لیکنه : خوشحال آصفي
کابو دوه کاله وړاندې د ۱۳۹۳ کال د تلې په ۱۷ مه نېټه افغان ولسمشر اشرف غني د شپې لخوا په عدلي او قضايي سیستم کې د اصلاحاتو په موخه د څرخي پله له زندانه لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې بندیانو له غني سره په مخامخ ډول خبرې وکړې او د خپلو ستونزو په اړه وغږېدل. په هماغه مهال
ولسمشر څارنوالانو ته خبرداری ورکړ چې په یوه اوونۍ کې دې د بې برخلیکه بندیانو وضعیت څرګند کړي او په دې اړه دې کره او د شواهدو پر بنسټ راپور ده ته وړاندې کړي ګنې نو د دغو بندیانو پر ځای به دوی خپله په زندان کې کښیني.اوس د ولسمشر له دغې د يوې اونۍ له ژمنې نيږدې دوه کاله تيريږې خو لا هم ۲۲۰۰ بنديان د څرخي پله په زندان کې بې برخليکه د ژوند سختې شپې سبا کوي. په دې معنا چې د ولسمشر اونيزه ژمنه دوه کلنه شوه خو عملي نه شوه.
اوس د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون په وينا؛ په داسې حال کې چې سترې محکمې شپږ مياشتې وړاندې ژمنه کړې وه چې د ٢٢٠٠ بې برخليکه بنديانو په اړه به اقدام کوي، خو تر اوسه يې په دې اړه هېڅ اقدام نه دى کړى. د مشرانو جرګې د شکايتونو اورېدو کمېسيون غړي زلمي زابلي ويلي ((شپږ مياشتې کېږي چې ستره محکمه ژمنه کوي چې د هغو بنديانو د دوسيو په اړه اقدام کوي چې يوه محاکمه يې تېره شوې او په تېرو څو کلونو کې يې بله محکمه نه ده شوې، خو تر اوسه يې هېڅ اقدام نه دى کړى.)) هغه زياته کړه: ((د جزا قانون پر بنسټ بايد په ١٠ مياشتو او دېرشو ورځو کې يوه قضيه خپل درې واړه پړاوونه ووهي، خو د څرخي پله په بنديانو کې داسې کسان شته چې اووه کاله مخکې يې لومړنۍ محکمه تر سره شوې، خو تر اوسه يې د استيناف او تميز محکمې حکم نه دى صادر شوى.)) اوس د څرخي پله په زندان کې ګڼ زندانيان د زندان د مودې له پوره کېدو وروسته لا هم په زندان کې پراته دي. د راپورونو پر اساس دوی ته د دولت له خوا ورکړل شوې موده پوره ده، خو بيا يې هم د خوشي کولو په اړه هیڅ اقدام نه کېږي. په تير کې د څرخي پله ګڼو زندانيانو پر همدې خاطر د نه خوړو اعتصابونه هم کړي او خپلې شونډې يې ګنډلې دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې افغان حکومت څو ځلې د زندانیانو د ستونزو د هوارولو لپاره بېلابېل کمیسیونونه جوړ کړي، خو کاريي کومه پایله نه ده ورکړې ، او په زندانونو کې د زندانیانو ستونزې هم پرخپل ځای پاتې دي.
د څرخي پله زندان يو داسې زندان دی چې د پخواني ولسمشر په خبره د طالب جوړونې فابريکه ترې جوړه شوې ده. په دغه زندان کې داسې بنديان هم اوسيږي چې د بند موده يې کلونه وړاندې پوره شوې ده خو لا هم يې د دولت له لوري د سرنوشت پاڼه نه اړول کيږي. ياد زندان کې داسې زندانيان هم شته چې جرم يې معلوم نه دی او يا هم يوازې تورن دي او جرم يې ثابت شوی نه دی خو کلونه کيږي چې د تورو تمبو شاته د ژوند سختې شيبې تيروي. او داسې زندانيان هم لري چې له خپل کور او دفتر نه دلته ډيره آسوده او راحت اوسيږي آن دا چې که د ميلونونو ډالرو د غلا تور پرې پورې وي او برحال په بند کې وي خو د دولت له لوري ورسره لکه د يو آزاد شخص په توګه د ښارګوټو ودانيز قراردادونه لاسليکيږي. ښه بيلګه يې د کابل بانک ميلوني پوروړي خليل الله فيروزي سره؛ په داسې حال کې چې په لس کاله بند محکوم و؛ له زندانه وايستل کيږي او ورسره د سمارټ سيټي ودانيز قرارداد لاسليک کيږي.
که څه هم زندان د مجرمانو د اصلاح ځای بلل کيږي خو دلته بيا خبره سرچپه ده او په زندانونو کې له خلکو عقده يې او د غچ لمبو اخيستي اشخاص روزل کيږي. د کابل په څرخي پله زندان کې داسې بنديان ډير شتون لري چې د هغوى له خوا شوې کړنې د دې وړ نه وې چې دوى ته دې دومره سخته سزا ورکړل شي ، خو بيا هم په دغه زندان کې هر واکمن او ځواکمن تر خپله وسه هڅه کړې چې خپل مخالفين دغه زندان ته واستوي او سزاوې ورکړي. د راپورونو له مخې په دې زندان کې ډېر کسان شته، چې د بند موده يې تېره شوې، خو له بده مرغه دولت د هغوی په خوشي کولو کې ګام نه دى پورته کړى چې له حقوقي پلوه دا ناقانونه بند دی، چې دوي يې تېروي، خو دوى بیا هم بنديان دي. د دې ترڅنګ داسې کسان هم شته، چې څوک نلري، چې د دوی دوسیه له قانوني پلوه بشپړو پړاونو ته ورسوي او دولت هم پاملرنه ورته نه کوي، نو ځکه يي دوسيې پخپل ځای پاتې دي.
دلته اصلي ستونزه په مشرانو او لوړپوړو چارواکو کې ده، په ځينو قضايي او عدلي ارګانونو کې ده. دلته که قاضي او څارنوال ته ووايې چې قاضي صاحب او څارنوال صاحب ..! په فلانۍ اداره کې فساد دی او يا فلانی شخص فاسد او غل دی؛ دوسيه يې وڅېړه. نو پرته له ځنډه درته وايې چې څو روپۍ راکوې چې د فلاني فاسد دوسيه وڅېړم. هلته مو چې دعوه له قاضي سره شي نو عدالت به له چا وغواړو؟
دلته اوبه له پاسه خړې دي او تر هغو چې له پاسه پاکې نه شي له ښکته څخه يې پاکول ناشوني دي.
لیکنه : خوشحال آصفي