د پاکستان بې سترګي توب؛ په اپټا يې سترګې پټې کړې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه : خوشحال آصفي
څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر په یوه غونډه کې پاکستان وننګوه چې د چا لارې ته اړتیا نه لري او او هڅې دا دي چې د افغانستان د جغرافيي ارزښت مالوم شي. اوس پاکستان د ولسشمر غني د يادو څرګندونو په غبرګون کې له پاکستان سره د آپټا له ترانزيتي تړونه

منکر شوی دی. افغانستان او پآکستان داسې یو تړون لري چې په اساس به یې د افغان ـ هند ترانزیټ د پآکستان له لارې کیږي، خو پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اپټا په تړون کې داسې څه نشته او پاکستان د ښه نیت له مخې د افغان ـ هند ټرانزیټ ته اجازه ورکړې ده. له دې سره سوداګرۍ وزارت د پاکستان دا اعا ردوي چې ګڼې په اپټا کې د افغان- هند ټرانزیټ ته اجازه نه ده ورکړل شوې. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایې، پاکستان د اپټا تړون تر لاسلیک وروسته د دې تړون زیاتې مادې نقض کړي. له دې وړاندې هم کله چې افغان حکومت له پاکستان سره د سوداګرۍ په ترانزيتي هوکړه کې د هندوستان د شامليدو غوښتنه وکړه او امريکا هم د افغانستان د دې غوښتنې ملاتړ وکړ؛ پاکستان د افغان ولسمشر پر څرګندونو ناهیلي څرګنده کړه.
افغانستان په سيمه کې د خپل جغرافيبوي موقعيت له مخې ټولې نړۍ ته د ارزښت وړ دی ځکه که هڅه وشي افغانستان د مرکزي اسيا د پیوستون د ټکي په توګه ثابتيدای شي. د افغانستان او پاکستان تر منځ د لومړي ځل لپاره د ترانزيت هوکړه په ۱۹۶۵ ميلادي کال کې شوې ده چې له هغې وروسته بيا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمني پر مهال کله چې انورالحق احدي د ماليې وزير و نوې شوه. يعنې د ۲۰۱۰ میلادي کال د جولای په ۱۸مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوومې اقتصادي ناستې په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ ترانزیتي تړون Afghan Pakistan Transit Trade Agreement(APTTA)) نوی لاسلیک شو. د دغې تړون له مخې افغانستان کولی شي چې خپل مالونه په خپلو موټرو کې تر واګه بندر پورې ولېږدوي او همدا راز د افغانستان موټرې تر ګوادر بندره پورې هم تلی شي.
اوس پوښتنه دا ده چې پاكستان ولې اپټا تړون نه عملي كوي او ولې په دغه تړون کې د هندوستان له شامليدو ډار لري؟
که څه هم د دغه تړن د لاسليک له ورځې پاکستان يې په نقض شروع کړې او سرغړونې يې ترې کړي دي خو په ټوله کې ویلی شو چې پاکستان د دوه هدفونو لپاره پر اپټا تړون سترګې پټوي.
لومړی : له هندوستانه ډار: دا چې پاکستان او هندوستان خپلمنځي سياسي تړينګلې اړيکې لري نو سياسي اړيکو يې په اقتصادي اړيکو هم اغيز کړی دی. پاکستان اوس د ستراتيژيکو او امنيتي انديښنو له کبله په اپټا تړون کې د هندوستان له  شتونه ډار لري او د همدې انديښنو له کبله د پاکستان واګه بندر له لارې هند ته د افغانستان صادرات او واردات ستونزمن شوي دي. دوه دليلونه شتون لري چې پاکستان يې اړ کړی څو له هندوستانه وډار شي.
الف: د پاکستان لومړۍ ويره په دې کې ده چې هندوستان به د افغانستان او منځنۍ آسيا هيوادونو بازار قبضه کړي او پاکستان چې په اقتصادي توګه د هند په پرتله کمزوری دی، له تاوانانو سره مخ شي. له همدې امله دی چې تر اوسه پورې د افغانستان او پاکستان تر منځ يې اپټا ترانزيتي تړون وخت ناوخت نقض کړی او په ځينو مواردو يې سترګې پټې کړې دي.
ب: د پاکستان بله ويره د هندوستان له سياسي مداخلي څخه ده. پاکستان د جنرال پروېز مشرف له وخت راهیسې پر هند ادعا لري، چې په قبایلو او بلوچستان کې د هندي استخباراتو له خوا لاسوهنې کېږي. پاکستان د بلوڅو ازادي غوښتونکو او د هندوستان له همکارۍ څخه ډاريږي. اسلام آباد انديښنه لري چې هندوستان به له فرصت نه په ګټې اخيستنې؛ له پاکستانه د بلوڅانو په ازادي اخيستلو کې مرسته وکړي. له همدې امله هر هغه عمل او تړون چې د پاکستان په چارو کې هندوستان ته د داخليدو اجازه ورکوي؛ پاکستان يې مخنيوی کوي.
دویم : پر افغانستان فشار  ساتل: پاکستان تل د کابل ـ اسلام آباد د سياسي اړيکو د ترينګلتيا پر مهال له اقتصادي هوکړو سياسي ګټه اخيستې ده نو اوس چې په وروستيو کې افغان ولسمشر د پاکستان سياسي انزوا ته ملا تړلې او د هندوستان له لومړي وزير نريندرا مودي سره په ګډه په هر نړيوال دريځ د پاکستان خلاف غږ اوچتوي نو پاکستان هم د دې لپاره چې په افغانستان فشار راوړي؛ د اپټا تړون نقض کوي او له واګه بندره افغاني صادراتو او وارداتو ته اجازه نه ورکوي.
لیکنه : خوشحال آصفي