان باور له منځه وړی دی.

پاکستاني واکمنان له کلونو راهیسې په دې فکر کې وو چې پاکستاني طالبان او د هغوی ملاتړې ډلې ډیرې بدې دي په داسې حال کې چې افغان طالبان او په هغوی پورې تړلې بنسټ پاله ډلې ښې دي ، ځکه چې هغوی یوازې په افغانستان کې ورانکاري او ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.، مګر پاکستان دا هېروي چې د ګاونډیو هیوادونو ثبات او بې ثباتي یو پر بل اغېز لري. یانې داسې نه ده چې د افغانستان له بې ثباتي او جنګ به پاکستان خوندي پاتې شي.

د همدغو ناوړه کړنواو سیاستونو له امله پاکستان نن د خپل لنډ تاریخ په تر ټولو بد حالت کې قرار لري، ځکه نړۍ د ترهګرۍ د تولیدونکي هیواد په توګه ورڅخه کرکه لري او په داخل کې هم له اقتصادي او نورو ګڼو ستونزو څخه ځورېږي. مګر د دې باوجود لا هم داسې نښې نښانې نه لیدل کېږي چې د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارو به منلی وي، چې د پاکستان په سیمه ییزو سیاستونو بیا کتنه د پاکستان د دولت دپايښت لپاره بنسټیز ټکی اوپه سیمه کې د سولې او ټیکاو په مانا دی.

پاکستان لا هم له ترهګرو ډلو څخه د فشار د وسیلې په توګه استفاده کوي، په تېرو اولسو کالو کې یې په شدت د هغوی له استعمال کار واخیست. د پاکستان هڅه دا وه چې د ترهګرو له لارې به په افغانستان کې تر خپل لاس لاندې حکومت رامنځته کړي او یا به حد اقل د قوي مرکزي حکومت مخه ونیسي، مګر پاکستاني مقامات دا هېروي چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د هیڅ زبرځواک پر وړاندې سر نه دی ټيټ کړی او نه یې هم د نورو د زور پروا لرلې ده، خو برعکس یې د بین المللي قوانینو او ډيپلوماتیکو اصولوله مخې له نړۍ سره ښې او دوستانه اړیکې پاللې دي او لا هم دغو دوستانه مناسبتو ته درناوی لري.

سره له دې چې ولسمشر غني بار بار له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان پر وړاندې دغه اوسنی دریځ بدل کړي، خپل نااعلان شوی جنګ ودروي، د ترهګرو له روزنې او پالنې لاس واخلي. برعکس دې د همکارۍ او ښو مناسباتو لاره اختیار کړي. سیمه ییزه اجماع او اقتصادي همکاریو کې دې فعال رول ولوبوي، ځکه له دې لارې هم د پاکستان په داخل کې خپل ثبات ټینګولی شي او هم په سیمه او نړۍ کې د ښه شهرت او چلند له برکته نېک نوم ګتلی شي.

هیله ده چې د پاکستان دولت به دیو واحد دولت په توګه د منظمو طرحو په وړاندې کولو سره د افغانستان له دولت سره په سیمه کې دسولې او ټیکاو دراوستو لپاره عملي مرسته او ملګرتیا پیل کړي او دهغه کړنو نه چې د دواړو هېوادونو تر منځ دشک او بد ګومانۍ درامنځته کېدو سبب ګرځي، ډډه وکړي، ځکه پاکستان ته نور د نړیوالو په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو صبر تمام شوی او هغوی به د فشار له لارې دېته اړ کړي چې خپل اوسنی دریځ بدل کړي.