د پښتنو مشرانو تر منځ نفاق؛ څوک او ولې؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه: امین پاچا
له څلورو لسیزو را په دې خوا زموږ ولس د پردیو استخباراتو قرباني دی. د احمد او محمود په نامه یو بل سره وژنو؛ قوم، ژبه، شمال او جنوب مو د ځانونو لپاره معیار ګرځولی. که چېرې په یوه سالمه پروسه کې ناکام شو، نو غرونو ته خېژو، راکېټ په اوږه او وراني ته بډې وهو. له نېکه مرغه باید ووایم چې په

تېرو پنځلسو کلونو کې د نوي نسل په را لویېدو سره دغه لړۍ تر ډېره بریده کمرنګه شوه. که پخوا موږ نړیوالو په ګوندونو او ډلو ټپلو پېژندو، خو دا ځل یې د یوه ملت (افغان) په نامه وپېژندلو.
په تېرو پنځلسو کلونو کې کنډواله شوی افغانستان د سیالانو سیال شو، پانګونې وشوې، کمپنۍ جوړې شوې، د بیا رغونې په برخه کې خورا چټک پرمختګونه وشول، نظام رامنځته شو، اداره جوړه شوه او تر ټولو مهم د پوهنې په برخه کې خورا زیات پرمختګونه رامنځته شول. پوهنه د یوه هېواد د ملا تیر تشکیلوي، له نیکمرغه باید ووایم چې زموږ امکاناتو ته په کتو د پوهنې په برخه کې بې شمېره لاسته راوړنې لرو او له دې څوک سترګې هم نه شي پټولی.
راځم خپلې اصلي موضوع ته چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د پردیو استخباراتو له لوري هڅې پیل شوې او دا ځل یې د عامه اذهانو په ځانکړې توګه د نوي نسل د اذهانو د مخشوشولو په موخه منظم او سیستماتیک پلانونه په لاره اچولي. له بده مرغه باید ووایم چې د ملي یووالي د حکومت په راتګ سره د قوم، ژبې، شمال او جنوب مسله بیا په را ژوندي کېدو ده.
د یوویشتمې پېړۍ وروستیو لسیزو ته موږ د فکري جګړې لسیزې ویلی شو، په خاصه توګه تېر پنځلس کلونه. پردیو استخباراتو زموږ د هېواد په ګوټ ګوټ کې ریښې کړې دي او دا ځل یې داسې جګړه پیل کړې چې تر وسلوالې جګړې هم خطرناکه ده. فکري جګړه د ولس ذهنونه خرابوي، فکري جګړه یو هېواد د بحران لوري ته بیایي، فکري جګړه یو هېواد له پرمختګه غورځوي، فکري جګړه په یوه هېواد کې تعصب او قوم پالنې ته لمن وهي، فکري جګړه په یوه هېواد کې کورنۍ جګړې ته لاره هواروي او ....
له بده مرغه باید ووایم چې د ملي یووالي د حکومت په راتګ سره دغه جګړه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي. پردي استخبارات هڅې کوي چې زموږ د هېواد مطرح او پیاوړې څېرې د نوي نسل په ځانګړې توګه د ځوانانو تر پام وربدې کړي. دلته یو شمېر کسان او ځینې رسنۍ چې نېغ په نېغه د بهرنیو استخبارتو له لوري حمایه کېږي غواړي د هېواد د نامتو څېرو تر منځ نفاق رامنځته کړي؛ په دې وروستیو کې زموږ ځوانان تر ډېره بریده خواله (فېسبوک، ټويټر ...) رسینو ته لاسرسی لري، ځوانان د دې پر ځای چې په واقعیت پوه شي، باور کوي او هر هغه څه چې د پلورل شوي اجېټ له لوري لیکل یا هم ویل کېږي، دوی پرې باور کوي. په داسې حال کې چې دوی له اصلي موضوع نا خبره او یا یې هم د پوهې کچه ټیټه وي.
څنګه چې ما مخکې ورته اشاره وکړه دا برنامه د بهرنیانو او په ځانګړې توګه د سیمې د استخباراتو له لوري په لاره اچول شوې. کرایي لیکوالان ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، په ټولینزو رسنیو کې تر ډېره بریده پردیو ګټو ته ژمن او د هېواد ملي ګټې یې له پامه غورځولې دي. د دغو اجنټانو فعالیتونه ورځ تر بلې په پراخېدو دي، د مشرانو او د هېواد د واقعي رهبرانو سپکاوی او په خلکو کې د دوی محبوبیت له منځه وړل، د دغو کړیو لومړنۍ موخه ده.
دوی سره له دې چې په هېواد کې قومي، ژبني او سمتي تعصب ته لمن وهي، بلکې د یوه مشخص قوم د مشرانو ترمنځ بې اتفاقي هم د دوی لومړنۍ موخه ده. دوی ولې دا کار کوي؟ دوی ځکه دا کار کوي چې لومړی خو دوی ته د پردیو له خوا فرمایش ورکول کېږي او بیا یې دوی پلي کوي. دویم دا چې یو شمېر مطرح څېرې د هېواد رښتینې خادمان دي، هېواد سره بې کچې مینه لري، د ګران هېواد پرمختګ په موخه را پورته شوي؛ بنا دا هغه څه دي چې پردي استخبارات په ځانګړې توګه د سیمې استخبارات یې نه غواړي. بله مهمه خبر د پردیو ګټې دي. افغانستان اوس په بشپړه توګه مستعمره شوی هېواد دی، پردیو استخباراتو دلته ریښې کړې دي او د پیاوړتیا په موخه یې له هر راز وسلې کار اخلي، بنا د هېواد پرمختګ دوی ته خورا ستونزې هم را ولاړولی شي. هغه کسان چې هېواد ته ژمن دي، د هېواد خپلواکي غواړي، د هېواد پرمختګ یې موخه ده، هغه د دوی د ناوړه دسیسو ښکار ګرځي، په یو ډول نه یو ډول د دوی له لوري تخریبېږي.
په پای کې مې په ځوانانو په ځانګړې توګه د خواله رسنیو په کارونکو غږ دی، چې د پردیو استخباراتو ښکار نه شي، د دوی د ناوړه دسیسو ښکار نه شي، د پلورل شویو لیکوالانو په لیکنو او بې منطقه تبصرو باور ونه کړي، د خپلو رښتینو مشرانو ملاتړ وکړي او پردیو ته دا په ډاګه کړي چې موږ هېڅکله د خپلو مشرانو بې اتفاقي نه شو زغملی او نه هم چاته دا فرصت ورکوو چې زموږ د هېواد رښتیني خادمان تخریب کړي.
د سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله!