پر افغان علماو برید د ترهګرۍ د زوال پیلامه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بیشیر یوسفزوی

د ترور، وحشت او انسان وژنې له پلوه په افغانستان کې هیڅوک، هیڅ ځای، هیڅ سیمه او هیڅ قشر خوندي نه دی، دا مانا چې ترهګرو افغان وژنې او قتل عام ته کار ویلی، ځکه  قومي مشران او د سر سړي په لارو او کورونو کې، زده کوونکي مو په ښوونځیو کې، عام وګړي مو په ښارونو او جوماتونو کې په بې رحمۍ وژل کېږي

.

طالب وسله وال بېخي وحشي شوی دی، نه یې په چا زړه سوځي او نه یې پر چا رحم شي. پرون یې د اسلام د ستر پېغمر پر وارثانو چې د هېواد جید دیني علما دي وحشيانه برید وکړ او د دغه برید په پایله کې یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

د افغان علما ګناه دا وه چې د طالب وحشت ته یې وحشت وویلې، د دوی له لوري د افغان ولس پر ضد پیل شوې جګړه یې حرامه او ناروا وبلله اود رسا غږ په توګه یې ټولو خواو ته د روان ناورین د ودرولو لپاره وویل چې: ” موږ علما په افغان ولس، حکومت او سیاسي او مدني حرکتونو د ټولنیزو شبکو په مسوولو ادارو او په ټولو رسنیو باندې غږ کوو چې روانو ناخوالو څخه د وتلو په خاطر خپل یووالی او وحدت وساتي او د دښمن د دسایسو ښکار نه شي او د بیان ازادۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستلو د ولس تر منځ د نفاق او نفرت اچولو څخه په کلکه ډډه وکړي.“

تروریستانو له دې امله د افغان علماو پر غونډه برید وکړل چې علماو د دوی اصلي څېره ولس ته ور وپېژندله او په ټولو خواو یې غږ یې وکړ: ”موږ علما په دې اړه د خپل ټول مسلمان ملت، د حکومت او د نورو اسلامي هېوادونو د حکومتونو ، علماو او دیني بنسټونو باندې غږ کوو چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره خپله دیني وجیبه او وظیفه ترسره کړي او دغه ناورین ته د پای ټکی کېږدي.“

طالب ترهګر چې کله په دې پوه شو، چې نورخپل وحشتونه او ناوړه اعمال د اسلام د سپېڅلي دین د ارشاداتو په ناسم تعبیر سره نشي توجیه کولی، ځکه چې افغان علما یې پر ضد را پاڅېدل، نو وار له واره یې د هغوی د وېرولو او خاموشولو لپاره په تروریستي برید لاس پورې کړ.

افغان علماو په خپله فتوا کې د ټولو هغو اسلامي مراکزو او بنسټونو قدرداني وکړه چې افغان وژنه یې غندلې او حرامه یې بللې او همدارنګه یې له هغوی څخه وغوښتل چې د دوی د دغې متفقې فتوا هر اړخیز ملاتړ وکړي، ځکه نو د طالب وسله وال د وحشت ښکار شول. افغان دیني علما په خپله دغه فتوا کې لیکي: ”موږ علما په دې اړه د نورو دیني بنسټونو هڅو ته ارزښت ورکوو او هغه په ډېر احترام سره ستایو او تائیدو یې چې د بېلګې په ډول دارالعلوم دیوبند، الازهر الشریف، رابطه العالم الاسلامي، اتحاد علماالمسلمین او د ټولو هغو مراکزو او ادارو چې دې برخو کې فتواوې، اعلامیې او قطعنامې صادرې کړي، یاد او دهغو درناوی وکړو. او له یادو بنسټونو او مراکزو څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره زموږ د دې فتوا هر اړخیز ملاتړ او د دغه ناورین په ختمولو کې موږ سره مرسته وکړي.“ 

پر افغان علماو برید د طالب د وېرې، ډار او د ترهګرۍ د زوال په مانا دی، ځکه هغوی چې له هر ډول استدلال او منطق پرته زموږ د مسلمان او مجاهد ملت پر ضد کومه جګړه پیل کړې نه یوازې دیني صیغه نه لري، بلکې د اسلام د سپېڅلي دین د ارشاداتو په اساس حرامه او نامشروع ده، نو طالبانو له همدې وېرې پر دیني علماو تروریستي برید وکړ. طالب به که خدای کول نور د خپل وحشت انجام ویني او نور به یې زوال پیل وي.