‎د سولې لوی اختر!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


مینه منګل
‎څلور لسیزې کېږي چې په افغانستان کې پر افغانانو تپل شوې جګړه روانه ده ، دې خونړۍ جګړې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو افغانانو ژوند اخیستی، د سیمې استخباراتو نېږدې څلوېښت کاله یې په افغانستان کې کور په کور جګړې پيل کړې، چې دې جګړې ته یې بېلابېل نومونه ورکړل، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د جهاد په نوم بېلابېلې ‌‌‌‌‌‌ډلې وروزلې او د جګړې په خاطر افغانستان ته راولېږلې، د پاکستان مدرسې یې د ترهګرو په روزنېزو مرکزونو بدلې کړې دي. 
‎چې په دې مدرسو کې تنکیو ځوانانو ته د جهاد په نوم جګړې ور زده کړي او بیا یې افغانستان نه د جهاد په نوم رالېږي

.
‎دا چې جګړه د افغانانو غوښتنه نده نو تل یې هڅه کړې چې د سولې د لارې په افغانستان کې شته ستونزې حل شي، کله چې د اوربند خبرې کېږي دواړه غاړې هم افغانان او هم وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې خوښي ښيي ، دواړه غاړې ‌د خپلو مشرانو دې پرېکړو ته په تمه وي چې کله د دوه طرفه سولې او اوربند غږ کوي.
‎موږ په تېر کوچني اختر کې ولیده چې افغان حکومت په یوه نوي ابتکار سره د وسله والو په وړاندې اوربند اعلان کړ، چې دې سره ښکیلو غاړو هم د اختر په درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ، موږ د ولس او د ښکېلو غاړو خوشحالۍ ولیدلې، د دواړو خوا و په څېرو کې دا له ورایه ښکارېده چې څومره له جګړې ستړې دي، او څومره د سولې تږي دي، ځکه کله چې دواړو خواو یو بل یې لیدل نو کلکې غېږې به یې ورکولې ، دا ورځې د افغانستان په تاریخ کې نه هېرېدونکې ورځې وې .
‎افغان حکومت د وسله والو طالبانو په وړاندې اوربند لا وغځاوه، خو وسله والو طالبانو خپلې جګړې ته دوام ورکړ او د هېواد په ‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر ښارونو یې بریدونه وکړل او د هېواد په کچه یې زموږ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.
‎د تېرو دوو میاشتو په لړ کې افغان حکومت ، د وسله والو طالبانو سره د سولې دپاره ‌‌‌‌‌‌ډېرې هڅې روانې کړي، چې د هغې له ‌‌‌‌‌‌ډلې په ابوظبۍ کې د څلورو هېوادونو د امنیت شورا سلاکارانو د افغان سولې په اړه ناسته وه ، او د ناستې مشري د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر کوله.
‎ددې ناستې څخه هیلې شته چې وسله وال طالبان به د سولې مېز ته کېني. 
‎تر څنګ یې د علماو ناسته او داسې نور اړین موضوعات.
‎تر څنګ یې افغان حکومت هیله ښيي چې د لوی اختر په ورځو کې یو ځل بیا اوربند اعلان کړي تر څو د افغانستان خلک د امن په فضا کې اختر تېر کړي.
‎د حکومت دا ټولې هڅې د سولې د پاره یو ښه زېری دی ، همدا هڅې د تلپاتې سولې د پاره یوه لاره خلاصوي. 
‎اوس نو وسله والو طالبانو ته هم پکار ده چې له ورو وژنې لاس واخلي د پردیو په لمڅون د نور په افغانستان کې جګړه نه کوي ، هڅه د وکړي چې خپلې شته سیاسي ستونزې د خبرو د لارې حل کړي.
‎ځکه چې په سوله کې ژوند او عزت دی.
‎دا د وسله والو طالبانو د پاره یو ښه چانس دی .
‎هېواد مو یووالي، سولې، أبادي، او افغانان مو پرمختګ، خوشحالۍ او آرام ژوند ته اړتیا لري. 
‎موږ هیله لرو چې د یوې با عزته سولې څښتنان شو.
‎د همدې ورځې په هیله .
‎مینه منګل