د ولسمشر غني ولسي اړیکې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 جمهور رئیس غني د افغانستان د هغو لومړنیو ولسمشرانو له ډلې څخه دی چې په سختو او جنګي شرایطو کې یې بیا هم له نورو زیات سفرونه افغانستان ته وکړل. هغه ولسمشرۍ ته تر رسېدو دمخه ان د ځوانۍ په وخت کې د وافغانستان نږدې ټول ولایتونه لیدلي او له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د واک د لېږد پرمهال یې هم د افغانستان ټولو ولایتونو ته دوه درې ځله سفرونه وکړل.

ولسمشر د افغانستان د ولایتونو په اړه دقیقه مطالعه او مشاهده لري. د اکثره سیمو موقعیت، ستونزې او لاملونه دقیق ورمعلوم دي. د جمهور رئیس دغه دقیقه مطالعه او مشاهده له نوموړي سره د اړوندو ستونزو د حل په برخه کې زیاته مرسته کولی شي.

جمهور رئیس په تېر یو نیم کال کې د هېواد ګڼو ولایتونو ته سفرونه وکړل او هلته یې په څرګنده وویل، چې والي د جمهور رئیس رسمي استازی دی. لکه په کندهار کې یې چې اعلان وکړ، چې کندهار یو والي لري او هغه زما رسمي استازی دی.

ولایتونو ته د جمهور رئیس د سفرونو او والیانو ته د پاملرنې د زیاتي دلایل دادي چې ولسمشر غواړي په دې سره سیمه ییز زورواکي چې د حکومت له موقف او نوم څخه ناوړه ګټه اخلي هغوی کمزوري او ګوښه کړي. بل دلیل یې دادی چې غواړي د والیانو واکونه زیاته کړي، تر څو هغوی وتوانېږي چې خلکو ته د خدماتو د برابرولو په برخه کې ازاد لاس ولري او همدارنګه په ولایتونو کې د سیمه ییزې او ښې حکومتوالۍ بنسټونه پیاوړي کړي، ځکه ولسمشر غني تل په خپلو ویناو کې ویلي دي چې افغانستان له مرکز څخه نه جوړېږي، له اطراف او ولایتونو څخه باید را جوړ شي.

همدارنګه جمور رئیس په ولایتي سفرونو کې د هر ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو او ولسي او قومي مشرانو او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره د غونډو پرمهال د دوی کړنې، لاسته راوړنې ، ستونزې او غوښتنې اوري او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې کوي. یانې ولسمشر یوازې د والي په خبرو اتکا نه کوي او نه یې هم ټول پام والي ته دی، بلکې د والي تر څنګ له عامو خلکو او ولسونو څخه هم اوري، هغوی ته وخت ورکوي، نظرونه او وړاندیزونه یې اوري او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې هم په خپله اقدام کوي او هم اړونده مسوولینو ته جدي دستور ورکوي.

همدارنګه جمهور رئیس د هېواد او په ځانګړي ډول د ولایتونو د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه په هره میاشت کې یو ځل له والیانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کوي او له هغوی څخه د ولایت د اړوندو سیمو او خلکو د ستونزو او غوښتنو په هکله معلومات ترلاسه کوي او د هغو د حل په موخه لارښوونې ورته کوي.

جمهور رئیس غني د افغانستان له پرمختګ سره سخته لېوالتیا لري او په همدې موخه هم په خپله ولسي اړیکې پالي او هم یې والیانو ته همېشنۍ سپارښتنه دا وي چې د خلکو ستونزو په دقت واوري. هغه وایي موږ باید د ستونزو له اورېدلو او تشخیص څخه ونه وېرېږو، بلکې په ستونزو او د هغو په تشخیص پسې باید وګرځو، ځکه تر څو چې ستونزې تشخیص نشي، نو مناسبې حل لارې ورته نشو موندلی.

ولسمشر همدارنګه د ستونزو د حل او دحکومتوالۍ د پیاوړتیا په برخه کې د ولس حمایت او قوت مهم بولي او په همدې اساس ولس ته تل زیات ارزښت ورکوي. په همدې موخه هم ولایتي سفرونه کوي او هم یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته رابلي، تر څو له هغوی څخه د ستونزو تر څنګ مناسبې حل لارې او وړاندیزونه واوري او بیا د یو موثر چوکاټ په اساس د شته امکاناتو په رڼا کې یادې ستونزې د حل په موخه کټګوري کړي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د دې تر څنګ جمهور رئیس د والیانو په برخه کې د ښو خدماتو، همکارۍ، همغږۍ او موثریت د زیاتوالي په موخه درې مهم نوښتونه (د والیانو سل ورځني پلانونه، د کابینې او ملي امنیت شورا په غونډو کې په نوبتي او دوراني شکل د والیانوګډون، والیانو ته د څلوېښت سلنه بودجې ورکول)رامنځته کړي چې تر دې پخوا هیڅ نه وو.

والیان مجبوراو مکلف دي چې له خپلو اړوندو ادارو سره په ګډه خپل سل ورځني پلانونه ترتیب او جمهوري ریاست ته وړاندې کړي. د دغو پلانونو د جوړولو ګټه داده، چې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کېږي او مسوولین خپلو مسوولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کېږي. بله ښېګڼه یې داده چې د والي، ولایتي ادارو او ولسونو تر منځ همغږي او همکاري زیاتېږي، ځکه والي مجبور او مکلف دی چې په خپل سل ورځني پلان کې د خپلو ادارو د مسوولینو او د ولسونو د استازو غوښتنو ته ځای ورکړي او له هغوی سره په ګډه سلا او مشوره پلانونه ترتیب کړي. دغه پلانونه تر بشپړولو وروسته جمهوري ریاست ته وړاندې کېږي او جمهور رئیس تر کتلو او ارزولو وروسته د یادو پلانونو د تطبیق په هکله دستور ورکوي او تر هرو سلو ورځو وروسته مدني ټولنې او ولسونه یاد پلانونه ارزوي او هغوی ګوري چې څه شی سم او څه شی ناسم ترسره شوي دي او په بل سل ورځني پلان کې باید هغه ته جدي پاملرنه وشي.

د کابینې او ملي امنیت شورا په غونډو کې د والیانو نوبتي او دوراني ګډون هم ګڼې ښېګڼې لري، ځکه دوی له وزیرانو سره د امنیت، روغتیا، زده کړې، کرنې او نورو اړوندو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې مخ په مخ شریکوي. که په دې برخه کې کومه ستونزه او نمیګړتیا وجود ولري، نو پر وخت یې د حل هڅه کېږي او جمهور رئیس هم په هغه هکله لارښوونه کوي. په دې برخه کې په امنیتي او ملکي چارو کې د وزیرانو او والیانو تر منځ ښه پرمختګونه شوي دي هغوی اوس خپل منځي شفاهي قراردادونه سره لري او د دغو قراردادونو د شتون له امله د چارود ښه ترسره کولو په برخه کې چټکوالی او ښه والی رامنځته کېږي.

جمهور رئیس غني د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ژمنه کړې وه چې د والیانو واکونه به زیات شي، همدا څه موده وړاندې ولسمشر څرګنده کړه، چې د ولایتونو او ولسوالیو امنیه قوماندانان او مسوولین به د والیانو په صلاحیت او خوښه وټاکل شي، د دې ترڅنګ یې مالیې وزارت ته لارښوونه کړې چې ۴۰ سلنه بودجه مستقیماً ولایتونو ته انتقال کړي او د هغې د لګولو صلاحیت به والیانو ته ورکړل شي.

همدارنګه والیانو ته دا صلاحیت هم ورکړل شوی دی، چې په خپلو اړوندو ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو موجودګي وکړي، د خیالي ځواکونو مخه ونیسي او ترڅنګ یې د ځواکونو د تجهیزاتو او نورو اړوندو مسایلو په هکله جمهوري ریاست ته معلومات ورکړي.

والیانو ته د زیاتو واکونو ورکول او وخت پر وخت له هغوی سره اړیکې او د دوی د چارو د ارزونې ښېګڼې دادي چې والیان به خپلو مسوولیتونوترسره کولو ته تر پخوا زیات پام وکړي. د ادارو همغږي او همکاري به زیاته کړو، ولسونو ته به پاملرنه وکړي او هغوی ته به باکیفیته خدمات برابر کړي، ځکه چې هر سل ورځې وروسته دوی د ولس له خوا ارزول کېږي، نو له دې امله دا یو ګټور او پر ځای اقدام ګڼل کېږي.