‎پاکستان اوس هم شیطانان زیږوي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


مینه منکل
‎له هغه وخته چې پاکستان د نړۍ په نقشه په جعلي توګه تپل شوی، تر ننه هره کړنه يې د انسانانو په تېره بیا د مسلمانانو پر ضد ده .د ټولې نړۍ ترهګرو ، په یو نه یو ډول به پاکستان لیدلی وي، هلته به يې اوبه څکلې وي ، هلته به روزل شوي وي، او هلته به يې د مسلمانانو وژل زده کړې وي

.
‎یو خوا که په کشمير کې ترهګري خپروي ، او مسلمانان وژني، بله خوا يې (کابل باید وسوځیږي) ترننه همدا نغارې غږوي.
‎ترهګر روزي، باروت جوړوي، ځانمرګي زېږوي، او د هغې چا کور ته يې رالېږي چې دوی يې مسلمان کړي. ۳۹ کاله کېږي چې همدا لړۍ يې د کابل په لور روانه کړې ده .
‎کابل يې د نا اهله بچو په لاس ړنګ کړ ، او افغانستان يې وسوځاوه، اردويې ړنګه کړه ، ملي بنسټونه يې له منځه یوړل ، دا چې یو ځل بیا د افغانستان ټول ملي بنسټونه په پښو درېدلي دي، بیا يې هم د اسلام د شعار لاندې افغانستان ته ترهګر رالېږي، بیا يې هم د همدې هېواد د ړنګولو خیال د سره ندی وتلی، او لا هم له کوره يې شیطانان را زیږېږي، فتنې خپروي، او وحشتونه ټوکوي.نه یواځې سیمه ترې نارامه ده ، نړۍ هم ترې آرامه پاتې نده ، د نړۍ د ترهګریز برید ریښه به په پاکستان کې وي، او هره ترهګریزه پيښه به په اسلام آباد کې پلان شوي وي.د پاکستان حکومت په تېره بیا پوځ او آی اس آی په طبعي ډول د شیطانانو د زیږولو فابریکې لري.
‎که په لنډ ووایو چې څنګه غر وي هسې يې کربوړی وي، او په بله معنی د هندو د کوره قران نه راوځي.
‎نو ویلی شو چې تر څو چې  پاکستان وي والد به يې انګلستان وي .
مینه منګل