د غزني سقوط کې د پاکستان لاس لرل نشي ردېدلی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

زرګونو داخلي او خارجي طالبانوپه غزني ولایت له څلورو خواوو بریدونه وکړل او دغې جګړې پنځه ورځې دوام وکړ چې سلګونه طالبان په کې ووژل شول. دغې بدمرغې جګړې د ملکي وګړو لپاره هم د سر او مال پرېمانه تاوانونه لرل.  

د کره شواهدو په اساس په غزني ولایت برید کې د پاکستان استخباراتي ادارې (ایي ايس ایي) لاس درلود او د دغه برید موخه د افغان سولې او اوربند په وړاندې د خنډونو ایجادول و، ځکه  د سولې عالي شورا او د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا له دواړه خواوو (افغان حکومت او طالبانو) څخه وغوښتل چې دا ځل اوربند اوږد کړي تر څو د سولې خبرو ته زمینه برابره شي، خو طالبانو د حکومت له لوري اعلان شوي اوربند ته مثبت ځواب ونه وایه.

د افغانستان د ملی امنیت ادارې له قوله ایی ایس ای  تندروه ډلې لشکر طیبه ته دنده سپارلې وه ، چی د غزنی جګړه پلان کړي ، هغوی زیات جنګیالی له پیښور او کویټی څخه راټول کړل او یوه برخه یی له پنجاب څخه راوستل ، دوی ته یې بشپړه روزنه ورکړه . دا خبره ځکه زړه ته لوېدونکې ده چې په سوشل میډیا (فیسبوک او وټس اپ) باندې د ځینو اشخاصو داسې عکسونه او ویډیوګانې خپاره شول چې د غزني له جګړی وروړل شوي مړي د پاکستان مختلفو برخو ته رسېدلی او د طالبانو بیرغونه رپوي.

 د پاکستان د عوامي نیشنل ګوند غړي افراسیاب خټک په هغه ورځو کې چی په غزنی کی جګړه روانه وه په خپل ټویټر داسی ولیکل (د پاکستان حکومت باید د غزنی په جګړه کی د وژل شویو پاکستانیانو د اجسادو د راوړلو او د هغه جنګیالیو په اړه چی نیول کیږی وضاحت ورکړی) .

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان په افغانستان کې مستقیماً په جګړه کې ښکېلېږي، یا د دوی په اړه کره اسناد او شواهد تر لاسه کېږي، بلکې له تېرو څلوېښتو کالو پاکستان زموږ په هېواد کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول جګړه رهبري کوي، تمویلوي یې او جنګیالیو ته پټنځایونه، درمل، وسلې او نورې اسانتیاوې ورکوي.

د پاکستان مداخلې او لاسوهنې نورې له زغمه وتلې دي، افغان حکومت په دې برخه کې ډېرې هڅې وکړې، خو نړیواله ټولنه هم دوه رنګی سیاست مخته وړي. د پاکستان پر وړاندې رښتینی او عملي اقدام نه کوي او تر هغو چې نړیوال پر پاکستان فشار زیات نه کړي، نو ناشونې ده چې پاکستان دې له افغان وژنې لاس واخلي.

که څه هم  د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په افغانستان کی د تاوتریخوالو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ټنیګار یی کړی چی پاکستان په افغانستان کی دننه د ترهګریزو فعالیتونو هیڅ ملاتړ نه کوی او زیاته کړې یې ده (د پاکستان یو شمیر اتباع په افغانستان کی په کار بوخت دی چی هغوی هم کله کله د خپلو افغانانو وروڼو تر څنګ د تاوتریخوالو قربانی کېږي ، د دغو کسانو ترهګر بلل د خواشینۍ خبره ده). دا د پاکستان ناکامه هڅه او چالاکي ده، دوی غواړي په دې ډول د افغانستان په جګړه کې خپل لاس لرل پټ او رد کړي، مګر اوس افغانان، سیمه او نړۍ په دې خبره ده چې په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان له لوري پیل شوې او ورځ تر بلې شدت پیدا کوي.

د سیمې هېوادونه او نړۍ باید د پاکستان او بل هر هغه هېواد پر وړاندې جدي اقدام وکړي چې د سیمې او نړۍ ثبات ته خطر پېښوي، ترهګري پالي او له تشدد څخه کار اخلي، پاکستان ته باید د نړیوالو له لوري په ټول جدیت او قاطعیت دا پیغام ورکړل شي چې د دوی اوسنی چلند او دریځ په هیڅ ډول د منلو او زغم وړ نه ده و که پاکستان د افغانستان په چارو کې له اوسنۍ لاسوهنې لاس وانخلي، نو د سیمې او نړۍ په کچه به منزوي شي.