د وسله والو له وېرې اکثره ځوانان هیواد پرېږدي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د مهاجرینو له اړخه د نړۍ په سر کې دی،نیږې درې میلونه افغانان مو پاکستان،تر دوو میلونه یې په ایران،او په زرهاو نور په عربي هیوادنو کې اوسېږي.حتی ځینې په نورو هیوادونو کې زېږېدلي دي چې ځینې یې له بده مرغه په خپله ژبه او کلتور هم نه پوهیږي.

زمونږ د ګران هیواد ډېری ځوانان له هیواد نه بهر نورو هیوادونو ته مهاجر شول، هغوئ خپل هیواد د دې لپاره پرېښود چې په وطن کې د ترهګرو بریدونه او نا امني زیاته شوه او په هیواد کې کارونه مخ په خرابیدو شول، دوی هم دې ته اړ شول چې خپل ګران هیواد پرېږدي بهر ملکونو ته ولاړ شي.

له هیواده بهر کوم افغانان ورونه چې مهاجر شوي دي ځینو یې خپل ژوند په لارو کې له لاسه ورکړ،او ځیني بیا د بهرنیو وسلوالو لاسونو ته ورغلل،بعضې چې بهر هیوادونو ته رسیدلي هلته د نا قانونۍ  له امله بېرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.دوئ چې کومه سرمایه لرله هغه یې بهر ته په سفر کې مصرف کړه، اوس دلته د کار روزګار لپاره له دوئ سره دومره سرمایه نشته چې بېرته خپل کار او بار پرې شروع کړي. 

کوم کسان چې له هیواده بهر تللي دي هغوئ وايي چې مونږ د دې لپاره له خپل هیواده مهاجر شولو چې په افغانستان کې  د ترهګرو بریدونو زور اومونده، مونږ هم دې ته اړ شولو چې له هیواده بهر لاړ شو. دوی وایي چې له بهرنیو هیوادو نه په خپل وطن کې کار او بار ښه وه، دلته اوس نه کارونه او نه هم پیسې شته او یا هم که له خپلو کورنیو څخه لري یووخو بیا هم خوشحاله یوو، ځکه له چاودنو او له وژنو نه مو زړونه په ارامه دي.

ځیني افغانان بیا غواړي چې بېرته خپل هیواد ته ستانه شي،دوي وایي چې افغانستان بغېر له افغانانو نه جوړیږي. مګر د وسله والو ډلو، غیر مسوولو وسله والو او مافیایي کړیو څخه په وېره کې دوی چې دوی به یې پانګه او ژوند دواړه واخلي. په یو هیواد کې ټولې پرمختیاوې د ښه امنیت په صورت کې رامنځته کېږي، ښه امنت په یو هیواد کې سره زر دې.که چېرته په هیواد کې ښه امنیت تامین شي،د هیواد تجاران او بهرنیان به په افغانستان کې  کار او بار ته زړونه ښه کړي. بیا به دهیواد یو وګړي له هیواده بهر لاړ نشي نه به نورو ملکونو ته زړونه ښه کړي.

اکثره ځوانان د کورنيو مشکلاتو له امله له هیواده مهاجر کېږي، په افغانستان کې نن سبا په میلیونونو بېسواده خلکو ته داسې کورنۍ ور په غاړه دي چې تر لسو زیات شمېر لري، له بلې خوا د مارکیټ نرخونه لوړ شوي دي،دوی چې د  ډالري معاش د لرلو وړتیا نه لري په همدې چورت کې دي چې څنګه وکولی شو د خپلې کورنۍ لګښت پوره کړو. حکومت دې د کډوالیو د مخنیوي لپاره د شغل زمینې زیاتې کړي.

ولسمشر غنی کله هم چې بهر هیوادونو ته سفر کوي د خپل سفر په ترڅ کې هلته له خپلو مهاجروافغانانو سره کتلي، او له هغوئ سره یې دا ژمنه کړې چې زه به په افغانستان کې بې امنې له مینځه یوسم،او تجارانو ته به دا ډاډ ورکړم چې تاسو په خپل هیواد کې پانګونه وکړئ،ستاسو مال به هم خوندي وي او د هیواد ځوانان به هم پکې مصروفه شي.په دې سره به جنګ جګړې او بې امني له مینځه لاړه شي.