که غواړو چې د غزني په برخلیک اخته نشو!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

د غزني له سقوط او د ښار له سوځېدو وروسته ولسمشر غني د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ یاد ولایت ته سفر وکړ. وضعیت یې له نږدې وکوت. پر ملکي او نظامي مسوولینو سربېره یې د یاد ولایت قومي مشرانو ، علماوو ، سپین ږیرو ، ښځو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د یاد ولایت د بیا رغاونې لپاره یې د ۲۰ میلیون ډالرو د ورکړې اعلان وکړ.

دغه مرسته یا تخصیص د غزني لپاره له دې امله اعلان شو چې طالبانو هلته وحشت کړی وو، شخصي او عامه تاسیسات یې سوځولي وو، خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي وو، سلګونه طالب وسلوال هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري وژل شوي وو چې په هغو کې پاکستانیان هم وو.

په دوه زره دیارلسم کال کې د اسلامي ثقافت د پلازمېنې په توګه د غزني له نومول کېدو وروسته مخکېني ولسمشر حامد کرزي دغه ولایت لمړۍ درجه اعلان کړ ، مګر لا هم ورته د لومړۍ درجې امکانات نه وو ورکول شوي. ولسمشر محمد اشرف غني مسوولینو ته په ټينګار لارښوونه وکړه چې د پړاوونو له بشپړولو وروسته دې سملاسي غزني ته د لومړۍ درجې ولایت امکانات ورکړل شي.

د غزني خلکو د طالب وسلوالو له لاسه سختې ورځې تېرې کړې. مرګ یې په سترګو ولید. کورنۍ یې ایسارې پاتې وې. خپلوان یې ووژل شول. شتمنۍ یې لوت او جایدادونه یې زیانمن شول. تاسیسات ویجاړ او د اور په لمبو کې وسوځېدل. د غزنیوالو ټول ټینګار د امنیت په تامین وو، هغوی له ولسمشر غني وغوښتل چې تر هر څه لومړی دې د امنیت تامین، درملو، خوړلو او لومړنیو اسانتیاو برابرولو ته پام ډېر شي.

جمهور رئیس غني د غزني د بېلابېلو اقشارو استازو ته په خطاب کې وویل:  (که څه هم زه دلته د ویر او له تاسو سره د غمرازۍ په موخه راغلی یم ، خو بیا هم له تاسو سره وعده کوم چی تر اختر پورې به د ښار پر خلکو اووه زره ټنه غنم ووېشل شي ، تر څو خلک د غلې دانې له کمښت څخه په امان شي) ولسمشر همدارنګه ژمنه وکړه چی د غزني ولایت د وروستۍ جګړې د قربانیانو له کورنیو سره خاصه مرسته کېږي .

نوموړي دا هم وویل: هغه اشخاصو چې د غزني ولایت په جګړه کې قهرماني کړې وي، وبه ستایل شي او هغه امنیتي ارګانونه چی په خپله ورکړل شوې دنده کې یې وظیفوي غفلت کړی وي مجازات به شي.  ولسمشر همداراز زیاته کړه د غزني ولایت د امنیتي وضعیت د لا ښه کېدو لپاره به ښار د امنیتي حوزو شمېره زیاته کړي تر څو هیوادوال د امن فضا کې ژوند وکړي چې په نتیجه کې یې د غزني ولایت د امنیه قومندان فرید مشعل ته د ښه کارکردګی په وجه د جنرالی رتبه ورکړه .

د ولسمشر غني د حکومت ډېر وخت له خلکو سره په خواله، فاتحو، غمشریکیو، د ټپیانو او د سېلاب او وچکالۍ ځپلو په پوښتنه او هغوی ته د مرستو په رسېدو تېر شو. تر هغو چې بدمرغه جنګ په افغانستان کې ادامه ولري او تر هغو چې ولس د جنګ پر وړاندې په صداقت او قوت ونه درېږي، نو غزنی به د روانې بدمرغې جګړې وروستۍ او لومړۍ ناوړه پېښه نه وي، بلکې ډېر ښارونه او مرکزونه به خدای مکړه د غزني په برخلیک اخته شي، مګر که ولس په رښتیا ودرېږي او دښمن ته د فعالیت اجازه ورنه کړي، باور مې نشي چې دوی دې زموږ ښارونو ته لاره ومومي، ځکه امنیتي او دفاعي ځواکونه یې چې هر چېرې پیدا کړي له منځه یې وړي، خو په دې شرط چې ولسونه رښتینې همکاري وکړي او د دښمن په اړه خپلو امنیتي ځواکونو ته اطلاع او خبر ورکړي. که غواړو چې د غزني په برخلیک اخته نشو، نو نور باید هم پر ځان، هم په ولس او هم په خپل هېواد رحم وکړو. د مسوولیت احساس او اقدام وکړو.