د ولسمشربرحقه دریځ پاکستان منزوي کړ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بشیر یوسفزوی

په تېرو څوارلسو کالو کې چې د پاکستان څنګه خوښه وه، نو هغسې یې په سیمه او په ځانګړي ډول افغانستان کې خپله منافقانه لوبه پرمخ بېوله، ځکه د افغانستان په ګډون هیچا د دې جرئت نه کاوه چې د پاکستان پر وړاندې پرېکنده او قاطع دریځ اختیار کړي.


ولسمشر غني واک ته له رسېدو وروسته د پاکستان پر وړاندې واضح او قاطع دریځ اختیار کړ.
پاکستاني لوري یې په دې وپوهول چې په افغانستان کې د روانو ناامنیو، جګړو، ورانکاریو، ترهګریزو فعالیتونو او ناکراریو تر شا د پاکستان لاس دی ، ځکه پاکستان د ترهګرو پالنه، تمویل او ساتنه کوي، هغوی ته یې د استوګنې او ورانکارو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه روزنځایونه جوړ کړي، امکانات یې په اختیار کې ورکړي، د ټپیانو درملنه یې کوي او دا ټولې خبرې یې په ډاګه ورته وکړې.
مګر جمهور رئیس غني یوازې په دغو خبرو اکتفا ونه کړه، بلکې د پاکستان د منافقت او دوه مخۍ د رسوا او افشا کولو په موخه یې د سیمې د هېوادونو اجماع جوړه کړه، هغوی ته یې وویل چې د پاکستان ترهګریز فعالیتونو یوازې د افغانستان، نه بلکې د ټولې سیمې امنیت او ثبات ګواښي او که چېرې د پاکستان مخه ونه نیول شي، نو لیرې نه ده چې د جګړو او ترهګریزو فعالیتونو لمن د سیمې تر هېوادونو پراخه شي.
همدارنګه جمهور رئیس غني عربي او اسلامي هېوادونو او اروپا او امریکا ته د سفرونو پرمهال هم د پاکستان ورانکاري او د ترهګرو پالنه رسوا وکړه. د نوموړي د همدغو سفرونو په پایله کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو اجماع رامنځته شوه او ټول پاکستان دغه ترهګریز عمل ته متوجه شول.
پاکستان د سیمې او د نړۍ د هېوادونو تر فشار لاندې راغی. د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ اکثره هېوادونو پاکستان ته ګواښ وکړ، چې که چېرې پاکستان په خپل دریځ کې بدلون رانه ولي، نو دوی به خپلې اړیکې او همکارۍ ورسره وځنډوي.
د پاکستان پر وړاندې د جمهور رئیس غني قاطع او برحقه دریځ دوه ګټې لرلې، لومړۍ ګټه یې دا وه چې افغانستان د سیمې او نړۍ د هېوادونو د محراق مرکز وګرځېده او ټولو له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړې، همکارۍ یې زیاټې او پراخې کړې، ځکه د نړۍ ګڼو هېوادونو د اقتصادي همکاریو تر څنګ له افغانستان سره نظامي همکارۍ هم وکړې.
دویمه ګټه یې دا وه چې په پاکستان د سیمې او د نړۍ د هېوادونو فشار زیات شو، څومره چې افغانستان ته د نړۍ د هېوادونو ډېرېده، نو همغومره ورسره پاکستان ګوښه او منزوي کېده، نن سبا پاکستان تر بل هر وخت په بد حالت کې قرار لري، ځکه په نړۍ کې د ترهګري د تمویلونکي او تولیدونکي هېواد په نوم بدنام دی.
پاکستاني مقاماتو سره له دې چې د ځان د سپیناوي په موخه ډېرې چیغې ووهلې ، مګر دوی لا هم پر دې نه دي توانېدلي چې د دغه بدنامي له ځانه لیرې کړي، ځکه دوی لا هم د ترهګري ضد ټلواله په دې نه ده قانع کړې چې ځان له ترهګري سره د مبارزې په برخه کې نړیوالو ته ژمن ثابت کړي، د دې لپاره حتمي ده چې دوی په دې برخه کې صادقانه ګام پورته کړي. او تر څو چې دغه ګام پورته نه کړي، نو دوی به همداسې منزوي پاتې وي.