د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر قاطع دریځ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بشیر یوسفزوی

جمهور رئیس غني واک ته له رسېدو وروسته پاکستان ته د خپل لومړي رسمي سفر پرمهال پاکستاني مقاماتو ته واضح وویل چې په افغانستان کې د روانو ناامنیو، ترهګریزو فعالیتونو او ورانکاریو تر شا د پاکستان د حکومت مستقیم لاس دی. جمهور رئیس دا ټولې

خبرې هغوی ته ډاګیزې او د کره اسنادو له مخې وکړې.
جمهور رئیس پاکستاني مقاماتو ته وویل، په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره مهمه ده چې لومړی افغان حکومت له پاکستان سره روغه وکړي او په دویم قدم کې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي، د جمهور رئیس څرګندونو پاکستان حیران او وارخطا کړ، ځکه ولسمشر واضح ورته وویل چې پاکستان له تېرو څوارلسو کالو راهیسې له افغانستان سره په نا اعلان شوي جنګ کې ښکېل دی او طالبان د پاکستان نیابتي جګړه پر مخ بیایي او د دغې جګړې د ودرولو ټینګار یې ورباندې وکړ.
محمد اشرف غني لومړی افغان ولسمشر وو چې پاکستان ته یې د عذرونو، زاریو، عاطفي خبرو او ننواتې برعکس واضح، ډاګیزې او پرېکنده خبرې وکړې. د ولسمشر دې خبرو پاکستاني مقاماتو ته ټکان ورکړ او همغه وو چې په لنډه موده کې د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون د پاکستان د پوځ ، استخباراتو او نورو مشرانو په ګډون ګڼو پاکستانیو لوړ پوړو چارواکو د خپل ځان د سپیناوي په موخه پلازمېنې کابل ته ګڼ سفرونه وکړل، مګر د ولسمشر غني دریځ د دوی پر وړاندې لا همغسې قاطع او پرېکنده وو.
جمهور رئیس بالاخره له پاکستانیو چارواکو سره خپلې لیدنې وځنډولې. پاکستاني مقاماتوله بېلابېلو لارو له ده سره د لیدنو عذرونه او غوښتنې وکړې، کله چې ولسمشر د دوی ټولې غوښتنې رد کړې، نو بالاخره یې د پښتونخوا مشران لکه اسفندیار ولي، افتاب احمدخان شېرپاو، محمود خان اڅکزی او ځینې نور په جرګه راولېږل او ولسمشر د دغو پښتنو مشرانو جرګه ومنله او د اروپا د سفر پرمهال یې هلته له نوازشریف سره وکتل او بیا د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس ته په یو ورځني رسمي سفر پلازمېنې اسلام اباد ته لاړ. سره له دې چې اسلام اباد کې ولسمشر غني ته سخت تود هرکلی وشو، د لومړي وزیر په ګډون د پاکستان د استخباراتو او پوځ مشران هوایي ډګر کې د هغه هرکلي ته ولاړ وو او د دوی توقع دا وه چې په دې سره به د ولسمشر دریځ نرم او بدل کړي، مګر ولسمشر لا هم په خپل قاطع، برحق او منطقي دریځ ولاړ وو او ولاړ دی.
د جمهور رئیس د همدغه غوڅ دریځ او هلو ځلو له برکته هم د سیمې د هېوادونو او هم د نړۍ د هېوادونو اجماع رامنځته شوه او هغوی په دې برخه کې د افغانستان دریځ برحقه وباله او د دغه دریځ د ستاینې تر څنګ یې خپل بشپړ ملاتړ هم اعلان کړ. کرار کرار پاکستان په دې برخه کې خپله ملامتیا ومنله او د سولې مذاکراتو ته یې غاړه کېښودله، مګر ولسمشر یوه بله هوښیاري دا وکړه چې د سولې د مذاکراتو د پرمخ بېولو واک یې افغانانو ته ورکړ.
یانې د ولسمشر په وړاندیز د سولې د بهیر مشري باید په خپله افغانان وکړي او بل شرط یې دا وو چې په دغو مذاکراتو کې به د امریکا متحده ایالات او چین د نړیوالو څارونکو په توګه حضور لري، تر څو پاکستان تر نړیوال فشار لاندې د سولې له مذاکراتو څخه سرغړونه ونه کړي، نو بالاخره د سولې پروژه د سولې په پروسه بدله شوه.