سیمه ییزه اجماع د افغانستان د بحران د حل شین څراغ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه او لنډیز: اېمل پیاوړی

جنګ په تېرو څلورو لسیزو کې زموږ خلکو ته درانه زیانونه اړولي او لا هم د جنګ ادامه هره ورځ د هېواد بېلابېلې برخې او خلک زیانمنوي. جمهور رئیس غني په ننګرهار کې وویل چې د افغانستان جنګ یې حکومت ته په میراث ورپاتې دی او د حل لپاره یې د افغانستان په داخل او بهر کې کوښښونه کوي.

د ملي یووالي حکومت د کار له پیل سره جمهور رئیس غني اعلان وکړ چې د حکومت بهرنی سیاست یې په پنځو حلقو کې عملي کېږي او د افغانستان د بحران د حل لپاره له دې پنځو حلقو سره اړیکې ضروري دي.

د جمهور رئیس غني د طرحې په اساس د ښاغلي غني بهرني سیاست کې لومړۍ حلقه ګاونډیان دي. دویمه حلقه د اسلام د تمدن حوزې هېوادونه دي. دریمه حلقه غربي هېوادونه، د ناټو غړي هېوادونه دي. څلورمه حلقه اسیا او پنځمه حلقه له بین المللي سازمانونو لکه ملګرو ملتونو، د نړیوالې سوداګرۍ سازمان، نړیوال بانک او نورو سره اړیکې دي. د اسیا حلقه کې د جمهور رئیس غني ټینګار له چین او جاپان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار دی.

په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان د حکومت کوښښونه په دې پنځو حلقو کې نتیجې ته رسېدلي چې نن د اسلامي هېوادونو په منځ کې سولې ته د رسېدو لپاره یوه اجماع جوړه شوې. د شانګهای حوزې اړوند هېوادونود افغانستان د حکومت په اړه مثبت لید پیدا کړی نړیوالو سازمانونو او مرسته کوونکو هېوادونو په بېلابېلو ناستو کې د افغانستان له سیاسي، امنیتي او اقتصادي پروسو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی، د افغانستان د سولې پروسې او اوربند څخه د دوی وروستی ملاتړ یې ښه بېلګه ده.   

په کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مېرمن ایلس ویلز سره د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر وروستۍ لیدنې هم روښانه کړه چې امریکا ملي برنامه له پخوا زیات ملاتړ کوي. له دې دمخه هم د حنیف اتمر په مشرۍ پاکستان، ازبکستان، اذربایجان او ډېرو نورو هېوادونو ته د افغان پلاوي سفرونو ډېرې لاسته راوړنې لرلې او دغو هېوادونو د افغانستان په  اړه مثبت لید پیدا کړی دی. د بېلګې په توګه په بېساري ډول ازبکستان چمتو شو چې د څو په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې دناستې کوربه توب وکړي چې د شنونکو له نظره له امکانه لیرې و. همدارنګه چین په سیمه کې د تاثیر لرونکي هېواد په توګه له افغاني پلاویو سره له لیدنو وروسته تیار دی چې د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ وکړي او چین پر اسلام اباد زیات نفوذ لري.  

سعودي عربستان چې د طالبانو له سقوط وروسته د افغانستان په اړه خپلو سیاستونو کې یوه کامله خاموشي اختیار کړې وه، نن له دې هېواد څخه د سولې غوښتنې غږونه اورېدل کېږي چې ښکاره مثال یې د افغانستان د جنګ په اړه د مکې د امام فتوا او د سولې بهیر څخه د هغه هېواد د پاچا ملاتړ دی او همدارنګه عربستان هم تیار دی چې د افغانستان د سولې بهیر د پرمخ بېولو لپاره دوه جلا ناستې وکړي.  

همزمان له دې سره درې کاله دمخه د افغانستان سیاست سره د تروریستي ډلو پر ملاتړي پاکستان بې سابقې فشارونه زیات شول چې دې وضعیت د سولې د راتلونکي لپاره یوه امیدواري ایجاد کړه او د پاکستاني مقاماتو په څرګندونو کې په مراتبو اورېدل شوي چې هغوی د سولې بهیر کې همکارۍ ته چمتو دي.

د افغان حکومت د ملي کوښښونو په پایله کې نن افغانستان له سوداګریزې محاصرې وتلی او هیڅ وخت په وروستیو دوه کالو کې په بازارونو کې د خوراکي توکو د قحطۍ خبره نه ده شوې. له چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې رامنځته شوې دي . لیرې هېوادونه لکه ترکیه، هند او سعودي هم د هوایي دهلېزونو په ایجاد سره د افغانستان د سوداګریزو توکولکه وچې او تازه مېوې په لېږد کې مهم رول لري او دا پروسه د حکومت په راتلونکو پروګرامونو کې هم شامله ده.  

په حکومتي مقرریو کې د اصلاحاتو راوړل ، د زورواکانو د لاس لنډېدل پر تقرریو او قراردادونو کې، د فساد ضد مبارزه،د څو مقاماتو محاکمه، په نظامي برنامو کې د اصلاحاتو پیل، د الکترونیکي تذکرو د وېش پیل او لسګونه نورې لاسته راوړنې دي چې نوم یې اخیستلی شو اما هغه څه چې دغه لاسته راوړنې قوي کولی او ساتلی یې شي هغه د سیاسي جریانونو، خلکو او دمدني بنسټونو همغږي ده چې ټول په یوه غږ د هېواد د ثبات په لور حرکت او هڅې وکړي.