د پنجاب تروریستی سفارت مخته د ولسی لاریون د ګدونوالو پریکړه لیک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بسم الله الرحمن الرحیم
نیټه د کب ۲۲ کال ۱۳۹۵ ه ل
دادی نن بیا د هیواد اصیل بچیان، بنسټونه، سازمانونه، سیاسی او مدنی فعالان، فرهنګیان، لیکوالان، علما، روحانیون او عام ولس سره په خورا همغږی راټول شوی ترڅو په یو غږ سره د ملت غږ نړیوالو او افغان حکومت ته ورسوی.


مونږ د ننې لاریون ګډونوال له نړیوالو سوله غوښتونکوملتونو، سازمانونو، امنیت شوری، هیوادونو غوښتنه کوو:
ترڅو د پنجابی تروریستی پوځی حکومت چی تروریزم د تولید، خپرولو، تورید، لوژستیک، تمویل، انتقال ډایمی ځاله ده او د پاکستان په نامه په مصنوعی بڼه د افغانانو په خاوره د انسان وژنی لپاره رامنځته شوی ده د تروریستانو په تور لست کی شامل کړی او هرراز سیاسی، پوځی، دیپلوماتیکی او اقتصادی اړیکی ورسره پری کړی.
دا د ناسور زخم او سرطانی حجره چی هره ورځ د انسان وژنی نوې طرحی د اسلام د نقاب لاندی جوړوی ، دین یی وسیله ګرزولی او ترورستان تولیدوی چی انسانې ټولنه پری ووژانی، داکرایی دهشتګرد حکومت د افغان وژنی پروژه په غاړه اخیستی او هره ورځ د افغانانو خاصتا پښتنو په سیمو کې د تروریزم جګړه پرمخ بیایی.
مونږ له نړیوالی انسانی ټولنی په درنښت غوښتنه کوو او دخپل ولس د مظلومیت غږ ورته رسوو چی دا د تروریزم ځاله د نړیوال اصولو او پرنسیپ پراساس د امنیت شوری له لاری، د دیپلوماتیکو او پوځی اقداماتو، اقتصادی اوتجارتی فشارله لاری اصلاح اوله منځه یوسی.
د تروریزم پرضد جګړه کې هره ورځ په زرهاوو افغانان قربانوی ورکوی بچیان یی شهیدانیږی، اقتصاد یی ضربه وینی، مګر اصلی ځاله یی له نړیوالو پوځی، اقتصادی او سیاسی دیپلوماتیکه مرسته ترلاسه کوی چی نړیوال انسان دوسته ملکونه باید دی ټکی پام کړی اودامرستی پری قطع کړی ترڅو د تروریزم ضد جګړه کامیابه شی.
پنجاب د خپلو پوځی تروریستی موخو ترلاسه کولو لپاره پرښوونځیو، پوهنتونونو، مدرسو، روغتونونو، ټولګټو تاسیساتو، افغان حکومت پوځی او استخباراتی ادارو باندی هره ورځ انتحاری او انفجاری عملیات ترسره کوی، انتحاریان روزی، تمویلوی یی او تر هدفه یی په دیپلوماتیکو موټرو رسوی، دا سرطانی غده هره ورځ د افغان له وینې تغذیه کوی.
پنجابی تروریستی پوځ هره ورځ د دیورند کرغیړنی کرښی په شا او خوا کی راکټونه اوروی او عام کلی او کورونه په نښه کوی، خندق باسی ترڅو داعش او لشکر طیبه له سویل نه شمال ته انتقال کړی، د یو واحد ملت د زورولو لپاره دروازی نصبوی، دروازی بندوی او عام ولس تنګوی، پنجاب تروریستی پوځ هره ورځ د کرښی هاخوا تر اټک سرحد پوری پښتانه ځپی بندیانویی، کورونه یی تخریبوی.
مونږ د لاریون ګډونوال لاندی پریکړو سره دا پریکړه لیک له رسنیو، سفارت خونو، حکومت، نړیوال سازمانونو، انسان دوسته هیوادونو سره شریکوو:
•    نړیوال هیوادونه په خاصه توګه افغانستان، امریکا، چین، انګلستان، روسیه، جرمنی، ترکیه، هند، فرانسه او ملل متحد باید خپلی دیپلوماتیکی اړیکی له دی سرطانی غدې سره وشړوی اویا یی په تعلیق کی راولی.
•    نړیوال هیوادونه اوسازمانونه باید په پنجابی تروریستی پوځی حکومت اقتصادی، سیاسی، پوځی، دیپلوماتیکه تعذیرات وضع کړی او هغه شیطانی استخباراتی کړی چی افغانان وژنی د طالب، داعش، لشکر طیبه، مسلم لیګ، جمعیت علمای اسلام ترنامه په تور لست کی شامل کړی او پروړاندی یی لازم اقدامات وکړی.
•    نړیوال هیوادونه باید افغان حکومت خاصتا پوځ او استخباراتو سره مرسته او همکاری وکړی اوهغه استخباراتی مواد شریک کړی چی دانتحاری واقعاتو مخنیوی پکی وشی ترڅو د ماشومانو، ښځو او عام ولس د وژنی مخنیوی وشی.
•    افغان حکومت باید خپل دریځ د پنجابی تروریستی حکومت پروړاندی روښانه کړی، دیورند کرښی باندی د پنجاب پوځی تاسیساتو مخنیوی وکړی، دروازی یی له منځه یوسی او په خپله خاوره لکه پیښور کی افغانی قنسلګری بندی کړی.
•    مونږ د افغانستان ولس هیچاته اجازه نه ورکوو چی دیورند کرښه په رسمیت وپیژنی او پنجابی تاسیساتو ته رسمیت ورکړی دروازو ، خندق، دیوال، اغزن تار او انسان وژنو ته یی چوپه خوله کینی او د تروریستی پوځ سره یی تفاهم لیکونه لاسلیک کړی.
•    مونږ د افغانستان ولس هیڅ وقت د باردرمنجمنت، سرحدی لوا، استخباراتی تفاهم لیک، SOP  ترنامه لاندی کومی معاهدی، تفاهم لیک اویا قرارداد ته ژمن نه یواو هروقت مو لاس برشو خپله خاوره تراټکه او ګوادره نیسو اوخپل پښتون اوبلوڅ ولس ازادوو او دهغوی آزادی غوښتونکو سره مرسته کوو.
•    مونږ د لاریون ګدونوال پرحکومت غږکوو ترڅو خپلی لیکی له جاسوسانو، خاینینو، مفسدینواو هغه کسانو چی پنجابی یرغل اوراکټی بریدونوته چوپه خوله ناست دی پاکې کړی او پنجابی تروریستی پوځ ته بالمثله ځواب ورکړی ، پدی څانګه کې له نړیوالو هیوادونو اوخپلو استراتیژیکو ملګرو غوښتنه کوو چی افغان پوځ اواستخباراتو سره هغه ملاتړ وکړی چی ورته ژمن شوی او پر اساس یی افغانستان کی پایګاه لری.
•    مونږ د لاریون ګدونوال د پنجابی تروریستی پوځی حکومت د سفارت د بندیدو عاجله غوښتنه کوو، قنسلی او دیپلوماتیکه اړیکی باید ورسره ژر ترژره بندی شی، ټول سیاسی، اقتصادی اوتجارتی اړیکی ورسره وشړول شی.
•    مونږ د لاریون ګډونوال د افغان حکومت نه په قاطعیت غوښته کوو چی افغانستان په ولایاتو کی د پنجابی تروریستی ناچله پولی کرنسی مخنیوی وکړی اوهغه امنیتی او ولایتی ادارو مسؤلینوته سخته سزاورکړی چی ددی ناچله تروریستی کرنسی ته یی دچلش اجازه ورکړی.
•    مونږ د لاریون ګډونوال پرملت غږ کوو چی دپنجاب بی کیفیته تولیدات مه اخلی په مقابل کی خپل داخلی تولیدات تقویت کړی، اوبه لری، ځمکه لری او انسانی قوت لری خپله یی وکری او خپل بزګر تقویت کړی اوملاتړیی وکړی، د پنجابی بی کیفیته درملو مخه ونیسی او هغه تجار چی پنجاب سره تجارت کوی او افغانستان بازارمصرفی ساتی اعدام کړی.
•    مونږ د لاریون ګدونوال پر سردار شهید محمد داوود خان روغتون تروریستی برید غندو اوله حکومته په کلکه غوښتنه کوو چی عاملینواو هغه کسانو چی ورسره مرسته کړی ته یی سخته سزا ورکړی ترڅو نورو ته عبرت شی.
•    مونږ د لاریون ګډونوال له خپلو امنیتی سرتیرو، پوځ اواستخباراتو ملاتړ کوو خو په رهبری کې یی پراخ تغییرات غواړو او له فراشوتی جنرلانانو او ماشومانو یی پاکول غواړو اوهغه کسان چی دشمن سره د دیپلوماسی خبری کوی او راکټی بریدونو ته یی چوپ او بیکفایته ناست وی د اعدام غوښتنه کوو.
•    مونږ له رسنیو، لیکوالانو او سیاسی کسانو غوښتنه کوو چی د افغان ولس پرتاریخ او ارزښتونو ملندی مه واهی او خپل ملی ګټو ته ترشخصی ګټو ارجحیت ورکړی او دیورند کرښی هاخوا ولس اوخاورې ته د دښمن نوم او لقب مه ورکوی  تراټکه دافغان خاوره ده او خلک یی افغانان دی دیورند کرښی ته مرز، سرحد اوپوله ویل او شا اوخوایی سرحدی پولیس شتون ولس سره اوتاریخ سره ستره جفا ده چی دا ملی خیانت مخنیوی باید وشی.
•    د بهرنیو چارو وزارت، افغانستان سفارت په اسلام اباد کی د پڅ او خاینانه دریځ په مقابل کی مونږ خپله ستره کرکه جوتوو او له ولس نه ددی ادارو پاکوالی غواړو ترڅو راتلوونکی کې دښمن ته بالمثله ځواب ورکړی او په نړیواله کچه فعاله دیپلوماسی غوره کړی. تراوسه یوځل هم د پنجابی ترورستانو د کړنې مقابل کی د احضارولو، اخطاریه او تعلیق خبری مونږ شاهدان نه یو...
په پای کی د ننې لاریون کوونکی له خپلو امنیتی سرتیرو، ګارنیزیون قطعی، پولیس، رسنیو، عام ولس نه مننه کوی چی په پوره زغم سره یی نن ورځ له مونږ سره مرسته وکړه.
درناوی
لاریون ګدونوال