د سولې لپاره فرصت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

په افغانستان کې د سولې لپاره تر بل هر وخت زیات امکانات برابر شوي دي، ځکه له یوې خوا زموږ د خلکو زغم نور پایته رسېدلی دی او تر ټولو لومړنۍ او اساسي غوښتنه یې سوله ده. دویم دا چې طالب وسله وال هم نور له جنګه ستړي دي، ځکه د کوچني اختر د ورځو اوربند وښوده چې له اعلان سره یې ټول طالبان ښارونو او خپلو کلیو ته لاړل او د خلکو او طالبانو او حتی حکومتي کسانو ترمنځ نه یوازې کوم ټکر پېښ نشو، بلکې له یو بل سره یې په مینې روغبړ وکړ او د اختر خوښۍ یې په ګډه سره ونمانځلې

.

بل عمده دلیل یې دادی چې امریکا او نړیواله ټولنه هم نوره له جنګه ستړې ده او دوی د جنګ پرځای اوس په سیاسي او سوله ییز حل فکر کوي، افغان حکومت او ولسمشر غني هم د سولې په برخه کې نه یوازې نرمښت بلکې بشپړ چمتووالی ښیي او د مذاکره کوونکي پلاوي ټاکل یې ښه نمونه ده. نو له دغو ټولو برابرو شویو فرصتونو څخه باید د تلپاتې سولې لپاره اعظمي استفاده وشي.

د سیمې هیوادونه په ځانګړي ډول هند هم د افغانستان ثبات ته زیات لېواله دی، ځکه  د پاکستان په خاطر یې افغانستان او منځنۍ اسیا ته لاسرسی محدودی شوی او له افغانستان او ایران سره یې داسې توافقات لاسلیک کړي چې چابهار بندر ته پراختیا ورکړي او هغه له واټ او اورګاډي کرښې سره له افغانستان سره ونښلوي او وروسته یې د منځنۍ اسیا شمال – جنوب کې په یو کوریډور د هند او روسیې په ملاتړ متصل کړي.

د هندوستان لپاره چابهار د اسیا لورته مسیر پرانیزي. چین د افغانستان په شمال کې د اورګاډي کرښې د جوړولو په اړه له هند سره خبرې کړي د یو کمربند- یوې لارې نښلول چابهار سره مهم دي؛ دا پروژه ګوادر بندر ته د هند اقیانوس د ورتګ پتانشیل دی، هغه بندر چې چین جوړ کړی. په سیمه کې دا او دېته ورته اقتصادي پروژې او همکارۍ د افغانستان لپاره د سولې ښه فرصت برابروي، ځکه د دغو پروژو لپاره حتمي ده چې په سیمه کې ډاډمن امنیت او ثبات رامنځته شي.

د همدې لپاره بېساري کوښښونه په سیمه ییزه همکارۍ کې هم تروریزم سره د مبارزې په برخه کې پراخه شوې دي، ځکه څه موده وړاندې د روسیې د یو ویاند په وینا په افغانستان کې د جنګ د پایته رسولو په کوښښونو کې د سیمې قدرتونو ته د فعالې ونډې ورکولو اړتیا باندې هم ټینګار وکړ.

لنډه دا چې نه یوازې افغانان، بلکې، سیمه، نړیوال او ټول له جنګه ستړي دي  او ټول په دې کوښښ کې دي چې د جنګ پرځای سولې ته د رسېدو لپاره مناسبې لارې رامنځته شي. د امریکا متحدو ایالتونو د سولې استازی زلمی خلیلزاد په دې برخه کې منډې ترړې وهي چې د بېلابېلو هیوادونو د سفرونو ترڅنګ یې د طالبانو له مشرانو سره هم خبرې کړي او د ده په وینا د سولې امیدواري زیاته شوې ده.

د سولې په اړه عمومي اجماع او د نظریاتو توافق موجود دی، مګر اوس مهمه داده چې اوربند اعلان او د سولې مذاکرات عملاً پیل شي او په بریالي ترسره کېدو کې یې باید ټول خپله همکاري وساتي، ځکه د سولې تړون د تطبیق پرمهال او له هغه وروسته د ټولنې د دایمي ثبات لپاره یو لړ اقتصادي او زیربنایي پروژو ته اړتیا ده چې هم د کار زمینې او د ژوند اسانتیاوې زیاتې کړي.