‎دافغان حکومت بریالۍ پالیسۍ!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎‌‌‌‌‌‌پښتنه کلیواله  
‎د نړۍ ټول خپلواک هېوادونه ، هر یو ځانګړي کورني او بهرني ستراتیژۍ لري، چې د هغو پر بنیاد خپلې تګلارې تعینوي .
‎د اکثرو هېوادونو بهرنۍ ستراتیژۍ اوږدمهاله دي، که هر څومره حکومتونه تغیر او تبدیل کېږي خو بهرنۍ تګلارې او پالیسۍ یې په خپل حال پاتې وي.
‎او نوي حکومتونه هماغه پخوانۍ تعقیب کوي او پر بنیاد یې عمل کوي

.
‎افغانستان هم یو له هغو خپلواکو هېوادونو څخه دی چې حکومتونه یې خپلې کورنۍ او بهرنۍ ستراتیژۍ جوړوي، او د هغو پر بنیاد خپل کارونه پرمخ وړي.
‎خو دا ستراتیژۍ لن‌‌‌‌‌‌ډ مهاله دي ځکه هر هغه حکومت چې نوی قدرت ته رسېږي، پخوانیو ستراتیژیو ته د خپلې خوښې تغیر ورکوي.
‎چې دا کله ناکله ناکامې هم وي.
‎د افغانستان بهرنۍ تګلاره د بېطرفۍ په اصل ولاړه ، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره ښې اړیکې د نورو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه، د خپلې خاورې څخه نورو ته د خطر نه پيدا کول، او داسې نور، دا هغه څه دي چې داپالیسي او تګلاره، ‌‌‌‌‌‌‌ډېره بریالۍ، او د بین المللي اصولو پر بنسټ ولاړه ده .
‎د ملي یووالي حکومت په جوړېدو، او د محترم ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې ، زموږ بهرنۍ ستراتیژي دومره بریالۍ ده چې هېڅکله یې ساری ندی لیدل شوی.
‎که حقیقت ته ځير شو د نړۍ اکثره هېوادونه ، بین المللي سازمانونه، لکه د ملګرو ملتونو سازمان ، د ناټو سازمان، اروپايي اتحادیه، اسلامي کانفرانس، د شانګهای سازمان، د ایکو سازمان، او داسې نور ملي او بین المللي ټولنې او سازمانونه چې په دې وروستیو وختو کې یې د افغانستان سره هر اړخیزې مالي او معنوي مرستې زیاتې کړې دي او د افغانستان په داخلي ستراتیژۍ کې یې تر ټولو مهمې برخې چې له هغو څخه د سولې او جګړو څخه د خلاصون لاره ، او اقتصادي کړنلارې د ټولو په سر کې دي.
‎ټولې بین المللي ټولې او سازمانونه ، د افغانستان ددې بر حقه غوښتنو څخه پوره ملاتړ کوي.
‎که خدای ج کول د هغو په همکاریو سره به موږ ‌‌‌‌‌‌ډېر زر خپل دغه ملي او اسلامي ارمان ته ورسېږو .
‎د افغانستان کورنۍ ستراتیژي ، چې عمده موخې یې سوله او ثبات د اقتصادي زیربېناو جوړول، سیاسي او کلتوري ارزښتونه ، ښه حکومتولي، د ښځو حقونه، پراخې مدني ټولنې ، او په ټوله کې د بشري حقوقو ملاتړ د ملي یووالي حکومت له کورنۍ تګلارې اساسي غوښتنې دي.
‎خو له بده مرغه یو شمېر مفسدین ، لکه جنګسالاران، د مخدره موادو قاچاق کوونکي، د ځمکو غاصبین، او داسې نور چې تل یې د مغرضو بهرنیو استخباراتي کړیو ، په اشاره د مذهب‌، قوم، ژبې، او سمت په نوم یې ستونزې او خن‌‌‌‌‌‌ډونه جوړ کړې دي.
‎چې د خپلو بادارانو د خوشحالۍ ، او خپلو شخصي ګټو په خاطر یې زموږ ملي ګټې او ملي ارمانونه له خن‌‌‌‌‌‌ډ او ځن‌‌‌‌‌‌ډ سره مخامخ کړې دي.
‎چې دې ‌‌‌‌‌‌ډلو نه یواځې د افغانستان ، د پرمختګ د پاره مشکلات جوړ کړې دي، بلکې نوره نړۍ یې هم پر موږ بې باوره کړې ده.
‎د افغانستان د ملي یووالي حکومت او ټول افغانان په دې پوه شوي دي چې باید سره یو شي او د خپل مشر تر څنګ ودرېږي، تر څو
‎ددې جنایتکارانو مخنیوای وکړي او افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ، په لور روان شي.