د اوبو او برېښنا وزیر د اوبو د مدیریت قرباني شو

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

ولسمشر غني له لومړي سره د اوبو د مهارولو، مدیریت، د کرنې او اوبولګولو او همدارنګه د برښنا د تولید لپاره د موثرې ګټې اخیستنې په موخه ژمن و او تل یې په دې ټینګار کاوه چې اوبه د افغانستان ابرو ده او دغه ابرو به په هر قېمت خوندي کوو.

د اوبو د مدیریت او د دغې ابرو د خوندي کولو لپاره افغان حکومت د ۲۹ بندونو د جوړولو پلان جوړ کړ او د دغه پلان له مخې د ځینو بندونو چارې بشپړې او د ځینو تخنیکي مطالعات سروې او نورې اړوندې چارې پیل شوې، خو ولسمشر غني په دې

برخه کې د کار له اوسني وضعیت څخه راضي نه او باربار یې په دې اړه ځانګړې غونډې وکړې، خو کله چې دې نتیجې ته ورسېده چې د اوبو او انرژۍ وزیر په دې برخه کې تعهد او ظرفیت نه لري، نو په لومړي ګام کې یې د اوبو او انرژۍ د تولید ډېر کارونه د افغانستان د برېښنا شرکت ځوان رئیس ته وسپارل او ځینې یې په خپله مدیریت کړل.

بالاخره یې نن د یو حکم په ترڅ کې د اوبو او برېښنا وزیر له دندې ایسته کړ او پرځای یې د یاد وزارت معین انجنیر محمد ګل خلمي سرپرست وټاکه.د ولسمشر غني دغه اقدام په دې مانا دی چې نوموړی لا هم د اوبو د مدیریت په برخه کې په همغه قوت او تعهد په خپله خبره ولاړ دی او هغه غواړي چې په هر قېمت وي، د افغانستان اوبه باید په کور دننه مهار او د موثرې استفادې وړ وګرځي او له همدې امله یې د اوبو انرژۍ وزیر له دندې ګوښه کړ.

د اوبو پر مدیریت د ولسمشر غني ټينګار له دې امله دی چې په اوسنیو شرایطو کې یوازې دوه منابع دي چې افغانستان د بهرنیو له احتیاجه اېستلی او په خپلو پښو ودرولی شي چې یو اوبه او بل کانونه دي، له بده مرغه دغو دواړو برخو ته تراوسه نه یوازې اساسي پام نه دی شوی، بلکې د افغانستان د دښمنانو په لاس کې دي او دوی ورڅخه د ځان لپاره ګټه اخلي، ځکه اوبه مو هغو دوه ګاونډیو ته ور روانې دي چې هره لحظه په افغانستان کې د جنګ اور ته پوکی ورکوي چې یو پاکستان او بل هم ایران دی.

همدارنګه کانونه هم تر ډېره د طالبانو ، زورواکانو او مافیا په لاس کې دي چې په غیر قانوني توګه یې استخراجوي او بهرنیو هېوادونو ته یې قاچاق کوي. له کانونو څخه ترلاسه شوې پیسې یا د هغو یوه برخه بېرته په هېواد کې د جنګ د دوام لپاره مصرفوي.

حکومت باید په لومړي ګامو کې اوبه او کانونه د دښمنانو له ګټې او استفادې وباسي او پر هغو باندې خپله ولکه زیاته کړي او په دویم ګام کې له هغو څخه د موثرې ګټې اخیستنې لپاره ملي برنامې او پلانونه ترتیب کړي. ګاونډیانو په دې برخه کې که تر دې وړاندې د ولسمشر غني جدیت نه وي درک کړی، نو نن یې باید درک کړي چې د انرژۍ او اوبو وزیر یې د اوبو د مدیریت لپاره قرباني کړ.

که چېرې دا ځل دغه وزارت ته خدای مسلکي، په کارپوه او ژمن افغان د وزیر په توګه راوست نو باور دی چې د ولسمشر غني د ملاتړ له برکته به د اوبو د مدیریت په برخه کې پام وړ کارونه ترسره کړي. داسې کارونه چې هم به افغانستان د بهرنیو له احتیاجه ووځي، هم به د امنیت په تامین کې مرسته وشي او هم به هېواد له هر پلوه خودکفا شي.