د پوهنې په وزارت کې خپلسرۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پوهنې وزارت یو شمېر چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اوسنی وزیر حنیف بلخي په دغه وزارت کې په خپلسریو تورنوي. دوی وایي بلخي د عطا محمد نور په غوښتنه له ولسمشرۍ ماڼۍ سره هېڅ همغږي نه لري او خپل غیر قانوني فرمانونه اجرایه ریاست ته وړاندې کوي.

د دوی په خبره اجرایه ریاست ته زیاتره فرمانونه د امتیازي معاش په خاطر صادرېږي او اجرایه رییس یې هم پرته له کوم دلیله لاسلیکوي. د دوی شواهد دا په ډاګه کوي چې د ریاست تلوېزون په پوست کې د یوه کس ګومارنه نېغ په نېغه د اجرایه رییس په امر کېږي او په فرمان کې ورته د ۴۰۰۰۰ افغانیو معاش وړاندیز هم کېږي، چې اجرایه رییس یې په پټو سترګو لاسلیلکوي.

دوی شواهد ښیي چې د پوهنې په وزارت کې پرته له خپلویو او اړیکه نور هېڅ هم نه چلېږي او دلته یوازې د وزیر د خاله زوی او د عطا محمد نور د کاکا زامن په دندو ګومارل کیږي.

که څه هم څو ورځې وړاندې ولسمشر د پوهنې په وزارت کې د خپلسریو د مخنیوي په پار یو کمیسیون وټاکه، خو د پوهنې وزیر غیر قانوني کړنې لا هم دوام لري.