د پوهنې په وزارت کې څه روان دي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه: امین پاچا
د طالبانو د واکمۍ له نسکورېدو سره سم د یو شمېر جهادي مشرانو په ګډون د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د معضلې د حل په موخه یو کنفرانس جوړ شو او له دغه کنفرانس سره سم د هېواد په تاریخ کې یوه نوې پاڼه واوښته. موقته اداره رامنځته شوه، د نړیوالو پام

افغانستان ته واوښت، له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې، بیا رغونې او... برخو کې مرستې پیل شوې، خو د نړیوالو ډېره پاملرنه د هېواد له معارف سره وه.  د دیارلسو کلونو په موده کې موږ د معارف په برخه کې خورا ډېرې لاسته راوړنې هم درلودې. پخوا په ټول هېواد کې ۴۰۰۰ شاوخوا د ښوونځیو ودانۍ وې، خو اوس دا شمېره تر ١٥٠٠٠هم لوړه شوې، پخوا په ټول هېواد کې تر يومیلیون كم زده کوونکي ښوونځیو ته تلل، خو اوس مهال دا شمېره ۱۱.۲ میلیونه ته لوړه شوې. څنګه چې مخکې مو ورته اشاره وکړه زموږ په هېواد کې د زده کړو کچه ډېره ټیټه وه او هېڅ مسلکي ښوونکی مو نه درلود؛ خو د دې مودې په جریان کې د معارف نظام وتوانېد په هر ولایت کی حد اقل یو اساسي دارالمعلمین او د ولسوالیو او حتا کلیو په کچه د ښوونکو د مسلکي روزلو په موخه د دارلمعلمین الحاقیې جوړې کړي او په زرګونو مسلکي ښوونکي وروزي. په تخنیکي او مسلکي برخو کې، د اسلامي تعلیماتو په برخه کې، د یوه نړیوالو او معیاري نصاب په برخه کې، د تدارکاتو په برخه کې او بلاخره دتعلیم په ټولو برخو کې د پوهنې وزارت لاسته روانې او کارنامې د ستاینې او یادونې وړ دي.
د ملي یووالی د حکومت په راتګ سره د پوهنې وزارت وضعیت له خورا زیاتو ننګونو سره مخ شو، لکه څنګه چې حکومت د دوو مخکښو ټیمونو تر منځ د یوه هوکړه لیک پر بنسټ رامنځته شو، همدارنګه د دواړو ټیمونو تر منځ واک هم نیم په نمیه ووېشل شو. زه پوهېږم ولسمشر غني د هېواد د ښېرازۍ لپاره ډېر ښه پلانونه درلودل، خو متاسفانه چې مخه یې ډب شوه. مافیایي کړۍ ترې چار چاپېره شوې او بلاخره د هېواد د مهمو ادارو رهبري نا اهله کسانوته وسپارل شوه، چې ښه بېلګه یې د پوهنې وزارت اوسنی وزیر ګڼلی شو.
اوسنی وزیر چې د اجرایه رییس له لوري د عطا محمد نور په اشاره پوهنې وزارت ته ور پېژندل شوی، د اوسني حکومت تر ټولو یو بې کفایته وزیر ورته ویلی شو. د ښوونځیو د پیل د مراسمو پر مهال ولسمشر غني له دغه وزارته نا خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د پوهنې وزارت هغه څه چې باید کړي یې وای، تر اوسه نه دي تر سره کړي.
نه یوازې ولسمشر بلکې د ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو را نیولې تر ولسمشره ټول خلک د پوهنې وزارت له اوسني وضعیت څخه سر ټکوي. غواړم د اوسني وزیر ځینې لویو او سترو تېروتنو ته اشاره وکړم:
۱ـ د پوهنې وزارت سره تر ټولو ستره جفا د امریکا دپرختیایي اداري یا USAID ، کانا‌‌‌‌‌‌ډا، دنمارک، بانک جهاني او پوهنې ته دلاسرسي د نړیوال مشارکت یا GPE له لوري د یو زیات مقدار مرستو بېرته ګرځول دي، چې تړونونه یې پخوا لاسلک شوي وو. USAID په دې وروستیو کې له پوهنې وزارته ۶.۲ میلیونه ډالره کلنۍ مرسته بېرته ګرځولې. ویل کېږي چې دا مرستې د وزارت د رهبرۍ د بې کفایتۍ له کبله ګرځول شوې دي. په ۲۰۱۳ کال کې د پوهنې وزارت پخوانیو چارواکو د امریکا له پراخیتایي ادارې سره د ۳۰ میلیونه ډالرو د مرستې تړون لاسلیک کړی و، چې یاده مرسته به د ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د پوهنې وزارت ته ورکول کېږی، د پوهنې وزارت پخواني چارواکي وتوانېدل چې تر ۲۰۱۵ کال پورې له دغه مرستو څخه یوازې ۱۸.۵ میلیونه ډالر په لاس راوړي او پاتې نور یې د اوسني وزیر د بې کفایتۍ له کبله بېرته وګرځول شوې.
۲ـ د پوهنې له وزارت څخه د تعصب بوی د یاد وزارت په څو کلومټرۍ کې خلک حس کوي، دا چې یاد وزارت د یوې ډلې په پچه ختلی، نو په وزارت کې ټولې ټاکنې د قومي، سمتي او ژبنیو اړیکو پر بنسټ کېږي. د تدارکاتو د کمېټې کار کوونکي چې له تېرو پنځلسو کلونو را په دې خوا یې په دې برخه کې کار کړی و، کاپي تجربه او وړتیا یې درلوده، د وزارت د رهبرۍ له لوري ټول ګوښه کېږي او پر ځای یې د اړیکو په اساس د شپږم ټولګي زده کوونکي راځي او کار پیلوي، چې تر دې بله ستره جفا د پوهنې له وزارت سره نشته.
۳- د پوهنې په وزارت کې وزیر له خپل دفتره را نیولې، په ټول وزارت کې غیر مسلکي کسان په دندو ګومارلي دي. تېره ورځ موږ یو راپور درلود، چې د پوهنې وزیر حنیف بلخي یو خپلوان په دې پلمه چې نور په وزارت کې ځای نه و، د حاضرۍ په برخه کې مشاور ټاکلی، چې تر دې بل لوی شرم به چېرته وي.
۴ـ پوهنې وزارت له ولایتونو سره د مور او میرې چلند کوي. تېره اونۍ مو له پکتیا څخه راپور درلود، چې د پوهنې وزیر پکتیا ولایت ته سږ کال هېڅ بودجه نه ده ځانګړې کړې، د پکتیا ولایت د پوهنې رییس پر حنیف بلخي تور پورې کړ، چې غواړي په یاد ریاست کې د قومي اړیکو پر اساس ګومارنې وکړي، بل خوا د والي مرستیال او ولایتي شورا ځینو غړیو د پوهنې وزیر له دغه ولایت سره د مور او میرې په چلند تورن کړ، دوی وویل چې حنیف بلخي سږ کال پوهنې ریاست ته هېڅ بودجه نه ده ځانګړې کړې او کومه بودجه چې باید پکتیا ته ځانګړې شوې وای، شمالي ولایتونو ته ورکړل شوې ده. دوی له افغان ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې د پوهنې په برخه کې باید د پکتیا د خلکو حق ورکړل شي.
۵ ـ د پوهنې اوسني وزیر داسې کسان ګومارلي چې څلور دندې هم لري، د بېلګې په توګه: د پوهنې په برخه کې د اجرایه ریاست سلاکار، د پوهنې د وزیر سلاکار، د ښوونیز نصاب د بیا کتنې او تصحح د پروژې مسوول او د پوهنې د عملي شورا سرپرست رییس.
۶ ـ په تعلیمات اسلامي، تعلیمات تخنیکي او تربیه معلم په برخه کې فساد اوج ته رسېدلی، چې تر ډېره بریده خپله وزیر ورسره شریک دی.
۷ – په پښتني سیمو کې د ښوونځیو تړل کېدل او د وزارت نه پاملرنه له پښتنو سره ستره جفا ده، پخوا به چې کوم ښوونځی وتړل شو، هڅه به کېده چې د قومي مخور، سپین ږیرو او مدني ټولنو سره په همغږۍ یاده ستونزه حل کړي، خو اوس چې په پښتني سیمو کې ښوونځی تړل کېږي وزارت ورته هېڅ پاملرنه نه کوي.
خلاصه په پای کې دومره ویلی شم او پر ولسمشر غږ کوم، چې د پوهنې وزارت له مافیا، قوم پرستۍ، بې سوادۍ او چور څخه وژغوره. که د پوهنې وضعیت په همدې شکل روان وي، سږ کال خو یو شمېر موسسو خپلې مرستې ودرولې، راتلونکی کال به ټول معارف له رکود سره مخ وي.
و ما علینا الابلاغ