ائتلافونه د ټاکنو بدیل نه دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

دا تقریباً په عام او همېشني دود بدل شوی دی هر وخت چې ټاکنې را نږدې شي، نو ورسره جوخت ائتلافونه، حزبونه، قومي شوراګانې او نور مختلف جوړښتونه او حرکتونه هم را پیدا شي او په یو نه یو ډول د خپل ځان د مطرح کولو او خپل غږ پورته کولو کوښښ کوي.

دا هڅې خپلې خاص او مشخصې موخې تر شا لري، ځینې د امتیازاتو لپاره وي، ځینې د فشار لپاره وي او ځینې هم یوازې د دې لپاره وي چې څنګه د خپل رقیب د ماتولو لپاره د بل پر وړاندې ودرېږي او ځینې هم ممکن د هېواد او ولس د کار او خدمت لپاره دغسې جوړښتونو کې ځانونه منظم کړي، مګر دغه وروستۍ د کار او خدمت ډله یا ډېره کم رنګه وي او یا هم ډېره غیر فعاله وي

.

ټاکنې په افغانستان کې تازه تجربه کېږي. له همدې امله ډېر خلک لا د ټاکنو له ارزښت څخه بې خبره دي او یا هم د ټاکنو په روڼتیا، اغېز او ارزښت چندان باوري نه دي. یا هغوی چې په ټاکنو کې د خلکو د رایو د ترلاسه کولو لپاره کوم کمال او هنر ونه لري او ځان په تاوان او بایللو کې حس کړي، نو بیا د ټاکنو پرځای د جوړجاړي، ائتلافونو او لویې جرګې خبرې کوي.

سږکال چې هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې را نږدې شوې دي او هم ولسمشریزو ټاکنو ته په شمار میاشتې پاتې دي، نو یو ځل بیا دغه وړ هڅې او ائتلافونه پیل شوي دي چې د کابل سرینا هوټل کې د تېرې اونۍ د سیاسي احزابو غونډه یې ښکاره بېلګه ده، چې ویل یې که یې غوښتنو ته حکومت پام ونه کړي، نو ټاکنې به تحریم کړي، مګر دا هر څه ولسمشر غني په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې په کلکه رد کړل.

ټاکنې د ولسواکۍ یو مهم اصل دی چې خلک په کې د خپلې رایې پر مټ د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکوي او له همدې امله د خلکو رایه، انتخاب، پرېکړه په کې ارزښت لري او د دوی مستقیم یا غیرمستقیم استازیتوب کېږي.

د ټاکنو ښه والی دادی چې نوماندان خپلې طرحې او پلانونه ولس ته وړاندې کوي، د هغوی اعتماد او ډاډ ترلاسه کوي او ملت یې په اړه قضاوت کوي او بیا د هغه په رڼا کې ورته رایه ورکوي. مګر دا چې په افغانستان کې د ټاکنو بهیر نوی تجربه کېږي، نو له همدې امله بې ستونزو نه دی، ځکه له یوې خوا خلک ورڅخه بې خبره دي او له بل لوري لا هم زورواکان د زور او زر پر مټ د ټاکنو اصل مسیر خرابوي او خلک دېته مجبوري چې د پیسو، زور، ژبې، قوم او سیمې په اساس باید دوی ته رایه ورکړي، د دغه ډول رایې کارولو جنجال دادی چې حق حقدار ته نه سپارل کېږي، ناسم، غیر مطلوب، او نا اهله خلک د ولس په رایو په ټاکنیز بهیر کې بریالي کېږي.

ولسمشر غني په وضاحت سره وویل،انتخاب د افغانستان د خلکو حق دی او خلک باید په وضاحت په دې اړه پرېکړه وکړي. انتخابات یو قشر نشي تعینولی د افغانستان غوڅ اکثریت د ټاکنو پایلې ټاکي.

جمهور رئیس غني د ټاکنو د شفافیت په موخه وویل، مدني ټولنې او بین المللي مدني ټولنې باندې دې پر ټاکنو د څارنې ښه امکان برابر کړي او ټینګ نظارت دې وکړي، هغه ژمنه وکړه، د شفافیت لپاره چې هر ډول شرایطو او اسانتیاو ته اړتیا وي حکومت به یې برابر کړي.

مانا دا چې اول ټاکنې په هر قېمت چې وي ترسره کېږي، ځکه حکومت ورته ژمن دی، مګر حکومت کوښښ کوي چې ټاکنې سراسري او شفافې وي او ټول خلک په کې ګډون وکړي او رایه ورکړي.